
د پېښور عالي محمکې له پاکستان نه د یوې افغان مېرمنې د اېستلو مخه ونیوله
د پېښور عالي محکمې له پاکستان نه د یوې افغان مېرمنې چې څو کاله وړاندې یې له یوه پاکستاني وګړي سره واده کړی و، د اېستلو مخه نیولې ده. محکمې حکم کړی، چې د پاکستان د تابعیت ملي اداره (نادرا) باید په شپږو میاشتو کې د نوموړې د پاکستاني تابعیت ټولې چارې بشپړې کړي.



















