• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذکیه خدادادي د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوه

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۰۹ GMT+۱

ذکیه خدادادي هغه افغانه لوبغاړې ده، چې د اروپا د پاراټکواندو په سیالیو کې اتله شوه. هغې د هالنډ په روټردام کې د اتلولۍ له ګټلو وروسته اوښکې تویولې او افغان مېرمنو ته یې د یوه پیغام له لارې خپل مډال ډالۍ کړ.

اغلې خدادادي د ترکيې د ټکواندو دوو لوبغاړو او د اوکراين يوې لوبغاړې ته په ماتې ورکولو سره د منفي ٤٧ کيلوګرامو په وزن کې د اروپا اتله شوه.

د ټکواندو افغانې لوبغاړې خدادادي لومړۍ لوبه د ترکیې له "بسرا امره" څخه د ۳۲-۲ په پرېکنده پایلې سره وګټله.

بیا هغې د اوکراین ویکټوریا مارچوک ته په ۹-۱۸ماتې ورکړه او د سیالۍ پایلوبې ته ورسېده.
په پایلوبه کې يې د ترکيې د ټکواندو له يوې بلې لوبغاړې "مورسيان ايکنسي" سره مخامخ شوه، که څه هم لوبه ٦-٦ برابره شوه. خو خدادادي د غوره سیالۍ په ترسره کولو او د څاروونکو (داورانو ) د رایو له امله دغه لوبه وګټله او د اروپا اتله شوه.

خدادادي، افغانستان انټرنشنل ته په یوه ېشوي غږیز پیغام کې ویلي: "د مډالونو او جایزو د وېش پر مهال مې ژړل. "ځکه چې زه کډواله یم، زما د هېواد بېرغ په سیالۍ کې نه و او نه هم د سیالۍ په تالار کې د افغانستان ملي سرود وغږول شو."

نوموړې چې د افغانستان د پاراټکواندو د ملي لوبډلې پخوانۍ غړې ده، په بېلابېلو ملي او نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ځلېدلې او څو مډالونه یې ګټلي دي.

خدادادي په خپل اېکس یا پخواني ټوېټر پاڼه کې د اروپا د سرو زرو مډال له ګټلو وروسته لیکلي: "زه د اروپا د اتلولۍ دغه د سرو زرو مډال د خپل هېواد، افغانستان ټولو زړورو نجونو او ښځو ته ډالۍ کوم."

هغې د اېرج جنتي عطايي د یوه شعر په خپرولو سره زیاته کړې: " هر څو دې چې په تبر ووهلم، ټپي نه شوم او غوټۍ شوم."

مېرمن خدادادي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د توکیو د پارالمپیک لوبو کې د ګډون په اړه شکمنه وه، بالاخره له حسین رسولي سره فرانسې ته ولاړه او د توکیو د المپیک د پای په جوړه شوې غونډه کې یې د افغانستان بېرغ پورته کړ.

هغه لومړنۍ افغانه ښځینه لوبغاړې ده، چې د پارا المپیک په سیالیو کې یې ونډه اخېستې ده.

ذکیه خدادادي چې په کیڼ لاس مشهوره ده، لا هم د فرانسې پاسپورت نه لري.

هغه وايي: "زه لومړۍ معلوله افغانه ښځه یم، چې د اروپا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټم."

خدادادي هوډ لري، چې په ټکواندو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو د پارا‌ المپیک په لوبو کې د سرو زرو مډال وګټي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان لپاره د چاپان سفیر: د افغانانو اقتصاد په ټپه ولاړ دی

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۰۱ GMT+۱

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، چې د ښځو پر حقونو دوامداره محدودیت لا ډېرې اندېښنې راپورته کړي دي او هره ورځ د افغانستان ښځې د ټولنیز ژوند فرصتونه له لاسه ورکوي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر له یوې چاپانۍ رسنۍ این ایچ کی انلاین سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره یې د ښځو او بشر حقونو پر محدودیت خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

نوموړی وايي، چې په افغاني ټولنه کې ښځې هره ورځ د خپل ټولنیز ژوند د لرلو فرصتونه له لاسه ورکوي او که طالبان غواړي یو باثبات افغانستان ولري نو اړتیا ده چې له ښځو ملاتړ وکړي.

تاکاشي زیاته کړه: “ما په وار- وار د طالبانو مشرانو ته ویلي؛ که په افغانستان کې ثبات او سوکالي غواړئ له ښځو ملاتړ وکړئ”.

نوموړی ‎وايي، چې د افغانستان خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، بهرنۍ مرستې کمې شوي او اقتصاد یې په ټپه ولاړ دی.

سفیر زیاتوي، چې جاپان د افغان مېرمنو ملاتړ کوي او هیله یې څرګنده کړه، چې طالبان به د ښځو په اړه د نسبتاً نرمې پالیسۍ څخه کار واخلي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له راتلو سره سم په موقت ډول د قطر هېواد ته انتقال شو؛ خو تېر کال یې د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي، مګر لا هم طالبان د ښځو پر وړاندې له سخت دریځ څخه کار اخلی.

نن دوشنبه (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د کاپوهانو یوې ډلې په خپلې اعلامیې کې ویلي، چې د طالبانو د اصلاح فکر ناسم و.

