• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د اګسټ په ۱۵ په افغانستان کې د بشپړ اسلامي نظام جوړېدو ته شرایط برابر شول

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۴۳ GMT+۱

پر افغانستان د خپلې واکمنۍ د دوهم کال په مناسبت، طالبانو په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د اګست په ۱۵ مه یوه "مشکله" لاره په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او په افغانستان کې د "بشپړ اسلامي نظام د ټینګښت" زمینه برابره شوه.

طالبانو ویلي چې اوس ټول مسایل له شرعي زاویې څېړل کېږي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د کابل له سقوط وروسته، چې د ۱۴۰۰ کال د اسد له ۲۴ سره سمون خوري، واک ته ورسېدل او په تدریجي ډول یې د حکومتولۍ او ټولنیزو فعالیتونو په ډګر کې د خپلې خوښې اسلامي مفکورې په پلي کولو پیل وکړ.

دې ډلې په ټولنه کې د ښځو پر زیاترو فعالیتونو بندیز لګولی دی، چې پکې تعلیم او کار هم شامل دي. رسنۍ په پراخه کچه تر فشار لاندې دي او معیاري قضايي سیسټم نشته.

د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د ټولنې بېلابېل پاړکي د بې وزلۍ او امنیتي ګواښونو د پراخېدو له امله لرې او نږدې هېوادونو ته کډه شوي.

خو دغې ډلې په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د اګست په ۱۵مه د طالبانو په واکمنۍ سره د اسلامي نظام په جوړېدو "د مجاهد ولس غوښتنې" پوره شوې.

د طالبانو له دې ادعاوو سره سره یو شمېر عالمانو او اسلامي هېوادونو د طالبانو ځینې کړنې د اسلامي ارزښتونو خلاف او غیر انساني بللې دي.

طالبانو ویلي چې دغه ډله د خپل مجاهد ملت د ریښتینې استازې په توګه په افغانستان کې د "بشپړ" اسلامي نظام د رامنځ ته کولو لپاره د اسانتیاوو برابرولو توان لري.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «د اشغال او نړیوالو په مقابل کې زموږ فتحه او د مؤمن ولس د شل کلن جهاد بریا هغه حقیقت دی چې نه یوازې افغان ملت، بلکې ټول اسلامي امت ته یې د ویاړ احساس ورکړی دی.»

اعلامیه زیاتوي چې طالب مشران د "شریعت په چوکاټ کې" د ملت خدمت ته چمتو دي " او هیڅ یرغلګر ته اجازه نه ورکوي چې د هیواد خپلواکي او ازادي له ګواښ سره مخ کړي.

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې یې هر اړخیز امنیت تامین کړی دی.

په داسې حال کې چې طالبان د اګست ۱۵مه لمانځي او دغه ورځ یې د عمومي رخصتي په توګه اعلان کړې، په بهر او ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو د اسد ۲۴مه د "تورې ورځې" په توګه ماتم بللې ده.

پر دې سربېره افغانانو د اګست پر ۱۵مه د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه وکړل او د طالبانو پر تګلارو يې نيوکې وکړې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي په خوست کې پرونۍ چاودنه غندلې ده

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست ښار کې پرونۍ چاودنه غندلې ده. تېره ورځ د خوست ښار په یوه هوټل کې د چاودنې له امله پنځه تنه وژل او اته نور ټپيان شول.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن سې شنبه ( اسد ۲۴ مه ) په خپل ټویټر کې د خوست پرونی برید تروریستي عمل، بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی.

تېره ورځ د طالبانو خوست ولایت مقام په اعلامیه کې ادعا کړې وه چې وژل شوي او ټپیان وزیرستاني کډوال او د خوست اوسیدونکي دي.

حامد کرزي په خپل ټویټ کې په دغه چاودنه کې د زیانمنو کورنیو سره غمرازي کړې ده.

طالبانو ویلي وو چې د دې چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې کوي خو تراوسه له دغې پيښې څخه ۲۴ ساعته تیریږي خو د طالبانو د څیړونو درک نه لکیږي.

له بريد څخه څو دقیقې وروسته پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خوست کې یې د یو هوايي برید په پایله کې پاکستاني طالبان وژلي دي.

دغه سرچینه زیاتوي، په یاد برید کې د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر د ډلې څلور مهم قومندانان وژل شوي دي.

پاکستان تر اوسه په رسمي ډول د دغه برید د موخې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانګزي ویلي وو، چې د افغانستان فضا اشغال ده.

یادو طالب چارواکو پاکستان ته په اشارې زیاته کړې وه، چې دغه بریدونه د پاکستان له خاورې ترسره کیږي او دوی به یې پر وړاندې چپ پاتې نه شي.

د طالب چارواکو له تندو څرګندونو وروسته هم په کونړ ، پکتیکا او خوست ولایتونو د پاکستاني ځواکونو له خوا د بې پېلوټه الوتکو او راکټي بریدونه ترسره شول خو طالبان یې پر وړاندې خاموش پاتې شول.

څو اونۍ وړاندې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی و، چې دوی به د پاکستان ضد وسلوال په افغانستان کې دننه په نښه کړي.

