• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ لوبډلو تر منځ په سریلانکا کې درې یو ورځنۍ سیالۍ کېږي

۱۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۱۰ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډپرون وویل، چی د روانې اګسټ میاشتې په ورستیو کې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي. دغه بورډ پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه سیالۍ به د سریلانکا په دوو بیلا بیلو لوبغالو کې د اګسټ په ۲۲مه، ۲۴ مه، او ۲۶ مه نیټه ترسره شي.

لومړنۍ دوه سیالۍ به د مهالویش له مخې په همبنټوټا او او ورستۍ سیالي به په کولمبو کي وشي.

د دغو سیالیو په اړه د کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف له قوله لیکل شوي، افغان لوبډله د پاکستان پروړاندې دغو سیالو ته بشپړ چمتوالی لري.

نوموړي ویلي « له اسیا جام او نړیوال جام مخکې افغان ټیم هغه لوبډله ده چې په اسیایي کنډیشن کې یې تر ټولو زیاتې لوبې کړې دي. لومړی یې سریلانکا سره په سریلانکا کې او بیا له بنګله دیش سره په بنګله دیش کې او اوس له پاکستان سره په سریلانکا کې لوبیږي، هیله لرم چې دغه لوبې به را روانو لویو لوبلړیو کې زموږ د لوبډلې په چمتوالي کې مهم رول ولوبوي.»

دا لوبلړۍ پر داسي مهال تر سره کیږي چې د روانې اګسټ میاشتې په ورستیو کې د اسیا جام سیالۍ هم پیلیدونکې دي.

خو تر دې مهاله د افغانستان او پاکستان تر منځ دې سیالیو ته لوبډلې نه دي اعلان شوې.

له دې وړاندې د روان کال په مارچ مياشت کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته د دریو شل اوریزه سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۱ ماتې ورکړې وه.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ده کړې خو څلور ځله سره مخامخ شوي او څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د دوی وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امریکايي چارواکو له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې امریکايي وګړي خوشې کړي

۱۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۱۰ GMT+۱

د امریکا ځانګړو استازو د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالب پلاوي سره په لیدنه کې د امریکايي وګړو پر «سملاسي او بې قید او شرطه» خوشې کولو ټینګار کړی دی. دوی دغه نیونه له طالبانو سره د امریکا د تعامل په برخه کې مهم خنډ بللی دی. معلومه نه ده چې څو امریکايان په افغانستان کې بندیان دي.

خو د وري په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي وو، چې شاوخوا ۱۷۵ امریکایي وګړي په افغانستان کې پاتې دي چې ځینې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته افغانستان ته تللي وو.

په دوحه کې د تړلو دروازو ترشا تر دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې، دوحه کې یې له طالب پلاوي سره د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو په ترسره کولو، د ټولګډونه حکومت په رامنځ ته کولو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي وېسټ دغه خبرې دوه اړخیزې، مفصلې، څرګندې او د افغانانو د ملاتړ او د هغوی د ګټو د ساتنې لپاره اړینې ګڼلې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په دغو دوو ورځنیو خبرو کې د دواړو لورو تر منځ د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر باور جوړونې، د افغانستان د بانکي زېرمو پر ازادولو، له نشه‌ يي توکو سره پر مبارزې او بشري حقونو یې خبرې کړې دي.

د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې د دغو دوه ورځنیو ناستو په اوږدو کې يې په وار، وار په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د سمون پر بيړنۍ اړتیا ټینګار کړی.

هغې په خپل ټویټ کې لیکلي، چې په دغو غونډو کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو، تعلیم او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خوشي کول، د فزیکي مجازاتو پای ته رسولو، او پر رسنیو د فشار د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.

اغلې امیري دغه راز ناستې د امنیت د ټينګښت، اقتصادي پرمختیا او ټیکاو د ترلاسه کولو او له نړیوالې ټولنې سره د دریځ په ښه کولو کې، بشري حقونو ته د درناوي اساسي ارزښتونه ګڼلي دي.

