د اېلان ماسک او مارک زوکربرګ مسابقه به پر ټویټر په ژوندۍ بڼه خپره شي

د ټویټر(X) شبکې مالک اېلان ماسک نن یکشنبه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي؛ چې د فیسبوک له مشر مارک زوکربرګ سره کېدونکې د رزمي لوبو مسابقه به یې پر ټویټر په ژوندۍ بڼه خپره شي.

د ټویټر(X) شبکې مالک اېلان ماسک نن یکشنبه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي؛ چې د فیسبوک له مشر مارک زوکربرګ سره کېدونکې د رزمي لوبو مسابقه به یې پر ټویټر په ژوندۍ بڼه خپره شي.
که څه هم د دغې مسابقې نېټه نه ده ټاکل شوې خو که چېرې دا دواړه میلیاردران سره مخامخ کېږي نو د ماسک په خبره چې ګټه به یې د پخوانیو سرتېرو خیریه بنسټونو ته ورکوي.
د روان کال په چنګاښ میاشت کې اېلان ماسک د فیسبوک مالک مارک زوکربرګ ننګولی و چې له ده سره رزمي مسابقه وکړي او مارک هم منلې وه.
ماسک مني چې د رزمي لوبو کوم ځانګړی تمرین نه لري؛ مګر زوکربرګ د روان کال په غبرګولي کې د جوجیټسو یوه مسابقه لرله چې خپل حریف یې مات کړی و.
اېلان ماسک د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ایکس شبکې کاروونکي د دغې مسابقې د موخې په اړه کړې وه، لیکلي:«دا د جګړې متمدن شکل دی او نارینه جنګ خوښوي».


په داسې حال کې چې سعودي عربستان د کیف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه دی، د اوکراین هوايي ځواک د شنبې په شپه (د اسد ۱۴مه) پر اوکراین د روسي درنو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو اعلان وکړ.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې د روسیې له ۴۰ توغندیو څخه یې ۳۰ او ټولې بې پېلوټه الوتکې رانسکورې کړي دي.
د اوکراین هوايي ځواک اعلان کړی چې دوی د شنبې په ورځ د روسیې ۳۰ کروز توغندي او ۲۷ بې پېلوټه الوتکې د څو بریدونو په ترڅ کې رانسکورې کړي دي.
دوی زیاتوي چې روسیې په وروستي برید کې درې هایپرسونیک توغندي کارولي خو دا څرګنده نه ده چې دوی په دې توانیدلي چې دا توغندي یې ویشتي او که نه؟
رويټرز خبري اژانس د ځايي اوکرايني رسنيو له قوله ويلي؛ چې تېره شپه په دغه بريد کې د غلې دانې(سیلو) د یوې کارخانې کارکوونکی هم ټپي شوی دی. دا سیلو کارخانه د اوکراین په لویدیځه برخه کې موقعیت لري چې د جګړې له لومړۍ کرښې ډېره لېرې ده.
د اوکراین د غلو دانو د ذخیره کولو پر تاسیساتو د روسیې بریدونه د اوکراین د غلو د صادراتو د تړون له پای ته رسېدو راهیسې زیات شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان کړی چې په کوپیانسک کې د وینې د انتقال پر یوه مرکز په برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د شنبې په ماښام وویل چې ژغورونکې ډله د اور په مړ کولو بوخته ده او د روسي ځواکونو دغه بریدونه یې "جنګي جنایت" وباله. زیلینسکي په پېښه کې د تلفاتو د شمېر په اړه جزیات ورنه کړل.
بلخوا روسیه په اوکراین د خپل ټول یرغل په ترڅ کې په قصدي ډول د ملکي وګړي په نښه کول ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې له بریده وروسته زرګونه اوکرایني وګړي وژل شوي او میلیونونه نور یې بې کوره شوي دي.
د اوکراین پر ضد د روسیې د بریدونو له اعلان سره سم؛ د روسیې د ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د مسکو د ونوکوو هوايي ډګر د یکشنبې په ورځ د نامعلومو دلایلو له امله خپل پروازونه وځنډول.
دغه هوايي ډګر پر مسکو د بې پېلوټه الوتکو له بریده وروسته هم د کمې مودې لپاره خپلې الوتنې ځنډولې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شنبې راهیستې د امریکا، چین او هند په ګډون د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي په سعودي عربستان کې دي تر څو د روسیې او اوکراین تر منځ د احتمالي سولې په بنسټیزو اصولو خبرې وکړي.
رویټرز لیکي چې دا دوه ورځنۍ غونډه د اوکراین د ډیپلوماتیکو فشارونو یوه برخه ده چې غواړي د خپلو غربي متحدینو ملاتړ لا را جلب کړي.
د اوکراین ولسمشر مني چې د جدې په غونډه کې د ګډون کوونکو تر منځ اختلافات شته خو د ده په اند نړۍوال نظم باید د قوانینو پر بنسټ برقرار شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې ټاکل شوې د سرېلانکا په کوربتوت د اګسټ له ۲۲مې تر ۲۶ په دغه هېواد کې له پاکستان سره د یوې ورځینۍ لوبو درې سیالۍ ولري.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان نن یکشنبه په یوې خبري غونډې کې وویل چې د دغه ډول لوبو لړۍ د نړۍوال جام لپاره د افغان لوبغاړو د اماده ګۍ یو ښه فرصت دی.
نوموړی زیاتوي چې د پاکستان پر وړاندې په دې سیالیو کې به د لوبډلې مشري حشمت شهیدي کوي، رحمان الله ګربز به وېکټ ساتونکی وي،ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند پکې د لوبغاړو په توګه شامل دي.
د اسدالله خان په خبره چې په لوبډله کې به فرید ملک او شاهد کمال د احتیاطي لوبغاړو په توګه ګډون کوي.
نوموړی وايي چې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې هڅه کړې چې د لوبډلې نیمګړتیاو او د لوبغاړو تخنیکي مهارتونو ته په کتو یوه داسې لوبډله جوړه کړې چې د راتلونکي اسیا جام او نړۍوال جام لپاره یوه هر اړخیزه غښتلې لوبډله اماده شي.
د اسدالله خان په خبره چې د پاکستان پر وړاندې د لوبډلې ټولو غړو مخکې له مخکې په تمریناتي کمپ کې برخه اخیستې او دغه لوبغاړي به په پوره اماده ګۍ له پاکستان سره د سیالۍ میدان ته ښکته شي.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستان سره د پنځوس اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې مخامخ کېږي له دې وړاندې افغانستان او پاکستان د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړې وه.

