• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځو د زده کړو او اقتصادي پیاوړتیا په اړه د امریکا او قطري استازیو ټینګار

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۵۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت له وزیرې لولو الخاطر سره د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او اقتصادي پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د افغانستان د ښځو او نجونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې هغې له لولوه الخاطر سره د افغان ښځو د تعلیم او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د زمري په لسمه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې لولو الخاطر د قطر په کوربه توب له ټام ویسټ او رینا امیري سره په لیدنه کې د امریکا او طالبانو د ناستو د پایلو او همداراز له افغانستان سره د پوهنې، روغتیا او اقتصاد په برخو کې د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

د زمري میاشتې په اتمه او نهمه نېټه په دوحه کې د امریکا استازو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او له مل پلاوي سره یې کتلي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران په زندانونو کې د افغانانو اعدامول

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د همه نګاو په نامه د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې د جولای په میاشت کې یعنې د چنګاښ له لسمې څخه د زمري تر نهمې نېټې پورې د ایران په زندانونو کې ۶۱ تنه اعدام شوي چې څلور تنه یې افغانان وو.

د حالوش په نوم یوې رسنیزې ‌‌‌‌‌‌ډلې هم ویلي< چې په تېرو دوو ورځو کې یوولس تنه بلوڅان او یو افغان په ایران کې اعدام شوي دي.

د هه نګاو د بشري حقونو سازمان د راپور له مخې د بهبهان د سیمې اوسیدونکی بندي هم د سه شنبې پر ورځ د اسد په لسمه نېټه د شیبان اهواز په زندان کې اعدام شو.

د هه نګاو د راپور له مخې د مسعود اسحاق ‌زي په نوم یو افغان د سه شنبې پر ورځ د نشه یی توکو د جرمونو په تور اعدام شوی دی.

حال‌وش د اعدام د حکم د اجرا کولو پر څرنګوالي ټينګار کړی او وایي، چې یو لړ ګډ موارد لکه د قانون ماتول او په قضایي روال کې نا څرګندتیاوې هغه څه دي چې د دغو کسانو د اعدامولو په حکمونو کې له ورایه څرګند ښکاري.

تر دې وړاندې به هرکال د محرم په میاشت کې د اعدامونو کچه راټیټېدله، خو د حال وش په وینا روان کال د محرم په میاشت کې اعدامونه په ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه توګه ترسره شوي دي.
دغې رسنۍ دا رنګه «د بلوڅانو د اعدامولو د زیاتوالي بهیر، د ټولنې، ځواکمنو هېوادونو، نړۍوالې ټولنې او هغو رسنیو چې ګڼ کتونکي لري»په چوپتیا اندېښنه ښودلې ده.
د ایران اسلامي جمهوريت تېره میاشت هم هغه دوه تنه افغانان پر دار ځړولي وو چې پر هغوی د شاه چراغ پر زیارت د برید تور پورې شوی و.

په سپوږمۍ کې د افغان نجونو د ښوونځي لپاره د ځمکې اخیستنه

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د وسیم شینواري په نوم یو افغان ځوان چې اوس په اسپانیا کې مېشت دی، د لومړي ځل لپاره یې د انټرنشنل لونرلېنډ له کمپنۍ څخه په سپوږمۍ کې د افغان نجونو د ښوونځي لپاره ځمکه واخیسته.

وسیم شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه ځمکه یې له انټرنشنل لونرلېنډ کمپنۍ څخه په سپوږمۍ کې د افغان نجونو په نوم اخیستې ده، ځکه چې پر ځمکه افغان نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.

همدار رنګه وسیم شینواری وايي، غواړم په دې کار سره د نجونو د زده کړو په اړه د نجونو د هیلو د ژوندي ساتلو، او نړۍ ته د افغان نجونو د زده کړو د بندیز پیغور ورکړم.



ګرینفلېډ: د افغانستان د وضعیت ارزونه به تر نورو هغو لومړیتوب ولري

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۳۲ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د افغان مېرمنو روان وضیعت ته په اشارې ویلي، چې پر طالبانو به د فشارونو لړۍ دوام ولري.

هغې د افغانستان انټرنشنل همکارې مریم رحمتي ته ویلي، د اګست په میاشت کې چې د امنیت شورا مشري امریکا ته سپارل شوې د افغانستان د وضعیت ارزونه به تر نورو هغو لومړیتوب ولري.

مېرمن ګرینفلېډ د ګوتو په شمېر امریکایي چارواکو او ډېپلوماټانو څخه یوه ده، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چال چلند رغنده او تندې نېوکې کوي.
هغه چې د اګسټ په میاشت کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا دوره یي مشره شوې، ژمنه یې کړې چې له بشري حقونو څخه سرغړونې به د امنیت شورا په غونډو کې وڅاري.
هغې د ملګرو ملتونو په سازمان کې جوړې شوې خبري ناستې ته وویل «باید افغان نجونو ته ښوونځيو ته د تلو او مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي.»

په ملګرو ملتونو کې امریکایي سفیرې په زغرده دا خبره غبرګه کړه، چې امریکا طالبان په رسمیت نه پيژني.

