په سپوږمۍ کې د افغان نجونو د ښوونځي لپاره د ځمکې اخیستنه

د وسیم شینواري په نوم یو افغان ځوان چې اوس په اسپانیا کې مېشت دی، د لومړي ځل لپاره یې د انټرنشنل لونرلېنډ له کمپنۍ څخه په سپوږمۍ کې د افغان نجونو د ښوونځي لپاره ځمکه واخیسته.

د وسیم شینواري په نوم یو افغان ځوان چې اوس په اسپانیا کې مېشت دی، د لومړي ځل لپاره یې د انټرنشنل لونرلېنډ له کمپنۍ څخه په سپوږمۍ کې د افغان نجونو د ښوونځي لپاره ځمکه واخیسته.
وسیم شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه ځمکه یې له انټرنشنل لونرلېنډ کمپنۍ څخه په سپوږمۍ کې د افغان نجونو په نوم اخیستې ده، ځکه چې پر ځمکه افغان نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.
همدار رنګه وسیم شینواری وايي، غواړم په دې کار سره د نجونو د زده کړو په اړه د نجونو د هیلو د ژوندي ساتلو، او نړۍ ته د افغان نجونو د زده کړو د بندیز پیغور ورکړم.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د افغان مېرمنو روان وضیعت ته په اشارې ویلي، چې پر طالبانو به د فشارونو لړۍ دوام ولري.
هغې د افغانستان انټرنشنل همکارې مریم رحمتي ته ویلي، د اګست په میاشت کې چې د امنیت شورا مشري امریکا ته سپارل شوې د افغانستان د وضعیت ارزونه به تر نورو هغو لومړیتوب ولري.
مېرمن ګرینفلېډ د ګوتو په شمېر امریکایي چارواکو او ډېپلوماټانو څخه یوه ده، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چال چلند رغنده او تندې نېوکې کوي.
هغه چې د اګسټ په میاشت کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا دوره یي مشره شوې، ژمنه یې کړې چې له بشري حقونو څخه سرغړونې به د امنیت شورا په غونډو کې وڅاري.
هغې د ملګرو ملتونو په سازمان کې جوړې شوې خبري ناستې ته وویل «باید افغان نجونو ته ښوونځيو ته د تلو او مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي.»
په ملګرو ملتونو کې امریکایي سفیرې په زغرده دا خبره غبرګه کړه، چې امریکا طالبان په رسمیت نه پيژني.
د امریکا د سفیرې دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې په دوحه کې له طالب پلاوي سره د افغانسنان د ښځو په چارو کې د امریکا د استازې رینا امیري لیدو کاتو ګڼ ناندرییز بحثونه راپارولي دي. اغلې امیري په یو لړ ټویټونو کې په دوحه کې له طالبانو سره د لیدو کتو ننګه کړې وه.
یو شمېر نیوکه کوونکي وایي، چې په دغو ناستو پاستو سره د طالبانو په دریځ او سیاست کې بدلون نه شي راتلای او بر عکس دغسې ناستې پاستې دغې ډلې ته مشروعیت وربخښلی شي.
د افغان ښځو د ژغورنې غورځنګونو ټلوالې د سه شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په ټويټر کې يوه خبرپاڼه خپره کړه او ليکلي يې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې مخامخ ناستو افغان ولس ته هېڅ لاسته راوړنه نه لرله او يوازې د دې لامل شوی چې د ظلم او جنسیتي تبعیض لرونکي رژیم ته مشروعیت ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې له طالبانو سره به د ښځو د حقونو د وضعیت، له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرو ته دوام ورکړي. د دغه وزارت په وینا، د دوحې په غونډه کې د مېرمن امیري په ګډون امریکايي استازو په افغانستان کې د بشري حقونو پر ناوړه وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.
د اعتراض کوونکو ښځو ډله له طالبانو سره پر خبرو ټینګار يوازې دغې ډلې ته لابي کول ګڼي.
دغو مېرمنو څه موده وړاندې هم په یوه خبري غونډه کې د افغان ښځو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي پر کړنو نیوکې کړې وې او د هغې د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې وه. د دغه غورځنګ غړو ویلي، چې"رینا امیری د طالبانو لخوا د ښځو په بشپړه توګه لرې کولو په غبرګون کې یواځې په ټویت بسنه کړې.
