• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلاول بوټو طالبانو ته: افغانستان کې د ترهګرو پرضد ګام پورته کړئ

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۲۲:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې پریکنده اقدام وکړي او تر څنګ يې له پاکستان سره د خبرو اترو په برخه کې مرسته وکړي.

بلاول بوټو د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې ترهګر په پاکستان کې بې ګناه خلک په نښه کوي او طالبانو ته لازمه ده چې له نړۍوالې ټولنې سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

هغه دا هم ویلي چې د دې حساسې مسلې په هوارۍ کې پاکستان چمتو دی چې له خپل ګاونډي هېواد سره مرسته وکړي.

هغه د پاکستان سما نیوز رسنۍ ته ویلي: ((د ترهګرۍ په مخنیوي کې د پاکستان دریځ روښان دی او د افغانستان له موقت حکومت مو غوښتي، چې د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده. ))

هغه زیاته کړې ده، طالبان د ترهګرۍ ضد پوځ او د ترهګرۍ د مهارولو ځواک نه لري، چې له امله يې له ترهګرۍ سره مبارزه پڅه او له ستونزو سره مخامخ ده.

هغه ویلي: (( له ترهګرۍ سره په تېر کې هم موږ او دوی له ګواښ سره مخ و او که يې پر وړاندې مبارزه ونکړو بیا به هم دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قرباني يو، موږ دغې مبارزې ته چمتو یو)).

بلاول بوټو ویلي، د پاکستان لومړنۍ اندېښنه د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي ختمول دي او هېواد یې دې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

ښايي د بلاول بوټو اشاره پاکستاني طالبانو( ټي ټي پي) ته وه، چې پاکستان يې تل د پړې ګوته واکمنو طالبانو ته نیسي.

بلاول بوټو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، هغه ترهګر چې پر دوی بریدونه کوي په افغانستان کې له ناټو ځواکونو پاتې شوې وسلې ورسره دي، ده له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې لپاره روښانه اراده څرګنده کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغان ښځو د زده کړو او اقتصادي پیاوړتیا په اړه د امریکا او قطري استازیو ټینګار

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۵۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت له وزیرې لولو الخاطر سره د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او اقتصادي پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د افغانستان د ښځو او نجونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې هغې له لولوه الخاطر سره د افغان ښځو د تعلیم او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د زمري په لسمه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې لولو الخاطر د قطر په کوربه توب له ټام ویسټ او رینا امیري سره په لیدنه کې د امریکا او طالبانو د ناستو د پایلو او همداراز له افغانستان سره د پوهنې، روغتیا او اقتصاد په برخو کې د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

د زمري میاشتې په اتمه او نهمه نېټه په دوحه کې د امریکا استازو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او له مل پلاوي سره یې کتلي وو.

د ایران په زندانونو کې د افغانانو اعدامول

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د همه نګاو په نامه د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې د جولای په میاشت کې یعنې د چنګاښ له لسمې څخه د زمري تر نهمې نېټې پورې د ایران په زندانونو کې ۶۱ تنه اعدام شوي چې څلور تنه یې افغانان وو.

د حالوش په نوم یوې رسنیزې ‌‌‌‌‌‌ډلې هم ویلي< چې په تېرو دوو ورځو کې یوولس تنه بلوڅان او یو افغان په ایران کې اعدام شوي دي.

د هه نګاو د بشري حقونو سازمان د راپور له مخې د بهبهان د سیمې اوسیدونکی بندي هم د سه شنبې پر ورځ د اسد په لسمه نېټه د شیبان اهواز په زندان کې اعدام شو.

د هه نګاو د راپور له مخې د مسعود اسحاق ‌زي په نوم یو افغان د سه شنبې پر ورځ د نشه یی توکو د جرمونو په تور اعدام شوی دی.

حال‌وش د اعدام د حکم د اجرا کولو پر څرنګوالي ټينګار کړی او وایي، چې یو لړ ګډ موارد لکه د قانون ماتول او په قضایي روال کې نا څرګندتیاوې هغه څه دي چې د دغو کسانو د اعدامولو په حکمونو کې له ورایه څرګند ښکاري.

تر دې وړاندې به هرکال د محرم په میاشت کې د اعدامونو کچه راټیټېدله، خو د حال وش په وینا روان کال د محرم په میاشت کې اعدامونه په ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه توګه ترسره شوي دي.
دغې رسنۍ دا رنګه «د بلوڅانو د اعدامولو د زیاتوالي بهیر، د ټولنې، ځواکمنو هېوادونو، نړۍوالې ټولنې او هغو رسنیو چې ګڼ کتونکي لري»په چوپتیا اندېښنه ښودلې ده.
د ایران اسلامي جمهوريت تېره میاشت هم هغه دوه تنه افغانان پر دار ځړولي وو چې پر هغوی د شاه چراغ پر زیارت د برید تور پورې شوی و.

په سپوږمۍ کې د افغان نجونو د ښوونځي لپاره د ځمکې اخیستنه

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د وسیم شینواري په نوم یو افغان ځوان چې اوس په اسپانیا کې مېشت دی، د لومړي ځل لپاره یې د انټرنشنل لونرلېنډ له کمپنۍ څخه په سپوږمۍ کې د افغان نجونو د ښوونځي لپاره ځمکه واخیسته.

