
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سوداګرو د ستونزو د حل پر چټک غبرګون ټینګار کړی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د سید کریم هاشمي په مشري د اجراییه کمېټې په لسمه غونډه کې د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د خدمتونو د ښه والي، د اړیکو د پیاوړتیا او د خصوصي سکتور ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه پر یو شمېر اقداماتو هوکړه کړې.



















