
شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي مرکز برید شوی
د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د میرعلي–میرانشاه پر مرکزي سړک دته خېل ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید شوی. ځايي سرچینو ویلي، چې د چاودنې غږ تر شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې په میرانشاه ښار کې هم اورېدل شوی دی.



