دوی لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ټول شموله حکومت د جوړولو ژمنې نه دي عملي شوي، د پخوانیو دولتي کارکوونکو له بښنې سرغړونه کېږي، په زندانونو کې د شکنجې او ناوړه چلند د مخنیوي لارښوونې له پامه غورځول کېږي، اقلیتونه تر پښو لاندې کېږي او له تبعیض سره مخ کېږي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې طالبان له انساني کرامت څخه د سرغړونې په څېر ظالمانه سزاګانې کاروي؛ لکه: سنګسار، په دورو وهل او تر دېوال لاندې کول، چې د بشري حقونو له نړۍوالو معيارونو سره په ټکر کې دي.

طالبانو په هلمند کې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز ولګاوه

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ، چې په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت رسنیو ته امر کړی چې په هیڅ صورت دې د ښځو غږونه نه خپروي. ویل کېږي، چې د طالبانو دغه حکم د د روانې زمري له میاشتې راهیسې پلې شوی.

په راپور کې راغلي: "دا مهال د بي بي سي ميډیا اکشن برخه د "درملنې" په نوم یو ځانګړی پروګرام لري چې د روغتیا او ناچاودو توکو له امله د ستونزو او ګواښونو په اړه د پوهاوي په برخه کې جوړ شوی، د نوي لارښود له مخې به د هلمند په ازادو رسنیو کې نه خپرېږي. دا خپرونه چې شاوخوا یو نیم ساعت اوږده ده، د دې لارښود له صادرېدو مخکې د سباوون، سکون، غږ او لښکرګاه راډیوګانو څخه خپرېده."

ویل شوي، چې د طالبانو په حکم کې د ښځو په غږ د ژوندۍ او نورو خپرونو وړاندې کول هم شامل دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې او له دغې ډلې یې غوښتي، چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي. دغه بنسټ همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او ازادو رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو رسنیو ته بېلابېلې لارښوونې کړې دي. طالبانو امر کړی، چې ښځې دې په رسنیو کې خپل مخونه پټوي او له نارینه وو سره د مرکې حق نه لري.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو هغوی له پرلپسې اړیکو وروسته هم له موږ سره معلومات شریک نه کړل.

د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام کې دریم مقام وګاټه

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۰۵ GMT+۱

د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې نن په تایلنډ کې د کانټینېنټل یا لویو وچو جام کې میانمار ته د ١-٥ ماتې ور کولو سره دریم مقام خپل کړ او د برنزو مډال یې وګاټه افغان لوبغاړو د لوبې لومړۍ نیمايي کې دوه ګولونه او دویمه نیمايي کې درې ګولونه وکړل.

د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې د روانې زمري میاشتې لومړیو کې د منځنۍ اسیا جام کې ازبکستان او قرغزستان ته ماتې ور کولو سره د دې جام دویم مقام ګټلی و.

افغان لوبډله په دغه بري سره په نړیواله ډلبندۍ کې ۲۳ پوړه بره لاړه او د نړۍ په کچه یې ۷۶ او د اسیا په کچه یې ۱۷ ځای خپل کړ.

افغانستان تر دې سیالیو مخکې په نړیوال جدول کې ۹۹ او په اسیايي جدول کې ۲۳ درجه درلوده.

کرېکټ بورډ: میلپ پرادیپ کمار میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې نوی روزونکی شو

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۲۶ GMT+۱

هندی میوادا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په موخه په سریلانکا کې د افغان اتلانو له تمریناتي کمپ سره یوځای شوی. میوادا اوس د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ.

ویل کېږي ښاغلي میلپ پرادیپ کمار میوادا له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۵م کال پوري د باروډا او وېسټ زون لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.

نوموړي ۱۱ فرسټ کلاس او ۲۶ لېسټ اې سیالیو کې د وېکېټ کیپر په توګه ۶۷ کېچونه او ۱۲ سټمپونه ترسره کړي دي.

افغان کرېکټ بورډ وايي: «میلپ د روزونکي په توګه د پخې تجربې مخینه لري، هغه د حیدراباد ایالت د کرېکټ ټولنې منتخبې لوبډلې، چهاتیسګړ ایالت سنګ لوبډلې او جمو کشمیر کرېکټ ټولنې سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.»

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په سریلانکا کې په تمرینونو بوخته ده؛ څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپر کولا درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د دغه هېواد له هوا سره بلد شي.

د ښځو د ۲۰۲۳ فوټبال نړیوال جام؛ انګلنډ او اسټرالیا نیمه پایلوبې ته ووتل

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د ۲۰۲۳ میلادي کال د ښځو د نړیوال جام په کوارټر فاینل لوبه کې د انګلنډ فوټبال لوبډلې د شنبې په ورځ کولمبیا ته ۱-۲ ماتې ورکړه. همدارنګه په نننیو سیالیو کې د اسټرالیا لوبډلې فرانسې ته د ٦-٧ نتیجې سره ماته ور کړه او نیمه پایلوبې ته ووته.

د انګلنډ او کلمبیا د سیالۍ لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، خو د انګلستان لوبغاړو د دویمې نیمایي په ۶۳مه دقیقېه کې بل ګول وواهه او سیاله لوبډله یې ماته کړه.

د اسټرالیا لوبډلې هم په پنالټي کې د فرانسې ماتولو سره نیمه پایلوبې ته لار برابره کړه.

انګلنډ او اسټرالیا به په نیمه پایلوبه کې سره لوبېږی.

د ښځو نهم نړیوال جام په اسټرالیا او نوي زیلنډ کې روان دی. دې جام کې ۳۲ لوبډلې په اتو ډلو کې سره لوبېږي.