
ډونالډ ټرمپ: ایران نور په منځني ختیځ کې پخوانی ځواک نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مریلینډ ایالت په یوه وینا کې د ایران حکومت د منځني ختیځ «شریر او زورور» وباله، خو ویې ویل چې دغه حکومت اوس «نور دومره زورور نه دی».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مریلینډ ایالت په یوه وینا کې د ایران حکومت د منځني ختیځ «شریر او زورور» وباله، خو ویې ویل چې دغه حکومت اوس «نور دومره زورور نه دی».

په کابل کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د کابل په لویدیځ کې د امید سبز ښارګوټي هغه درې استازي چې د سې شنبې په ورځ یې نیولي وو، له تضمین اخیستلو وروسته خوشې کړي دي.

پاکستان د سې شنبې په ورځ د «فتح-۴» کروز توغندي د پرمختللې او اوږد واټن ویشتونکې بڼې د بریالي ازمویلو خبر ورکړ. د پاکستان پوځ ویلي، دا توغندی چې په کور دننه جوړ شوی، د لارښود او تګلارې له پرمختللو سیستمونو سره سمبال دی او کولای شي له لرې واټنه موخې په لا ډېر دقت سره په نښه کړي.

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا، له یوه ازبکستاني پلاوي څخه غوښتي چې د ازبکستان مشران دې په نړیوالو کنفرانسونو کې د طالبانو ننګه وکړي. په داسې حال کې چې طالبان د نه مشروعیت له امله، په څه باندې ۵ کلنه واکمنۍ کې لاهم نړیوالو کنفرانسونو ته د تګ جوګه شوي نه دي.

د طالبانو د پکتیا والي ملا مهرالله حماد ادعا کړې، چې د افغانستان ټول وګړي د دوی د واکمنۍ له برکته چمتو شوي، چې « د شریعت مطابق» ژوند وکړي او د ده په وینا، له « اخروي جزا» ځان وساتي. هغه دا هم ویلي، چې پکتیا کې یې پر ټولو دولتي کارکوونکي سل په سله «شریعت» تطبیق کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش اسلاماباد ته د سفر پر مهال ویلي، چې دغه سازمان د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان ترڅنګ درېږي. هغه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنو ته رسېدنه اړینه بللې ده.

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت یا والي واکمنۍ طرحې نافذ کول په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې په ایالت کې روانه ناامني د پوځي عملیاتو پر ځای یوازې د ملي کچې په سیاسي مشورو او تفاهم هوارېدای شي.

له هغې وروسته، چې یوه ایراني مقام افغانستان د دغه هېواد د « دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته د سفر پر مهال، د افغانستان د کانونو په استخراج کې د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی.

په مسکو کې مېشت امریکايي سیاسي شنونکي انډریو کورېبکو ویلي، که څه هم روسیه له طالبانو څخه د داعـ. ـش خراسان ډلې ځپل غواړي، خو بیا هم پر کابل واکمنو ته د مرګونو پوځي تجهیزاتو په ورکولو او پلورلو کې زړه نا زړه دي.

د راول والنبرګ په نامه یوه نړیوال څېړنیز مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو محدودیتونو، د ښوونیز نصاب بدلونونو او د ښوونکو اقتصادي ستونزو په افغانستان کې د زدهکړې پر کیفیت او لاسرسي منفي اغېزې کړي دي.

د غزني لپاره د طالبانو والي ، د ازبکستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان د خپلو ژمنو په عملي کولو کې «اسلامي شریعت» په پام کې نیسي. د طالبانو منتقدان بیا له دیپلوماتیکو پلاویو سره د طالب چارواکو داسې خبرې« بې ضرورته کلیشې» او له دیپلوماتیکو ادابو لېرې بولي.

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي چې په جلال اباد ښار کې یې ۲۶ غیرمعیاري روغتیايي مرکزونه تړلي او فعالیت یې وربند کړی دی. د معلوماتو له مخې، دا پرېکړه د روغتیايي څارنې د ځانګړو ټیمونو له لوري تر ارزونو او پلټنو وروسته شوې ده.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل اپریدي ویلي چې د عمران خان سره د لیدنې، درملنې او قانوني حقونو د اعادې لپاره یې ټولې قانوني لارې ازمویلې دي خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې، اوس د عمران خان د خوشې کېدو او غوښتنو منلو لپاره بې له «سولهییز اعتراضي لاریون» بله لاره نه ده پاتې.

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د طالب مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې پرېکړې په تړاو هیله څرګنده کړې چې افغان ولس به یوه ورځ په جنایتونو کې د دغو ښکېلو کسانو د محاکمې شاهد هم وي.

د پښتني ښځینه سینګار په اوږده تاریخ کې داسې ګاڼې شته چې یوازې د ښکلا لپاره نه دي، بلکې د یوې ټولنې د کلتوري حافظې، دودونو او ولسي ادب برخه هم ګرځېدلې دي. پېزوان له همدې ګاڼو څخه دی؛ هغه دودیزه د پوزې ګاڼه چې نوم یې له پښتني ناوې، پیغلې، ښکلا، مینې او ولسي شعر سره تړل شوی دی.

د طالبانو منتقد ښوونکي نویدالله فطرت ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو نوموړی قومي مسایلو ته د لمن وهلو او د دوی پر نظام د نیوکې په تور په یو کال بند محکوم کړی. فطرت شاوخوا شپږ اونۍ وړاندې په هرات کې طالبانو نیولی و او له هغه وخته راهیسې په زندان کې دی.

د امریکا دوو چارواکو ویلي، چې د ایران له خوا د بریتانیا پر «ار اېف فېرفورډ» هوايي اډې د احتمالي پېچلي ډرون برید له وېرې امریکا خپلې «بي-۱» بم غورځوونکې الوتکې له اډې ایستلې دي.

د پاکستان پوځ ويلي، چې نن د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۴مه یې د «فتح څلور» په نوم د نوي او پرمختللي لرې واټن ویشتونکي کروز توغندي ازموینه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په جنیوا دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، چې طالبان د جرمونو نړیواله محکمه نه مني خو د افغانستان د دولت نړیوال مکلفیتونه پر ځای دي او هېڅ یو اړخیزه اعلامیه د قربانیانو حقونه نه شي له منځه وړلی.

افغانه ماډله ګلالۍ کریمي وايي، د سپتمبر په ۲۵مه یې په پاریس کې په یوه فېشن ننداره کې ګډون کړی و چې وروسته د فرانسې د «مووییر» مجلې له خوا ورته د ماډلې وړاندیز وشو. نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې خوښه ده د افغانې نجلۍ په توګه یې په دې ننداره کې ګډون کړی.

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې د ايران قضایي ادارې په کرج مرکزي زندان کې یو ۴۲ کلن افغان تورات محمدي په پټه اعدام کړی دی. نوموړی د «جاسوسۍ» په تور د مرګ په سزا محکوم شوی و، خو دا چې هغه په کوم ډول جاسوسۍ تورن کړل شوی، نه ده روښانه شوې.