
د بښنې نړۍوال سازمان له ایران څخه وغوښتل چې د خپلو مخالفانو او معترضینو اعدامونه ودروي
د بښنې نړۍوال سازمان په ایران کې د څلورو سیاسي بندیانو «خپلسرو او پټو» اعدامونو او د لږ تر لږه اوو نورو اعتراضکوونکو د اعدام د نږدې ګواښ په غبرګون کې له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د دغو اوو کسانو د اعدام هر ډول پلان سمدستي ودروي.



