پر رینا امیري له پراخو نیوکو وروسته هغې په ټويټر کې د لوستونکو د تبصرو برخه تړلې ده.
د افغان اعتراضي خوځښتونو ټلواله د عدالت او ازادۍ غورځنګ، د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ، د یووالي او پیوستون ټیم، د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ، د تخار د ښځو غورځنګ او د افغان ښځو له انقلابي غورځنګ څخه جوړه ده.
افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته دغو ډلو څو ځلې د کابل او ځینو ولایتونو په واټونو کې د طالبانو د سیاستونو پر ضد لاريونونه کړي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځینې هېوادونو له استازو او ډيپلوماټانو سره لیدنه کې له دوی غوښته کړې، چې له بهر د کار پر ځای په کابل کې خپل ماموریت پیل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند خپل ټوېټر کې لیکلي، چې دغه لیدنه د امریکا، بریتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او کاناډا له استازو سره شوې ده.
حافظ ضیا احمد تکل زیاتوي، چې ښاغلي متقي له دې استازو وغوښتل چې «افغانستان ته راشئ او واقعیتونه له نږدې وګورئ.»
د ښاغلي تکل په خبره، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې د دې ډلې د حکومت د تېرو دوو کلونولاسته راوړنې هم یادې کړې او زیاته یې کړه چې طالبانو «د ستونزو سره سره په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.»
د پخواني افغان حکومت پرځېدو او د طالبانو په واکمنیدو پسې له افغانستان ډېری ډیپلوماټیکې استازولۍ ووتلې او ځینې هغو خپل افغان ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې پیل کړ.
امیرخان متقي له تېرې شنبې راهیسې دوحه کې دی. نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړو استازو ټام وېسټ او رینا امیري سره هم دوه ورځنۍ خبرې درلودې.

په ننګرهار کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ وروسته له هغې چې په رسنیو کې د طالبانو له خوا پر همېشه بهار راډیو- تلویزون د حملې خبر خپور شو، طالبانو د دغې رسنۍ خپرونې بندې کړې.
د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې طالبان د دغې شبکې دفتر ته ورننوتي او د خبریالانو روزنیز کورس یې تړلی چې ښځینه هم پکې وې. عیني شاهدان وايي چې طالبانو د روزنیز کورس ګډونوال ګواښلي او د همېشه بهار راډیو- تلویزون کارکوونکي یې ډبولي دي.
سرچینه زیاتوي چې طالبان د دغه خبر په خپرېدو ناخوښي دي نو ځکه یې د همېشه بهار راډیو- تلویزون خپرونې وځنډولې.
دا ګډ روزنیز ورکشاپ په داسې حال کې جوړیږي چې طالبانو د واک ته له رسېدو وروسته د ښځو پر زده کړو او یو شمېر فعالیتونو بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو یو شمېر غړو په ټولنیزو شبکو کې د ښځینه خبریالانو روزل د طالبانو له امر څخه سرغړونه بللې او ګواښ یې کړی که چېرې بیا دا سرغړونه تکرار شي عملي کوونکي به یې له سختې سزا سره مخ شي.
په ورته وخت کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نۍ) یاده پېښه غندلې او د طالبانو دا چلند یې غېر اصولي او د بیان پر ازادۍ یو فشار یاد کړی دی.
د یادونې وړ ده چې تېر کال د زمري په میاشت کې طالبانو د همېشه بهار راډیو- تلویزون مشر اتل ستانکزی د یوې ورځې لپاره بندي کړی و.

د سیستان - بلوچستان خلکو نن سې شنبه د ایران په زابل ښار کې د هلمند له رود خانې څخه د ایران د حقابې د نه تامین له امله لاریون وکړ او د ایران پر حکومت یې غږ وکړ چې د "وعده خلافۍ" له امله له طالبانو سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.
دوی د «حقابه زموږ حق دی» او «د سیستان حقابه، د دولتونو ازمایښت» په شعارونو سره د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې له طالبانو څخه په جدي توګه د حقابې غوښتنه وکړي. لاریونوالو په وروستیو ۱۲۰ ورځو کې د سختو بادونو له امله دوی ته د ور اوښتي زیان مساله هم یاده کړې او د ایران له حکومته یې وغوښتل چې د دغې سیمې له خلکو سره مرسته وکړي.
