• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ بورډ: میلپ پرادیپ کمار میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې نوی روزونکی شو

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۰۶ GMT+۱

هندی میوادا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په موخه په سریلانکا کې د افغان اتلانو له تمریناتي کمپ سره یوځای شوی. میوادا اوس د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ.

ویل کېږي ښاغلي میلپ پرادیپ کمار میوادا له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۵م کال پوري د باروډا او وېسټ زون لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.

نوموړي ۱۱ فرسټ کلاس او ۲۶ لېسټ اې سیالیو کې د وېکېټ کیپر په توګه ۶۷ کېچونه او ۱۲ سټمپونه ترسره کړي دي.

افغان کرېکټ بورډ وايي: «میلپ د روزونکي په توګه د پخې تجربې مخینه لري، هغه د حیدراباد ایالت د کرېکټ ټولنې منتخبې لوبډلې، چهاتیسګړ ایالت سنګ لوبډلې او جمو کشمیر کرېکټ ټولنې سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.»

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په سریلانکا کې په تمرینونو بوخته ده؛ څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د دغه هېواد له هوا سره بلد شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ښځو د ۲۰۲۳ فوټبال نړیوال جام؛ انګلنډ او اسټرالیا نیمه پایلوبې ته ووتل

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د ۲۰۲۳ میلادي کال د ښځو د نړیوال جام په کوارټر فاینل لوبه کې د انګلنډ فوټبال لوبډلې د شنبې په ورځ کولمبیا ته ۱-۲ ماتې ورکړه. همدارنګه په نننیو سیالیو کې د اسټرالیا لوبډلې فرانسې ته د ٦-٧ نتیجې سره ماته ور کړه او نیمه پایلوبې ته ووته.

د انګلنډ او کلمبیا د سیالۍ لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، خو د انګلستان لوبغاړو د دویمې نیمایي په ۶۳مه دقیقېه کې بل ګول وواهه او سیاله لوبډله یې ماته کړه.

د اسټرالیا لوبډلې هم په پنالټي کې د فرانسې ماتولو سره نیمه پایلوبې ته لار برابره کړه.

انګلنډ او اسټرالیا به په نیمه پایلوبه کې سره لوبېږی.

د ښځو نهم نړیوال جام په اسټرالیا او نوي زیلنډ کې روان دی. دې جام کې ۳۲ لوبډلې په اتو ډلو کې سره لوبېږي.

امریکایي قانون جوړوونکو له فیفا غوښتي، افغان ښځينه فوټبال ‌‌‌‌‌‌لوبډله دې په رسمیت وپېژني

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د امریکا د قانون جوړونکو یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې په یوه لیک کې د فیفا له نړیوال بنسټه غوښتي، چې د افغانستان د تبعید شویو ښځينه فوټبال ‌‌‌‌‌‌لوبډله دې په رسمیت وپېژني. دغه ‌‌‌‌‌‌ډله د طالبانو له واکمنېدو وروسته په استرالیا کې لوبېږي.

په تېرو دوو کالو کې طالبانو د افغان مېرمنو خپلواکي او حقونه محدود کړي، چې یو یې هم د نجونو پر زدکړو لګیدلي بندیزونه دي، چې د ملګرو ملتونو له نظره دغه شان کړه، وړه په بشري جنایتو کې راځي.


د قانون جوړونکو دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د امریکا جمهوري غوښتونکي او ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټان دواړه په کې برخه لري له فیفا غوښتي، چې افغان ښځينه لوبډلې (AWT) ته دې اجازه ورکړي چې د خپل هېواد د هغو مېرمنو استازیتوب وکړي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند تېروي.

د هغوی په باور د فیفا دغه ګام به د نړۍ ګوټ، ګوټ ته د نجونو او مېرمنو پيغام ولېږدوي.
د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې د جولای میاشتې په وروستیو کې په یوه لیک کې له فیفا غوښتي وو، چې هغوی دې د خپل هېواد د استازیو په توګه په رسمیت وپېژني.
دغه لیک داسې مهال خپرېږي، چې د ښځينه فوټبال نړیوال جام خپلو وروستیو اونیو ته نږدې شوی دی.

