
اېنبيسي: د امریکا قطر میشتي افغان همکاران له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي
امریکایي رسنۍ «این بي سي نیوز» راپور ورکړی، چې په قطر کې میشت هغه افغانان چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته او کار کړی، اوس له نامعلوم او اندېښمن حالت سره مخ دي. اېن بي سي وايي، دغه افغان همکاران ویریږي چې ښايي بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.



