طالبان: د افغان غرختونکي جسد له یوه کال وروسته کورنۍ ته وسپارل شو

۹ زمری ۱۴۰۲ - ۳۱ جولای ۲۰۲۳، ۲۲:۰۵ GMT+۱

پاکستان کې د طالبانو سفارت د دوشنبې په ورځ وویل، د افغان غرختونکي علي اکبر سخي جسد یې د هغه کورنۍ ته وسپاره. علي اکبر سخي د تېر کال سرطان میاشتې پر ۲۹ د پاکستان شمال ختیځ کې د نړۍ دویمې لوړې څوکې ته د ختلو پر مهال د زړه د حملې له امله مړ شو.

د نوموړي جسد د پاکستان حکومت پیدا کړی او اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت کې طالبانو ته سپارلی دی.

علي اکبر لومړنی افغان و چې دغې څوکې ته د ختلو هڅه یې وکړه، خو د زړه د حملې له امله په "کي دوه" غره کې مړ شو.

دا غر د سمندر له سطحې د ۸۶۱۱ متره لوړوالي سره له ایورېسټ څوکې وروسته دویم جګ غر دی.

د علي اکبر سخي ورور رشاد د نوموړي له مرګ وروسته افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو: "هغه غوښتل د افغانستان بیرغ په کي دوه څوکه کې پورته کړي."

خو له دې غره د نوموړي د جسد کوزولو هڅې بې ګټې وې.

علي اکبر سخي د "هایک او وینچر "په نوم د هغه نهه کسیز غرختونکي ټیم مشر و، چې د افغانستان شمال ختیځ کې نوشاخ څوکې ته وختل.

د افغانستان جمهوري غوښتونکي: معناداره ملي ډیالوګ د افغانستان د ستونزو حل دی

۹ زمری ۱۴۰۲ - ۳۱ جولای ۲۰۲۳، ۲۰:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په امریکا کې د یوه علمي کنفرانس په ترڅ کې وویل که چېرې د طالبانو او ښکېلو سیاسي غاړو تر منځ معناداره ډیالوګ ونه شي، افغانستان به یو ځل بیا د جګړې میدان وګرځي.

دغه نهضت د یکشنبې په ورځ د امریکا په ورجینیا ایالت کې د (افغانستان؛ د جمهوري ارزښتونو په رڼا کې) تر سرلیک لاندې په یوه علمي کنفرانس کې پر ټولو سیاسي اړخونو غږ وکړ چې د یوه مشترک دریځ په رامنځته کولو سره ټول را یو ځای شي او افغانستان له راتلونکي بحران څخه وژغوري.

د دغه خوځښت د سیاسي اړیکو مسوول شاه محمود میاخېل وویل چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې دا وښوده چې هېڅ ډول تغیر یې نه دی کړی او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

نوموړی زیاتوي چې طالبانو د افغانستان ولس یرغمل نیولی او له هغوی یې د زده کړو، بیان ازادۍ او په خپلې خوښې د ژوند حق اخیستی دی چې دا په معاصره نړۍ کې د استبداد تر ټولو بد شکل دی.

د میاخېل په خبره د افغانستان مساله ورځ تر بلې پېچلې کېدونکې او د یوه نوي بحران زېږوونکې ده او په وینا که چېرې معنادار او ملي ډیالوګ ته زمینه برابره نه شي افغانستان به یو ځل بیا د نړۍوالو ترهګرو مرکز وګرځي.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال په غونډه کې جمهوري چوکاټ د افغانستان د ستونزې حل وباله او ویې ویل چې اړتیا ده واک ولس ته انتقال او د ولس د رایو په اساس د دولت مشران وټاکل شي.

لېوال زیاتوي چې د افغانستان تېر سل کلن تاریخ ته په کتو جګړې او د زور او نفې سیاست نتیجه نه ده ورکړې او د هرې ډلې بنسټ چې د دیکتاتورۍ او زور پر اساس اېښودل شوی عمر یې کم دی.

نوموړی طالبانو ته په اشارې وايي چې دغې ډلې د افغانستان ټول قدرت انحصار کړی او د همدغه انحصار له امله هره ورځ له افغانستانه زرګونه ځوانان د وتلو تابیا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې پر ټولو سیاسي ګوندونو او فعالیتونو بندیز لګېدلی او څه موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې له هېواده بهر سیاسي ګوندونه د وخت ضایع بللې وه.