د ښځو د ۲۰۲۳ کال فوټبال نړیوال جام؛ د سویډن او اسپانیا لوبډلې نیمه پای لوبې ته ورسیدې

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د ښځو د فوټبال نړیوال جام په کوارټر پای لوبه کې د جمعې په ورځ دوه لوبې وشوې چې لومړۍ سیالۍ کې د اسپانیا ښځینه فوټبال لوبډلې هالنډ ته ۱-۲ ماتې ورکړه. د سویډن لوبډله هم په دغه ورځ د جاپان لوبډلې ته د ۱-۲ په ورته ماتې سره نیمه پایلوبې ته ووته.

د اسپانیا ښځینه لوبډله اول ځل د دې جام سیالیو نیمه پایلوبې ته وځي.

سوېډن هم د دې اتلولیو نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره جاپان او امریکا چې پخوا یې د دې سیالیو اتلولي هم ګټلې مات او له لوبو و اېستل.

د اسپانیا او سویډن پرمختللې لوبډلې به راتلونکې سې شنبه د سیالیو په نیمه پایلوبه کې له یو بل سره ولوبیږي.

افغان لوبغاړي علي اکبر امیري د نړۍ د تکواندو اتل په ماتولو سره افغان ملي بیرغ پورته کړ

۲۰ زمری ۱۴۰۲ - ۱۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱

افغان تکواندو لوبغاړی علي اکبر امیري د سوېلي کوریا په تکواندو جام کې د ۷۸ کیلوګرامه مثبت وزن سره د کاناډا، قزاقستان، سوېلي کوریا او نایجیر لوبغاړي- چې د نړۍ د تکواندو اتل دی- په ماتولو سره د اتلولۍ پر دریځ پاتې شو. دا سیالۍ به د عمر له پلوه په ۳ ډلبندیو کې د اګسټ تر ۱۴ روانې وي.

علي اکبر امیري د نایجیر لوبغاړي عبدول افسوسو ته ماته ور کړه چې د نړۍ د تکواندو اتل او د برازیل اولمپیک سیالیو نیمه پایلوبه یې ګټلې وه.

دا د افغانستان د تکواندو لومړنی تاریخي مډال دی چې د کوریا د تکواندو ازادو سیالیو کې یې ګټي.

د افغانستان تکواندو ملي لوبډلې اته لوبغاړي دې سیالیو کې ګډون لري.

دې سیالیو کې رامش حسیني نن په ۸۰ کیلوګرامه وزن کې له امریکايي سیال څخه ماته وخوړه او له سیالۍ ووت.

په بله سیالۍ کې هم د تایوان لوبغاړي له رامین امیني سیالي وګټله.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د موزمبیق له لوبډلې سره خپله سیالي مساوي پای ته ورسوله

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د روان کال د فوټسال د لویو وچو جام په سیالیو کې نن سې شنبه افغانستان خپله دویمه لوبه دموزمبیق پر وړاندې وکړه چې دوه د دوه پر وړاندې یاده لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې د لویو وچو جام په سیالیو کې د افغانستان دویمه سیالي د تایلینډ په بنکاک کې وشوه او دواړو لوبډلو د دوه- دوه ګولونو په وهلو سره لوبه مساوي کړي.

افغانستان خپله لومړۍ سیالي د چک جمهوریت د لوبډلې پر وړاندې وکړه چې څلور د څلورو پر وړاندې یاده لوبه هم مساوي پای ته رسېدلې وه.

تر اوسه د افغانستان درېیمه سیالي نه ده معلومه؛ خو د فوټبال فدارسیون وايي، چې د چک جمهوریت او موزمیبق له سیالۍ وروسته به معلومه شي چې افغانستان د سیالیو بل پړاو ته داخليږي او که نه؟

په یاده لوبه کې د افغانستان له اړخه علي امیري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې نېږدې موده مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو کې دویم مقام ګټلی و او موزمبیق د نړۍ د فوټسال په درجه بندۍ کې ۷۴یم او په افریقا کې پنځم ځای لري.