
په فراه کې د یوه کور دېوال نړېدو له امله یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د یوه کور دېوال نړېدو له امله یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی. له بل پلوه په فراه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله تر ۴۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.



