دغه څېړنه چې د ساینټیفک ريپورټس په ژورنال کې خپره شوې، په ساحل ساتونکو کې د بشرپالو کښتیو شتون د پناه غوښتونکو لپاره "د منلو په معنا" نه ګڼل کېږي. څیړونکي وايي، په سمندر کې د انسانانو د ژوند ژغورلو او د کډوالۍ بهیر ترمنځ هیڅ اړیکه نشته.
د اروپایي ټولنې د سرحدونو آژانس، د تونس او لیبیا ساحل ساتونکو، د کډوالو نړۍوال سازمان او د هالنډ نادولتي موسسو د معلوماتو پر بنسټ؛ د ژغورنې عملیات به له سمندر څخه د کډوالو د تیرېدو د ګواښ په منلو کې هيڅ اغېز ونلري.
په دې څېړنه کې راغلي، د اسعارو بیه، د توکو د بیو لوړوالی، د بیکارۍ کچه، جګړه او د هوا حالات هغه څه دي چې د سمندر له لارې د کډوالو د زیاتوالي لامل شوي دي.
د (InfoMigrant) د راپور له مخې، د برلین د هرټي پوهنتون استاد، جولیان ووچرپفینینګ، په یوه خبري کنفرانس کې وویل، "په سمندر کې د انسانانو د ژوند ژغورلو او د کډوالۍ د بهیر ترمنځ هیڅ اړیکه نشته."
هغه ټینګار وکړ ، چې د لټون او ژغورنې فعالیتونه نشي کولی د خپل هېواد پرېښودو لپاره د خلکو ارادې زیاتې کړي. څېړنه وړاندې کاږي، چې په دغه لاره کېدونکي مرستې یوازې د ژغورنې د هڅو پیاوړتیا لپاره دي، نه په سمندر کې د کډالو د زیاتوالي په موخه.
دا څېړنه په اروپا کې د بشرپالو ډلو د شتون د غندلو لپاره د سخت دریځو د پرله پسې ادعاوو وروسته خپره شوې.
د کډوالۍ ضد ډلې وايي، چې د بشري ژغورونکو کښتیو د کډوالۍ بهیر ګړندی کړی دی او کډوال ډېر ډاډه له پولو تېريږي، دوی دا اندېښنه نه لري چې ګنې له پولو به تېر نه شي، که کښتۍ يې ډوبه هم شي، دوی ژغورل کېږي.

