
ملګري ملتونه: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۵۰۰ ماشومان وژل شوي
ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي له ۱۱مې تر ۱۴۰۴ کال د مرغومي تر ۱۰مې نېټې پورې، په افغانستان کې ۱۴۱۵ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده. له دې ډلې، ۴۴۶ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۶۹ ماشومان ټپیان شوي دي.



