په دغه لاريون کې د سيستان-بلوچستان خلکو د ايران له بهرنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د ١٣٥١ ل کال د تړون له مخې د هلمند د اوبو دعوه تعقيب کړي او هم دې د فراه پر سیند د بخش اباد د بند د جوړېدو مخنیوی وکړي.
د ۱۳۵۱ز کال د تړون له مخې افغانستان اړ دی چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعب او په کال کې ۸۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ورکړي. دغه تړون د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د دواړو اړخونو د لومړيو وزیرانو له خوا لاسلیک شوی دی.
د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو پر سر تاوتریخوالی یوه کړکېچنه تاریخي موضوع ده چې وخت ناوخت یې پر سر ناندرې راپېدا شوي دي. په دې وروستیو کې ایراني چارواکو څو ځله له طالبانو وغوښتل چې د ۱۳۵۱ ل کال تړون پر ځای کړي. طالبان بیا یاد تړون مني خو وايي چې ایران ته د هلمند د اوبو د نه رسېدو لامل وچکالي او د اوبو نشتوالی دی.
تسنیم خبري اژانس؛ چې سپاه پاسداران ته نېږدې اژانس ګڼل کیږي، د هلمند پر سیند د افغانستان او ایران د ادعا په اړه په یوه ځانګړي راپور کې ادعا کړې، چې د هلمند سیند د اوبو د کمښت یا نه شتون په اړه د طالبانو ادعا په بشپړ ډول بې بنسټه ده.
دې خبري اژانس طالبان د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو بې وفا چارواکي بللي او لیکلي یې دي چې شواهد، فضايي او د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې سږ کال د کجکي بند د اوبو د زېرمو حجم د تېرو کلونو په پرتله ډېر دی او د دې اوبو یوه برخه د کمال خان بند په کاسه کې ډنډ ولاړې دي.
یاد خبري آژانس د هلمند پر سیند د کجکي او کمال خان د دوو لویو بندونو جوړول، د دې سیند د اوبو د بندولو لامل ګڼلی او لیکلي یې دي چې دا د هلمند د اوبو بندېدو لوی لامل دی چې ایران ترې بې برخې دی.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر کړکېچ؛ په داسې حال کې زیات شوی چې په سیستان - بلوچستان کې اوبه کمې شوي دي. د ایران د ولسمشر په ګډون ګڼو ایراني چارواکو طالبانو ته د حقابې د تامین په اړه خبرداری ورکړی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي د اپریل په وروستیو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته جدي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې طالبان باید دا خبرداری جدي ونیسي "بیا وروسته شکایت ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي."
طالبانو بیا ایراني چارواکوته په اشارې ویلي دي چې ایراني چارواکي دې د حقابې په اړه پر طالبانو له رسمي انتقادونو ډډه وکړي.

نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې او ارزونې په راپور کې وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د یوه کال په پرتله انفلاسیون منفي و، د توکو تقاضا کمه مګر عرضه یې زیاته وه او له پنځوس سلنې زیاتې افغان کورنۍ د خپلو ورځنیو لګښتونو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وې.
دغه بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپله وروستۍ ارزونه کې ویلي چې د روان کال تر مې میاشتې پورې د انفلاسیون کچه ۲.۸۳ سلنه راټیټه شوې ده. نړۍوال بانک د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د نارسمي معلوماتو پر اساسپه افغانستان کې د انفلاسیون د کچې د دغه کمښت په اړه لیکلي چې د ۲۰۲۰ز کال په لومړۍ نیمايي کې د نړۍوالو توکو د بیو د ټکان او د خوراکي توکو په عرضه کې د خنډ له امله په هېواد کې انفلاسیون لوړ شو.
راپور لیکي چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړۍ نیمايي کې په نړۍوالو بیو کې کموالی او د افغانۍ د ارزښت ساتل د کورنیو بیو په ځانګړي ډول د خوراکي او سون توکو د بیو د راټیټېدو لامل شوي دي. دغه راز د دغې ارزونې له مخې پر وارداتي خوراکتوکو د ګمرکي تعرفو د پام وړ کمښت هم د بيو په راټيټېدو کې ونډه لرلې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر په یوه بیان کې د دغه راپور هرکلی کړی او لیکلي یې دي: «د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو، په راپور کې ذکر شوي مثبت مسایل یو حقیقت دی او په همدې اساس نړۍوالو ته ټول پرمختګونه روښانه دي او باید سترګې ترې پټې نه شي."