د امریکا د سفیرې دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې په دوحه کې له طالب پلاوي سره د افغانسنان د ښځو په چارو کې د امریکا د استازې رینا امیري لیدو کاتو ګڼ ناندرییز بحثونه راپارولي دي. اغلې امیري په یو لړ ټویټونو کې په دوحه کې له طالبانو سره د لیدو کتو ننګه کړې وه.
یو شمېر نیوکه کوونکي وایي، چې په دغو ناستو پاستو سره د طالبانو په دریځ او سیاست کې بدلون نه شي راتلای او بر عکس دغسې ناستې پاستې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ته مشروعیت وربخښلی شي.

د افغان ښځو د ژغورنې غورځنګونو ټلوالې د سه شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) په ټويټر کې يوه خبرپاڼه خپره کړه او ليکلي يې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې مخامخ ناستو افغان ولس ته هېڅ لاسته راوړنه نه لرله او يوازې د دې لامل شوی چې د ظلم او جنسیتي تبعیض لرونکي رژیم ته مشروعیت ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې له طالبانو سره به د ښځو د حقونو د وضعیت، له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرو ته دوام ورکړي. د دغه وزارت په وینا، د دوحې په غونډه کې د مېرمن امیري په ګډون امریکايي استازو په افغانستان کې د بشري حقونو پر ناوړه وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

د اعتراض کوونکو ښځو ډله له طالبانو سره پر خبرو ټینګار يوازې دغې ډلې ته لابي کول ګڼي.

دغو مېرمنو څه موده وړاندې هم په یوه خبري غونډه کې د افغان ښځو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي پر کړنو نیوکې کړې وې او د هغې د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې وه. د دغه غورځنګ غړو ویلي، چې"رینا امیری د طالبانو لخوا د ښځو په بشپړه توګه لرې کولو په غبرګون کې یواځې په ټویت بسنه کړې.

پر رینا امیري له پراخو نیوکو وروسته هغې په ټويټر کې د لوستونکو د تبصرو برخه تړلې ده.

د افغان اعتراضي خوځښتونو ټلواله د عدالت او ازادۍ غورځنګ، د ښځو د خپلواکۍ غورځنګ، د یووالي او پیوستون ټیم، د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ، د تخار د ښځو غورځنګ او د افغان ښځو له انقلابي غورځنګ څخه جوړه ده.

افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته دغو ډلو څو ځلې د کابل او ځینو ولایتونو په واټونو کې د طالبانو د سیاستونو پر ضد لاريونونه کړي وو.

متقي د ځینې هېوادونو ډيپلوماټانو ته: په کابل کې خپل ماموریت پیل کړئ

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځینې هېوادونو له استازو او ډيپلوماټانو سره لیدنه کې له دوی غوښته کړې، چې له بهر د کار پر ځای په کابل کې خپل ماموریت پیل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند خپل ټوېټر کې لیکلي، چې دغه لیدنه د امریکا، بریتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او کاناډا له استازو سره شوې ده.

حافظ ضیا احمد تکل زیاتوي، چې ښاغلي متقي له دې استازو وغوښتل چې «افغانستان ته راشئ او واقعیتونه له نږدې وګورئ.»

د ښاغلي تکل په خبره، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې د دې ډلې د حکومت د تېرو دوو کلونولاسته راوړنې هم یادې کړې او زیاته یې کړه چې طالبانو «د ستونزو سره سره په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.»
د پخواني افغان حکومت پرځېدو او د طالبانو په واکمنیدو پسې له افغانستان ډېری ډیپلوماټیکې استازولۍ ووتلې او ځینې هغو خپل افغان ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې پیل کړ.

امیرخان متقي له تېرې شنبې راهیسې دوحه کې دی. نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړو استازو ټام وېسټ او رینا امیري سره هم دوه ورځنۍ خبرې درلودې.

طالبانو د همېشه بهار راډیو- تلویزون خپرونې وتړلې

۱۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۴ GMT+۱

په ننګرهار کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ وروسته له هغې چې په رسنیو کې د طالبانو له خوا پر همېشه بهار راډیو- تلویزون د حملې خبر خپور شو، طالبانو د دغې رسنۍ خپرونې بندې کړې.

د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې طالبان د دغې شبکې دفتر ته ورننوتي او د خبریالانو روزنیز کورس یې تړلی چې ښځینه هم پکې وې. عیني شاهدان وايي چې طالبانو د روزنیز کورس ګډونوال ګواښلي او د همېشه بهار راډیو- تلویزون کارکوونکي یې ډبولي دي.

سرچینه زیاتوي چې طالبان د دغه خبر په خپرېدو ناخوښي دي نو ځکه یې د همېشه بهار راډیو- تلویزون خپرونې وځنډولې.

دا ګډ روزنیز ورکشاپ په داسې حال کې جوړیږي چې طالبانو د واک ته له رسېدو وروسته د ښځو پر زده کړو او یو شمېر فعالیتونو بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو یو شمېر غړو په ټولنیزو شبکو کې د ښځینه خبریالانو روزل د طالبانو له امر څخه سرغړونه بللې او ګواښ یې کړی که چېرې بیا دا سرغړونه تکرار شي عملي کوونکي به یې له سختې سزا سره مخ شي.

په ورته وخت کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نۍ) یاده پېښه غندلې او د طالبانو دا چلند یې غېر اصولي او د بیان پر ازادۍ یو فشار یاد کړی دی.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د زمري په میاشت کې طالبانو د همېشه بهار راډیو- تلویزون مشر اتل ستانکزی د یوې ورځې لپاره بندي کړی و.