دغه سیمه ییزه حکومتي اداره وایي، ځينې افغانې کورنۍ چې دغه هېواد ته کډوالې شوي دا اونۍ به بې کوره شي. هغه زرګونه افغان کډوال چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته برېټانیا ته کډه شوي، اوس اړ شوي چې له خپلو لنډمهاله استوګنځایونو څخه ووځي.
د ۲۰۲۲ کال په اګست کې کله چې پخوانی نظام ړنګ شو، ګڼ شمېر هغه افغانان چې د بریټانیا له حکومت سره یې کار کاوه، دغه هېواد ته کډه شول.
له دې ډلې څخه زرګونه تنه یې د لنډ مهال لپاره په هغو هوټلونو کې مېشت شول چې لګښت یې د بریتانیا د دولت په غاړه دی. خو له څه مودې راهیسې دغو افغان کډوالو ته ویل شوي چې باید له دغو هوټلونو څخه ووځي.
د برېټانیا سیمه ییزې حکومتي ټولنې ویلي، هغه کسان چې دایمي استوګنځي نه شي میندلای، نو سیمه ییزو ادارو ته دې د بې کوره کسانو په توګه وروپېژندل شي.
د چلمزفورډ ښار د لېبرال ډيموکراټانو د ښاري شورا مشر استفان رابېنسون بي بي سي ته ویلي:« د برېټانیا حکومت سره د وفادارۍ له امله افغانانو ته وړاندیز وشو چې برېټانیا ته راشي.» هغه زیاته کړه دغه کسان له اتلسو میاشتو راهیسې په هوټلونو کې پاتې دي، نور باید له دغو هوټلونو ووځي.
هغه له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ دغه کسان له هوټلونو اېستل کېږي او دا د سیمه ییزو دولتونو دنده ده چې د دوی لپاره دایمي کورونه بیامومي.
رابېنسون ویلي، چې ښاري شورا دمګړۍ په چلمزفورډ کې ۴۳۰ بې کوره کورنۍ لري چې تر دې دمه د هغوی د استوګنځایونو ستونزې نه دي هوارې شوي.

دوو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د اوکراین دوو ډرون کښتیو په تور سمندرګي کې د روسیې جنګي بېړۍ سخته زیانمنه کړې ده. د روسیې دفاع وزارت هم د جمعې په ورځ ومنله چې دوو اوکریني ډرون کښتیو د شپې د دوی پر سمندري اډې د برید هڅه کړې ده.
دغه وزارت په لنډ بیان کې ویلي، چې دا برید یې له اډې بهر اوبو کې شنډ کړی دی، خو خپلې بېړۍ ته د زیان اوښتو په هکله یې څه نه دي ویلي.
اما په اوکراین کې استخبارتي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې په دغه برید کې د روسیې جنګي بېړۍ اولنګورسکي ګورنیاک سخته زیانمنه شوې او نور عملیات نشي کولی.
نوروسیسک بندر کې یوې بلې سرچینې هم رویټرز ته ویلي، چې د روسیې ستره سمندري بېړۍ خرابه شوې او دغه بېړۍ خوځېدلی نه شي نو باید سمندرغاړې ته کش کړل شي.
نوروسیسک چې د نړۍ دوه سلنه تېلو او هم د روسیې د غلو دانو د لېږد مهم بندر دی، له دې پېښې وروسته پکې د بېړیو تګ راتګ د لنډ وخت لپاره ځنډېدلی دی.