نړۍوال بانک په خپل راپور کې لیکلي چې د هېواد په لویو بازارونو کې لا هم د اړتیا وړ خوراکي او نور توکي په کافي اندازه شته؛ خو د دې ارزونې له مخې یې تقاضا تر پخوا کمه شوې ده. له همدې امله د تقاضا کمښت هم د نرخونو د راټيټېدو لامل شوی دی.
خو د څارنې د سروې د دریم پړاو د لومړنیو پایلو له مخې، راپور ټینګار کوي چې له دې ټولو عواملو سره-سره په اوسني وضعیت کې تر نیمايي زیاتې افغان کورنۍ لا هم د خپل ژوند د ساتلو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي او دوی په زیاتیدونکې توګه په نړۍوالو مرستو او بهرنیو حوالو متکي دي.
نړۍوال بانک په خپل راپور کې د افغانیو د ارزښت لوړېدو ته په اشارې لیکلي چې د ۲۰۲۲ ز کال د همدې مودې په پرتله د ۲۰۲۳ ز کال له جنورۍ تر مې میاشتې پورې د سوداګرۍ کسر یو میلیارد ډالر ډېر شوی دی.
راپور لیکي چې د معلوماتو د کمښت له امله د یاد ښه والي لاملونه نه دي روښانه؛ خو په راپور کې راغلي چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د نرخ لوړېدل د دې ښکارندویي کوي چې ښايي د ډالرو پر وړاندې د نغدو پېسو له حوالې پرته نورې نامعلومې مالي سرچینې هم وي.
همدارنګه د څارنې د خپلواکې ادارې لخوا د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ چې ارزونه یې ترسره کړې خصوصي شرکتونو د ۲۰۲۳ز کال په جون میاشت کې خپلو بانکي زیرمو ته ښه لاسرسی درلود. نړۍوال بانک د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دې ښه والي لا ډېر تفصیل وړاندې کړی دی.
نړۍوال بانک په خپل راپور کې له ۱۲۰۰ نارینه او ۳۵۰ښځینه دولتي کارکوونکو سره د ټیلیفوني مرکو پر بنسټ ویلي چې نږدې ټولو یې په همدې میاشت کې معاشونه ترلاسه کړي دي. د دې راپور له مخې د دغو کارمنانو شاوخوا ۹۰ سلنه ویلي چې دوی ته خپل معاشونه د بانکي حسابونو له لارې رسېدلي دي. خو د دغو کسانو له ډلې ۵۱ سلنه وګړو یې ویلي چې د معاشونو په ترلاسولو کې له ستونزو سره مخ دي.
ځواب ویونکو معمولاً په بانکونو کې د ګڼې ګوڼې او ټیټ کیفیت بانکنوټونو په اړه شکایت کړی او په ورته وخت کې ځینو د معاشونو اخیستو پر مهال د دوی د پیسوله محدودې ورکړې ناخوښي څرګنده کړې.
د صادراتو د عوایدو په برخه کې د نړۍوال بانک د ارزونې له مخې د ۲۰۲۳ز مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ټولټال ۶۳ میلیارده افغانۍ راټول شوي عواید چې د تېر مالي کال تر همدې مودې ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي .
د دې ودې اصلي لامل سرحدي مالیات؛ لکه ګمرکي محصول او سوداګریز مالیات دي چې د ۲۰۲۲ ز مالي کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله ۲۳ سلنه زیات شوي دي.
د راپور له مخې؛ په دې موده کې د طالبانو د ګمرکونو ریاست شاوخوا ۶۰ سلنه عواید راټول کړي چې لویه برخه یې د ایران او پاکستان له سرحدي بندرونو څخه دي.
د طالبانو د دغې ارزونې له مخې؛ د تېر کال په پرتله د طالبانو له خوا د کورنیو عوایدو په راټولولو کې اوه سلنه زیاتوالی راغلی دی. د کورنیو عوایدو زیاتوالی تر ډېره د کانونو د پلور او د پاسپورټ د فیس د زیاتوالي له امله دی.
د راپور له مخې د ۲۰۲۳ ز کال د فبروري راهیسې بېړنۍ روغتیا ته د رسېدنې په برخه کې ۱۳ سلنه ښه والی راغلی او د ۲۰۲۲ز کال له جنورۍ راهیسې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو په مرسته شاوخوا یو میلیون د زېږون پېښې ثبت شوې دي.
