
خیبر پښتونخوا کې د پي ټيای وزیر او د اسمبلۍ غړی تښتول شوي
خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند تحریک انصاف یو ایالتي وزیر، ډاکټر امجد علي او د ایالتي اسمبلۍ غړی محمد اعظم خان د نامعلومو وسلهوالو له لوري له خپلو کورونو تښتول شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند تحریک انصاف یو ایالتي وزیر، ډاکټر امجد علي او د ایالتي اسمبلۍ غړی محمد اعظم خان د نامعلومو وسلهوالو له لوري له خپلو کورونو تښتول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې د رواني روغتیا د ښهوالي په برخه کې یوازې نه دي او ټینګار یې کړی چې د خلکو د کیسو اورېدل، پاملرنه او ګډ ملاتړ مهم دي.

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستۍ څرګندونې د لوېدیځ د تمدني هویت پر محور د نړۍ د یوې برخې د بسیجولو هڅه ده.

بلخ کې د طالبانو تر واک د دولتي ځمکو د غصب کمیسیون خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د ۷۵ استوګنیزو ښارګوټو د ارزونې په ترڅ کې یې ۲۲ ښارګوټي دولتي اعلان کړي دي.

د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، یو شمېر افغان طبي محصلین او ډاکټران باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي. په لاهور کې یوه افغان محصله وايي، دا پرېکړه په ځانګړي ډول د ښځینه محصلینو راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي، ځکه په افغانستان کې نجونې له لوړو زدهکړو منع شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تایوان په ختیځو اوبو کې د چین سمندري فعالیتونه «ژور بېثباتوونکي» بللي او ویلي یې دي چې د چین دغه اقدامات سیمهییز کړکېچ لا زیاتوي. واشنګټن له بیجینګ غوښتي چې پر تایوان فشارونه ودروي او د دغه ټاپو له منتخب حکومت سره ماناداره خبرې وکړي.

د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي په بېلابېلو پېښو کې دوه پولیس وژل شوي او د یوه ښوونځي مدیر تښتول شوی دی. ځايي چارواکي وايي، یو پولیس په جمرود کې د نامعلومو وسلهوالو په ډزو وژل شوی او د بل پولیس مړی په بله سیمه کې موندل شوی دی.

د الجزیرې د یوه راپور له مخې، د پنجشېر ولایت په یوه وروستۍ داوطلبۍ کې نږدې ۳۰۰۰ قیراطه زمرد د ۲۵ زره ډالر په بیه پلورل شوي چې د نړۍوالو پام یې ځان ته اړولی دی.

د بېځایه شویو خلکو نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان نجونو د زدهکړو او حقونو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي او د افغان کډوالو د جبري ستنولو مخه ونیسي. سازمان خبرداری ورکړی چې «افغانستان باید د نړۍ هېر شوی ناورین نه شي.»

د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د ټېسټ سیالۍ نن دویمه ورځ ده او افغان لوبډله به هڅه وکړي چې د سیالې لوبډلې پاتې دوې وېکټې ژر واخلي. بنګلهدېش د لومړۍ ورځې په پای کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۷ منډې جوړې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ وايي، د کابل سیند د ژور پاکولو په موخه یې د زیانمنو سیمو سروې پیل کړې او تر بشپړېدو وروسته به یې د پاکولو چارې پیل کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روانې ستونزو لرونکي ناروغان باید د انساني کرامت په چوکاټ کې درملنې ته لاسرسی ولری.د دغه سازمان په وینا هغه کسان چې له رواني ستونزو سره مخ دي، لا هم د اړینو مرستو د ترلاسه کولو او په ټولنه کې د ژوند او ګډون پر ځای په ساتنځایونو کې ګوښي ساتل کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې امریکا ته د روسیې د ډیزلو پر عرضې او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي. ټرمپ ویلي، روسیه به امریکا او نړیوالو بازارونو ته د ډیزلو صادرات زیات کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. د پښتونخوا په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې افغانان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. کډوال وايي، په کمپ کې د ګڼېګوڼې تر څنګ له جدي ستونزو سره مخ دي.

زرغون بهیر ویلي، د هېواد د ژغورنې او راتلونکې لپاره د دوی نسخه اساسي قانون او په پرېکړو کې د خلکو رښتینې ونډه ده. دا څرګندونې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر نورالله نوري هغې پوښتنې ته په ځواب کې دي چې د مخالفانو د تګلارې په اړه یې مطرح کړې وه.

د اروپایي ټولنې د پراختیا کمېشنرې مارتا ویلي، چې ترکیه د جنسي اقلیتونو او رسنیو د ازادۍ له محدودولو او بشري حقونو د نقض له امله له دغې ټولنې لرې کېږي. هغې په اډرین کې خبریالانو ته وویل، چې د انقرې وروستۍ کړنې د اندېښنې وړ دي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د حقونو له ملاتړو څخه ده. نوموړې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او خپلو لیکنو کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړي او د «جنسیتي اپارتاید» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځي ماموریت د ۲۵مې کلیزې په درشل کې د دغه هېواد پخواني سرتېري وایي، حکومت یې د افغانستان او منځني ختیځ د جګړو اړوند څلور ټوکه تاریخي اسناد لا هم نهدي خپاره کړي. دوی دا ځنډ د حقایقو پټول ګڼي او وایي دغه وضعیت د دوی پر رواني حالت ناوړه اغېزه کړې ده.

د ترکیې پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر فواد اوکتای د افغان محصلینو له شورا سره لیدنه کې له افغان زدهکړیالانو وغوښتل چې د خپلو زدهکړو له بشپړولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه او پرمختګ کې یې ونډه واخلي. هغه افغانستان د بډایه طبیعي سرچینو او ځوان نفوس لرونکی هېواد وباله.

د امریکا او د روسیې ولسمشرانو په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د اوکراین د کړکېچ د حل پر لارو چارو او همدارنګه د ایران د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې ټېلیفوني اړیکه کې ویلي، چې چمتو دی د امریکا او نړۍ بازارونو ته خام تېل او د نفتو نور تولیدات صادر کړي.

بلومبرګ د یوه راپور په خپرولو سره وايي، چې د سعودي عربستان ارامکو شرکت د اروپا د تېلو تصفیهخونو ته خبر ورکړی، چې په نومبر میاشت کې به د هغوی ټول غوښتل شوي خام تېل ورته چمتو کړي. دا پرېکړه د سعودي عربستان د «ختیځ پر لوېدیځ» نللیکې د فعالیتونو له بیا پیلېدو وروسته شوې ده.