د عمران خان د نیولو پر سر د هغه د پلویانو غبرګونونه

د عمران خان پلویانو د هغه له نیول کېدو وروسته د پاکستان په ځینو برخو کې لاریون وکړ. د هغه پلویان په دې باور دي، چې عمران خان له دې امله نیول شوی چې په راتلونکو ټاکنو کې له برخې اخیستلو پاتې شي.

د عمران خان پلویانو د هغه له نیول کېدو وروسته د پاکستان په ځینو برخو کې لاریون وکړ. د هغه پلویان په دې باور دي، چې عمران خان له دې امله نیول شوی چې په راتلونکو ټاکنو کې له برخې اخیستلو پاتې شي.
دوی وایي، پر ښاغلي خان لا له وړاندې تورونه پورې شوي وو؛ خو چې دټاکنو وخت ته لنډه موده پاتې شوه، نو د هغه د نېول کېدو پرېکړه وشوه، چې دې کار ګڼې پوښتنې راولاړې کړي دي.په همدې حال کې پاکستانی خبریال او د سیاسي چارو شنونکی طاهرخان ولولې کوچۍ ته پر عمران خان د لګېدلو تورونو په اړه داسې وویل:« هغه د خپل واک پر مهال ټول هغه سوغاتونه او ډالۍ چې له بهرنیو هېوادونو او یا هم هغه پيسې چې ده له دغو درکونو تر لاسه کړې وې هغه یې حکومت ته نه دي ښکاره کړې او خپل جېب ته یې اچولې دي. بله خبره دا ده، چې هغه د خپلو جایدادونو او پانګې په اړه هم هغې ځانګړې ادارې ته راپور نه و ورکړی چې په دې برخه کې کار کوي.»طاهر خان زیاته کړه:« د پاکستان د قانون له مخې صدراعظم، وزیران، د پارلمان غړي او نور لوړپوړي چارواکي باید هر کال په دې اړه نوموړې ادارې ته معلومات ورکړي او حتی بانکي حسابونه هم باید دغې ادارې ته وښيي؛ خو عمران خان په ۲۰۱۸, ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال کې دغه راپورونه نه وو ورکړي.»طاهرخان دا رنګه وویل:«له همدې امله د مسلم لیګ یو غړي محسن رانجا په پارلمان کې پر ده دغه تورونه لګولي وو چې هغه دې په ټاکنو کې له برخې اخیستلو محروم کړای شي، د قانون له مخې د پارلمان مشر د هغه د محرومولو واک نه لاره نو دغه خبره یې بیا د ټاکنو کمیسیون ته وړاندې کړې وه او د ټاکنو کمیسیون دغه پریکړه تېر کال د اکتوبر په میاشت کې کړې وه.»په پاکستان کې د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي، که څه هم د محکمې وروستۍ پریکړه په ټاکنو کې د عمران خان د محرومولو یوه هڅه وه، خو دغه ټولې خبرې اوس د یو شک تر بریده کېږي.
ځينې بیا وایي، چې محکمې او قاضیانو په دې برخه کې د نورو ګوندونو په اشارو دغه کار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې شهباز شریف د پارلمان د منحلېدو خبره کړې وه، د پارلمان له ړنګېدو وروسته به حکومت واک موقتې ادارې ته وسپاري او بیا به په پاکستان کې ټاکنې ترسره شي.
د سر پرست حکومت تر جوړېدو وروسته تمه کېږي چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو نېټه اعلان کړي.