
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی حیاتي اړتیا ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې امیندواره ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی یوه نه انکارېدونکې اړتیا ده.

د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لاره د درنې واورې، باران او توپان له امله د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه. طالبانو ویلي، دا پرېکړه د لید ساحې د محدودیت له امله د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه شوې ده.

د طالبانو د خوست امنیې قومندانۍ ویلي، چې له تېرو جګړو پاتې ناچاودېدلي سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې په درېیو جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په غور، پکتيا او فارياب ولايتونو کې یې د یو ښځې په ګډون څلور کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶،۶ میلیونه ماشومانو د شري ناروغۍ واکسین ترلاسه کړي دي.

په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر سعد الله بلوچ او د قزاقستان سفیر سیرژان عبدالکریموف په یوې لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خبرې اترې کړې دي.

د شانګهای همکاری سازمان سرمنشي نورلان یرمکبایف ویلي چې د افغانستان او پاکستان له خوا د شخړو اواري په برخه کې د یاد سازمان د امکاناتو د کارولو لپاره کومه رسمي غوښتنه نه ده شوې. نوموړي ویلي، شانګهای سازمان په دې پوهیږي چې افغانستان د ټولې سیمې پر وضعیت اغېز لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د سعودي عربستان د یو اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په مرسته د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د نېمروز ولایتي روغتون ته طبي تجهیزات وپېرل شول. د طالبانو په وینا، په دغو تجهیزاتو کې سي ټي سکین، ام ار ی او نور وسایل شامل دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران ته یې د هوکړې لپاره ټاکلی ضربالاجل وروستی دی او نور به ونه غځول شي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې ایران یو وړاندیز وړاندې کړی، چې مهم ګام بلل کېږي، خو د ده په وینا، لا هم بسنه نه کوي.

له افغانانو د مالي مرستو ترلاسه کولو په تړاو د ایران اسلامي جمهوریت کمپاین او په تهران کې د فاطميون ډلې څرګندېدو د ټولنیزو شبکو د کاروونکو غبرګونونه را پارولي. یو شمېر افغانان وایي، چې افغانستان دمګړۍ خپله له بد وضعیت سره مخ دی.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د لزوم دید له مخې د کندز ولایت مخکینی والي ملا محمد خان دعوت د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوماندان په توګه او ملا محمداغا ابراهیم د مرستیال په توګه ټاکل شوي او نن د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شول.

د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې د افغان کډوالو د تصدیق په بهیر کې د ځنډ او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي له امله یوې افغانې کډوالې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اېمرجنسي روغتون وايي، چې د افغانستان په ځانګه کې یې یوې افغانې مور پنځه ماشومان زېږولي دي. یاد روغتون پر خپل اېکس د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه بللی او دوی ته یې په سوله کې د ژوند کولو هیله کړې ده.

د چین ولسمشر شي جين پينګ د خپل هېواد د انرژۍ امنیت د خوندي کولو لپاره د انرژۍ د نوي سیستم د چټک پلان او جوړولو غوښتنه کړې ده. نوموړي دغه راز د اټومي انرژۍ د خوندي او منظمې پراخېدا یادونه هم کړې ده.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي، چې د پاکستان د ناسمو تګلارو له امله له افغانستان او هند سره لارې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې، چې سوداګرۍ ته یې زیان اړولی دی. مولانا فضلالرحمان ویلي، چې «د پاکستان واکمنان د امریکا غلامان دي».

د خوست ولایت د مرکز متون اړوند په ګينګينۍ کلي کې د یوه دېوال د نړېدو له امله درې ښځو ژوند له لاسه ور کړی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي. په خوست کې د طالبانو د ولایتي دفتر وايي، چې ټپي شوي ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې ډاډ وړ دی.

د ناسا د ارتېمیز۲ ماموریت څلور ستورمزلي د دوشنبې په سهار د سپوږمۍ د جاذبې ساحې ته داخل شول. هغوی به ډیر زر د سپوږمۍ تپ او لرې اړخ ته لاړ شي او د تاریخ تر ټولو لرې تللي انسانان به شي.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د وري له ۶مې راهیسې د طبیعي پیښو د قربانیانو شمېر ۱۱۰ کسانو او د ټپیانو شمېر ۱۶۰ ته رسیدلی او ۷ تنه نور لادرکه دي. نن درې مېرمنو په خوست کې د دیوال نړېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ور کړی، چې د ټولو مړو شمېر ۱۱۳ ته رسیږي.

کریملین د اپریل پر۶مه وویل چې د ایران جګړه د جغرافیا او اقتصادي اغېزو له پلوه پراخېدونکې ده او د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله ټول منځنی ختیځ په اور کې دی. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، «موږ وینو، چې د سیمې کړکېچ او تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډیریږي».

په اورمچي کې په روانو خبرو اترو کې طالبانو له پاکستان نه د داعــــش او مخالفو ډلو د نه ملاتړ او د سوداګریزو لارو بیا نه تړلو په برخه کې تضمین غوښتی. دغه راز پاکستان له طالبانو غوښتي، چې ټي ټي پي ترهګره ډله ومني، مرکزونه یې له منځه یوسي او ددې لپاره ثبوتونه ور کړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې په هرات ولایت کې پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شوی دی. یاد وزارت زیاتوي، چې د پاشدان بند اضافي اوبه، چې حجم یې له سلګونو متره مکعب زیات دی، هریرود سیند ته بهیږي.