ایران: طالبان باید د ایران د حقابې په اړه مسوولانه چلند وکړي

۹ زمری ۱۴۰۲ - ۳۱ جولای ۲۰۲۳، ۱۹:۵۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حقابې په تامین کې مسوولانه چلند وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې په هلمند سیند کې د ایران د حقابې موضوع د ایران د بهرنیو چارو وزارت او انرژۍ وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه ده.

تېره ورځ د ایران د ولسمشر مرستیال اعلان وکړ چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په اړه له طالبانو سره خبرې اترې مثبتې وې.

ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې د ایران د اوبو موضوع یوه جدي او مهمه برخه ده.

نوموړي طالبانو ته په اشارې ویلي؛ سره له دې چې طالبان د ۱۳۵۱ز کال تړون مني خو د عملي کېدا لپاره یې تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته کړي.

دغه ایرانی چارواکی زیاتوي چې د طالبانو له خوا د تړون پر ځای کول به د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد جوړولو او ګډې همکارۍ لپاره زمینه برابره کړی.

ایراني چارواکو په بار- بار ویلي چې د ۱۳۵۱ل کال د تړون له مخې افغانستان باید د هلمند له رودخانې څخه په کال کې ۸۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ورکړي خو په دې وروستیو کلونو کې د دوی حق نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر کړکېچ په داسې حال کې زیات شوی چې په سیستان بلوچستان کې اوبه کمې شوې دي.

د ایران د ولسمشر په ګډون ګڼو ایراني چارواکو طالبانو ته د حقابې د تامین په اړه خبرداری ورکړی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي د اپریل په وروستیو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته جدي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې طالبان باید دا خبرداری جدي وګڼي "بیا وروسته شکایت ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي."

طالبانو ایران ته د هلمند د اوبو د نه رسېدو لامل وچکالي یاد کړی او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي چې د حقابې په اړه د طالبانو پر حکومت له رسمي انتقادونو ډډه وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت:‌ متقي او ټام وېسټ په دوحه کې پر دوه اړخیزو تعاملاتو خبرې وکړې

۹ زمری ۱۴۰۲ - ۳۱ جولای ۲۰۲۳، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د امریکا متحده ایالتونو او د دې ډلې د پلاوو تر منځ دوه ورځنۍ ناسته کې پر «خپلمنځي تعاملاتو» خبرې وشوې. د امیر خان متقي په مشرۍ طالب پلاوي د قطر پلازمېنه دوحه کې له امریکايي پلاوي سره دا خبرې درلودې.

عبدالقهار بلخي وايي، دواړه لوري د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو پر لېرې کولو، بشري حقونو، اقتصادي ثبات، د مخدره توکو سره پر ګډې مبارزې، قونسلي خدماتو او پر خپلمنځي اعتماد جوړونې وغږېدل.

ښاغلي بلخي د دوشنبې په ورځ( د جولای ۳۱) ټوېټ کې زیاته کړې چې دواړو پلاو د تخنیکي کمېټو په کچه په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه کړي او د دا ډول نورو ناستو پر کېدو یې ټینګار کړی دی.

تر اوسه امریکايي لوري د دغو خبرو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي مګر تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې ناسته کې به د افغانانو بشردوستانه ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره بې تعصبه او با وقاره چلند، امنیتي موضوعات او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په وړاندې مبارزه به د خبرو اصلي محورونه وي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره واشنګټن ځانګړي استازی ټام وېسټ، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کړی و.

د ښځو اعتراضي ډلو ایتلاف له طالب چارواکو سره د امریکايي پلاوي ناسته ناروا(نامشروع) او د طالبانو د «سپین ښودلو» هڅه بللې وه.

دغه ایتلاف- چې د معترضو ښځو له شپږو ډلو جوړ دی- په یوه اعلامیه کې ویلي، د ښځو، معترضانو او د قرباني کورنیو له ګډون پرته دا ډول ناستې «ناروا» دي.