د خوست له پروني برېد څخه ۲۴ ساعتونه تېریږي خو طالبانو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د ازادۍ په ورځ د پاکستان له لوري په خوست کې د شوي برید تر شا څه کیسه ده؟

۲۴ زمری ۱۴۰۲ - ۱۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پاکستان له لوري د افغانستان پر خوست او کونړ ولایتونو کې دوه ځله هوایي بریدونه شوي دي. لومړی برید د تېر کال د اپریل په ۱۶مه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په څلورو کلیو کې وشو او شاوخوا ۴۰ کسان په کې ووژل شول.

په دغه سیمو کې د وزیرستان له جګړو کډه شوي کورنۍ میشتې وې او مرګ ژوبله هم دغه کډوالو ته اوښتې وه.
همدارنګه په همدې شپه د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ هم بریدونه وشوه چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

ځایی اوسیدونکو ویلي وو، چې دغه برید د جیټ الوتکو پر مټ شوی و.
په خوست کې د تېرې ورځې د بریدونو په ګډون د تېر کال بریدونو په اړه هم طالبانو کوم غبرګون نه و ښودلی او نه هم د پاکستان د یادو بریدونو په اړه یې په رسمي ‌‌‌‌‌‌ډول څه ویلي وو.
خو د روان کال د جولای میاشتې په ورستیو کې د پاکستان په باجوړ سیمه کې د جمعیت علمای اسلام پر یوه غونډه د ځانمرګي برید وروسته، د پاکستان چارواکو پر طالبانو توندې نیوکې وکړې.
تر دغه برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانې وزیر بلاول بوټو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې له ځانه دفاع کوي:«که طالبان اقدام ونه کړي، هېواد به یې یعنې پاکستان به په افغانسان کې د ترهګریزو فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره پوځي اقدام وکړي.»
تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي و، چې په پاکستان کې وروستي بریدونو کې افغانان لاس لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو د نیوکو په غبرګون کې د یوي خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستاني چارواکو دغه تورونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل، چې طالبان به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
خو طالبانو ته د بلاول بوټو تر خبرداري نږدې دوه اونۍ وروسته په خوست کې هوایي برید وشو او د دغه برید په اړه دواړه هېوادونه چوپه خوله پاتې دي.
په همدې حال کې دا مهال طالبان پر افغانستان د دویم ځل لپاره د واکمنېدو بریا لمانځي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د امریکا او ناټو ځواکونو څخه ورپاتې پوځي وسلې او وسایل نندارې ته وړاندې کوي.

په داسي حال کې چې د طالبانو د دفاع چار سمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ۲۰۲۲ اګسټ ۲۸ مه په لومړي ځل یوې خبري ناستې ته ویلي وو: «د امریکا ډرون د پاکستان له فضا افغانستان ته راځي.»
همدا رنګه د افغانستان پر فضا د بې پیلوټه الوتکو څار په دوام، د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه هم د طالبانو د دفاع وزارت چار سمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغه وزارت د افسرانو د فراغت غونډې ته په وینا کې ویلي و، د افغانستان فضا اشغال ده او د پرمختګ او خپلواکۍ لپاره قلم او ټوپک دواړو ته اړتیا ده:«نن زموږ او ستاسو فضا اشغال ده، زه هم ګورم ته هم ګورې، وزیران قوماندانان، د قول اردوګانو قوماندانان او ټول په رڼو سترګو ورته ګورو؛ خو هېڅ مو هم په وس نشته.»


خو طالبان ولې د پاکستان د بریدونو په تړاو چوپه خوله دي؟


په کندهار کې د ځانکړو ځواکونو د ۰۳ قطعې قوماندان جنرال عتیق الله صافی وايي،‌ په قطر کې طالبانو او د ځینو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ داسې هوکړې شوې، چې هغوی کولای شي په افغانستان کې خپل مخالفین له منځه یوسي:«که چیرې تر دغسې بریدونو وروسته ویل کېږي، چې ټي ټي پي په کې په نښه شوي دي نو د ټي ټي ‌پي هغه کسان ولې نه په نښه کېږي، چې په پاکستان کې په ازادانه ‌‌‌‌‌‌ډول ګرځي. پاکستان په دوحه کې له طالبانو ژمنه اخیستې، چې د پاکستان مخالفان او د ټي ټي پي غړیو په وژلو کې به طالبان ورسره مرسته کوي.»
همدارنګه خپلواک خبریال او د چارو شنوونکی سمیع یوسفزی بیا وايي، ډېر باوري نه یم چي دا برید دي پاکستان کړی وي:«خو که پاکستان داسې برید کوي نو د خلګو د غوصې څخه به په امان کې نه وي او دا پاکستان حس کړې ده، چې مستقیمه مداخله ورته ستونزمنه تمامیږي ممکن د نورو لارو خپل مخالفین وځپي؛ خو پاکستان د دا ډول بریدونو او اقدامونو توان لري.»
تر دې مهاله په خوست کې د تېرې ورځې د برید په اړه پاکستان او افغانستان په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو تېر کال په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان تر برید وروسته، د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ ټي ټي پي یوه خبرپاڼه خپره کړې وه او ادعا یې کړې وه، چې په دواړو ولایتونو کې د باجوړ او وزیرستان هغه کډوال په نښه شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې د جکړو له کبله افغانستان ته کډه شوي وو.

