
په کابل کې د هاکي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې
د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وایي، په کابل کې د بدني روزنې او سپورټ ریاست په ۵۰۰ کسیز تالار کې د کابل د هاکي ټاکنیزې سیالۍ د څلورو ورزشي کلپونو او پنځو ښوونځیو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي.



















