
طالبانو د مالیزیا په مرسته د قران کریم د ۴۰ زره نسخو د چاپ خبر ورکړی
په مالیزیا کې د طالبانو سفارت ویلي چې ددغه هیواد د «نشر القران» ادارې او «رستو» بنسټ په ګډه همکاري افغانستان ته د قران کریم د ۴۰ زره نسخو د چاپ بهیر پیل شوی. د دغو نسخو یوه برخه به له پښتو ژباړې سره چاپ شي.



