د ترکیې پولیسو په توکات ښار کې ۴۷ غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د ترکیې په شمالي ښار توکات کې پولیسو ۴۷ تنه غیر قانوني افغان کډوال د موټر د پلټنو پر مهال نیولي دي.

ترکي چارواکو ویلي، چې دغه غیر قانوني افغان پناه غوښتونکي به د طبي معایناتو لپاره یوه روغتیايي مرکز ته واستول شي او بیا به د ترکیې له خاورې وویستل شي.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې د غیر قانوني کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی دی.

نږدې هره اونۍ لسګونه افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیول کېږي او بېرته افغانستان ته ستنيږي.

د روان کال له پيله تر اوسه شاوخوا څلور زره غیر قانوني افغان کډوال د ترکيې د پوليسو له خوا نيول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر له ترکي چارواکو سره په لیدنو کې له هغوی غوښتنه کړې وه، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمښته کار واخلي.

تېر کال ترکیې څه باندې ۵۷ زره بې اسنادو افغان کډوال ونیول او بېرته یې افغانستان ته ولېږل.

د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې له درې لکو زیات افغان کډوال مېشت دي.

د افغانستان لپاره د چاپان سفیر: د افغانانو اقتصاد په ټپه ولاړ دی

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۰۱ GMT+۱

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا وايي، چې د ښځو پر حقونو دوامداره محدودیت لا ډېرې اندېښنې راپورته کړي دي او هره ورځ د افغانستان ښځې د ټولنیز ژوند فرصتونه له لاسه ورکوي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر له یوې چاپانۍ رسنۍ این ایچ کی انلاین سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره یې د ښځو او بشر حقونو پر محدودیت خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

نوموړی وايي، چې په افغاني ټولنه کې ښځې هره ورځ د خپل ټولنیز ژوند د لرلو فرصتونه له لاسه ورکوي او که طالبان غواړي یو باثبات افغانستان ولري نو اړتیا ده چې له ښځو ملاتړ وکړي.

تاکاشي زیاته کړه: “ما په وار- وار د طالبانو مشرانو ته ویلي؛ که په افغانستان کې ثبات او سوکالي غواړئ له ښځو ملاتړ وکړئ”.

نوموړی ‎وايي، چې د افغانستان خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، بهرنۍ مرستې کمې شوي او اقتصاد یې په ټپه ولاړ دی.

سفیر زیاتوي، چې جاپان د افغان مېرمنو ملاتړ کوي او هیله یې څرګنده کړه، چې طالبان به د ښځو په اړه د نسبتاً نرمې پالیسۍ څخه کار واخلي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له راتلو سره سم په موقت ډول د قطر هېواد ته انتقال شو؛ خو تېر کال یې د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي، مګر لا هم طالبان د ښځو پر وړاندې له سخت دریځ څخه کار اخلی.

نن دوشنبه (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د کاپوهانو یوې ډلې په خپلې اعلامیې کې ویلي، چې د طالبانو د اصلاح فکر ناسم و.

دوی لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ټول شموله حکومت د جوړولو ژمنې نه دي عملي شوي، د پخوانیو دولتي کارکوونکو له بښنې سرغړونه کېږي، په زندانونو کې د شکنجې او ناوړه چلند د مخنیوي لارښوونې له پامه غورځول کېږي، اقلیتونه تر پښو لاندې کېږي او له تبعیض سره مخ کېږي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې طالبان له انساني کرامت څخه د سرغړونې په څېر ظالمانه سزاګانې کاروي؛ لکه: سنګسار، په دورو وهل او تر دېوال لاندې کول، چې د بشري حقونو له نړۍوالو معيارونو سره په ټکر کې دي.

په کندهار کې د نعمانیه مدرسې ۲۲ زده کوونکي مسموم شوي دي

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۴۷ GMT+۱

ځايي سرچینې وايي؛ د کندهار د جامعه نعمانیه نقشبندیه مدرسې ۲۲ زده کوونکي مسموم شوي او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

جامعه نعمانیه نقشبندیه مدرسه په کندهار کې یوه شخصي مدرسه ده، چې د عوامو او سوداګرو په چندو چلیږي.

د سرچینې په خبره، چې د دغې مدرسې په لېلیه کې لسګونه زده کوونکي اوسي، چې د دوشنبې په ماښام (د زمري ۲۳مه) ورته د یوې کورنۍ له خوا ډوډۍ ور وړل شوې او له خوړولو وروسته یې ۲۲ زده کوونکي مسموم شوي دي.

د کندهار د میرویس نیکه حوزوي روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته تایید کړه، چې د مدرسې مسموم زده کوونکي ورته ور وړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې له دغو ۲۲ کسانو څخه یې د څلورو صحي وضعیت پېچلی دی.

په روانه میاشت کې دا د مسمومېدو دوه یمه پېښه ده، له دې وړاندې په خوست ولایت کې ۲۰۰ کسان د یوه خیرات د ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي وو.