وسیم شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه ځمکه یې له انټرنشنل لونرلېنډ کمپنۍ څخه په سپوږمۍ کې د افغان نجونو په نوم اخیستې ده، ځکه چې پر ځمکه افغان نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

همدار رنګه وسیم شینواری وايي، غواړم په دې کار سره د نجونو د زده کړو په اړه د نجونو د هیلو د ژوندي ساتلو، او نړۍ ته د افغان نجونو د زده کړو د بندیز پیغور ورکړم.



ګرینفلېډ: د افغانستان د وضعیت ارزونه به تر نورو هغو لومړیتوب ولري

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۳۲ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د افغان مېرمنو روان وضیعت ته په اشارې ویلي، چې پر طالبانو به د فشارونو لړۍ دوام ولري.

هغې د افغانستان انټرنشنل همکارې مریم رحمتي ته ویلي، د اګست په میاشت کې چې د امنیت شورا مشري امریکا ته سپارل شوې د افغانستان د وضعیت ارزونه به تر نورو هغو لومړیتوب ولري.

مېرمن ګرینفلېډ د ګوتو په شمېر امریکایي چارواکو او ډېپلوماټانو څخه یوه ده، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چال چلند رغنده او تندې نېوکې کوي.
هغه چې د اګسټ په میاشت کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا دوره یي مشره شوې، ژمنه یې کړې چې له بشري حقونو څخه سرغړونې به د امنیت شورا په غونډو کې وڅاري.
هغې د ملګرو ملتونو په سازمان کې جوړې شوې خبري ناستې ته وویل «باید افغان نجونو ته ښوونځيو ته د تلو او مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي.»

په ملګرو ملتونو کې امریکایي سفیرې په زغرده دا خبره غبرګه کړه، چې امریکا طالبان په رسمیت نه پيژني.

د امریکا د سفیرې دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې په دوحه کې له طالب پلاوي سره د افغانسنان د ښځو په چارو کې د امریکا د استازې رینا امیري لیدو کاتو ګڼ ناندرییز بحثونه راپارولي دي. اغلې امیري په یو لړ ټویټونو کې په دوحه کې له طالبانو سره د لیدو کتو ننګه کړې وه.
یو شمېر نیوکه کوونکي وایي، چې په دغو ناستو پاستو سره د طالبانو په دریځ او سیاست کې بدلون نه شي راتلای او بر عکس دغسې ناستې پاستې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ته مشروعیت وربخښلی شي.

د افغان ښځو د ژغورنې غورځنګونو ټلوالې د سه شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په ټويټر کې يوه خبرپاڼه خپره کړه او ليکلي يې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې مخامخ ناستو افغان ولس ته هېڅ لاسته راوړنه نه لرله او يوازې د دې لامل شوی چې د ظلم او جنسیتي تبعیض لرونکي رژیم ته مشروعیت ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې له طالبانو سره به د ښځو د حقونو د وضعیت، له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرو ته دوام ورکړي. د دغه وزارت په وینا، د دوحې په غونډه کې د مېرمن امیري په ګډون امریکايي استازو په افغانستان کې د بشري حقونو پر ناوړه وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

د اعتراض کوونکو ښځو ډله له طالبانو سره پر خبرو ټینګار يوازې دغې ډلې ته لابي کول ګڼي.

دغو مېرمنو څه موده وړاندې هم په یوه خبري غونډه کې د افغان ښځو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي پر کړنو نیوکې کړې وې او د هغې د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې وه. د دغه غورځنګ غړو ویلي، چې"رینا امیری د طالبانو لخوا د ښځو په بشپړه توګه لرې کولو په غبرګون کې یواځې په ټویت بسنه کړې.

پر رینا امیري له پراخو نیوکو وروسته هغې په ټويټر کې د لوستونکو د تبصرو برخه تړلې ده.

د افغان اعتراضي خوځښتونو ټلواله د عدالت او ازادۍ غورځنګ، د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ، د یووالي او پیوستون ټیم، د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ، د تخار د ښځو غورځنګ او د افغان ښځو له انقلابي غورځنګ څخه جوړه ده.

افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته دغو ډلو څو ځلې د کابل او ځینو ولایتونو په واټونو کې د طالبانو د سیاستونو پر ضد لاريونونه کړي وو.

متقي د ځینې هېوادونو ډيپلوماټانو ته: په کابل کې خپل ماموریت پیل کړئ

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځینې هېوادونو له استازو او ډيپلوماټانو سره لیدنه کې له دوی غوښته کړې، چې له بهر د کار پر ځای په کابل کې خپل ماموریت پیل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند خپل ټوېټر کې لیکلي، چې دغه لیدنه د امریکا، بریتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او کاناډا له استازو سره شوې ده.

حافظ ضیا احمد تکل زیاتوي، چې ښاغلي متقي له دې استازو وغوښتل چې «افغانستان ته راشئ او واقعیتونه له نږدې وګورئ.»

د ښاغلي تکل په خبره، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې د دې ډلې د حکومت د تېرو دوو کلونولاسته راوړنې هم یادې کړې او زیاته یې کړه چې طالبانو «د ستونزو سره سره په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.»
د پخواني افغان حکومت پرځېدو او د طالبانو په واکمنیدو پسې له افغانستان ډېری ډیپلوماټیکې استازولۍ ووتلې او ځینې هغو خپل افغان ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې پیل کړ.

امیرخان متقي له تېرې شنبې راهیسې دوحه کې دی. نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړو استازو ټام وېسټ او رینا امیري سره هم دوه ورځنۍ خبرې درلودې.