
ملګري ملتونه: د سرې لوړې بیې د افغانستان د غنمو راتلونکي حاصلات او د خوړو خوندیتوب ګواښي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د کرنیزې سرې لوړې بیې او کرنیزو توکو ته د لاسرسي ستونزې د بزګرانو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې او که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د ۲۰۲۷کال د غنمو حاصلات او د هېواد د خوړو خوندیتوب به زیانمن شي.



















