
ټرمپ او پوتین د اوکراین او ایران پر وضعیت غږېدلي
د امریکا او د روسیې ولسمشرانو په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د اوکراین د کړکېچ د حل پر لارو چارو او همدارنګه د ایران د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې ټېلیفوني اړیکه کې ویلي، چې چمتو دی د امریکا او نړۍ بازارونو ته خام تېل او د نفتو نور تولیدات صادر کړي.



















