
په نوښار کې ناپېژاندو وسلهوالو درې پولیس سرتېري تښتولي دي
د خیبر پښتونخوا په نوښار کې ناپېژاندو وسلهوالو درې پولیس سرتېري تښتولي دي. د ځایي چارواکو په وینا، دغه پېښه د نوښار په نظامپور سیمه کې شوې او وسلهوالو د سرتېرو وسلې هم له ځان سره وړې دي.

د خیبر پښتونخوا په نوښار کې ناپېژاندو وسلهوالو درې پولیس سرتېري تښتولي دي. د ځایي چارواکو په وینا، دغه پېښه د نوښار په نظامپور سیمه کې شوې او وسلهوالو د سرتېرو وسلې هم له ځان سره وړې دي.

د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکت اعلان کړی، چې په روان ۲۰۲۶کال کې به تر هرات ولایته د ټاپي پروژې د ګازو نللیکې غځولو لومړۍ برخه بشپړه شي. د دغه شرکت مرستیال میرات ارچاییف ویلي، چې تر هرات د یادې نللیکې د غځولو ۱۵۳ کیلومتره چارې بشپړې شوې دي.

افغان کرېکټ بورډ د بنګلهدېش په وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه. د افغانستان او بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې پچه بنګلهدېش لوبډلې وګټله او لومړی توپوهنه کوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د راول والنبرګ په نوم د یوه نړۍوال څېړنیز مرکز هغه راپور بېبنسټه بللی، چې په افغانستان کې یې د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه، د ښوونیز نصاب بدلونونه او د ښوونکو اقتصادي ستونزې د زدهکړو پر کیفیت او لاسرسي د منفي اغېزو لاملونه ګڼلي وو.

د طالبانو د هرات، فراه او نیمروز والیانو د ایران د پارلمان له استازو او پلاوي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د لوېدیځ زون ولایتونو له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ ودې او پیاوړتیا ته لا زیاته پاملرنه وکړي. طالب والیانو د سوداګرۍ پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه بللې ده.

د خیبر پښتونخوا د تیراه درې بېځایه شوي وایي، د پاکستان حکومت ورسره په دوو میاشتو کې بېرته خپلو سیمو ته د ستنېدو ژمنه کړې وه؛ خو تر اتو میاشتو کړاو وروسته لاهم خپلو سیمو ته د دوی د بېرته ستنېدو اجازه نهده ورکړل شوې.

د افغانستان د مدني حقونو فعاله او مستند فلم جوړوونکې مروه حبیبي وایي، د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د داسې واقعیتونو شاهده وه چې د نوموړې ژوند او د بېعدالتۍ په اړه یې لیدلوری بدل کړ.

فراه کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د ۱۵مېلیونه افغانیو په ارزښت د مالګې د یوه کان د کېندنې چارې پیل شوې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کان د پشتکوه ولسوالۍ د چاکرتې په «ګل سیاه» سیمه کې پر شاوخوا ۱۳ هکټاره ځمکه پروت دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې له ایران سره د خبرو او په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمښت احتمال په اړه د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې دي.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، له ۲۰۲۳کال راهیسې نږدې ۶.۵ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي؛ خو د خوندي ژوند او بنسټیزو حقونو څخه بېبرخې دي. یاد سازمان په کابل او هرات کې د ښځو پراخه نیونه هم د اندېښنې وړ یاده کړې ده.

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال حمید رضا جانباز ویلي، چې طالبانو د اوبو او انرژۍ په برخه کې د ایراني متخصصانو، سلاکارانو او قراردادي شرکتونو د حضور غوښتنه کړې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له نیمایي راهیسې له ایران او پاکستان نه نږدې ۶.۵ مېلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي؛ خو بېکاري، د سرپناه او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی د دوی د بېرته ادغام پر وړاندې مهمې ستونزې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته رسېدلی. د دغه ایالت سر وزیر سهیل اپريدي په پېښور کې ویلي، چې د ډرون بریدونو او نویو پوځي عملیاتو اجازه یې نهده ورکړې. هغه د عمران خان د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د قحطۍ د خبرداري شبکې (FEWS NET) اټکل کړی، چې د ۲۰۲۶کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د معمول پرتله ډېر بارانونه وشي چې له دې سره به د غنمو د کر لپاره مناسب شرایط برابر شي؛ خو په ځینو ولایتونو کې به د خوړو ناورین دوام وکړي.

ایراني چارواکو له طالبانو سره په ګډه ناسته کې ژمنه کړې، چې په راتلونکې میاشت کې به د میلک سرحدي بندر ۲۴ ساعته فعال کړي. دواړه خواوو د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د سرحدي زېربناوو پر وړاندې د شته خنډونو پر لرې کولو هم خبرې کړې دي.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې په هرمز تنګي کې د ایران لهخوا پر بېړیو د بریدونو زیاتوالي سوداګریز تګراتګ او د انرژۍ لېږد ګډوډ کړی دی. د راپور له مخې، په یوه اوونۍ کې لږ تر لږه نهه بېړۍ د ایران په بریدونو کې په نښه شوې دي.

د افغانستان لپاره د هسپانیا ځانګړي استازي خاویر پویګ د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د کلیزې په مناسبت په مادرید ښار کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان نیمايي وګړي د جنسیتي توپیر تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ترلاسه شوي ۳۲۱ کیلوګرامه نشهيي توکي یې د پنجشنبې په ورځ سوځولي دي. طالب مسوولینو په دې اړه چې د دغو توکو د لېږد په تړاو څومره کسان نیول شوي، څه نهدي ویلي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي محمد ابوشهاب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له نوې مشرې رباب فاطمې سره لیدنه کې ټینګار کړی چې افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو له بشپړ او برابر تضمین پرته ثبات، امنیت او هوساینې ته رسېدل ناشوني دي.

د پخواني پارلمان دوو غړو، شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل، د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند غندلی او ویلي یې دي، طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي او د زدهکړو حقونه یې محدود کړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ملګرو ملتونو په کابل او هرات کې د ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول کېدل تایید کړل.

د سمنګان لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.