• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بخښنې نړۍوال سازمان نړۍوالې ټولنې ته: طالبان د بشري حقونو سرغړوونکي دي ترې حساب وغواړئ

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د بخښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو او د افغانانو پر وړاندې د یو شمېر ځپونکو اقداماتو لېست خپور کړی دی.

دغه سازمان پر خپله ایکس(ټویټر) شبکه لیکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته افغانستان د بربادۍ پر څنډې ولاړ هېواد دی.

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشت پورې طالبانو ۱۲۴۷ کسان نیولي، چې له دې ډلې یې ۱۸۸ مېرمنې دي.

یاده اداره زیاتوي، چې دا مهال په افغانستان کې کې ۱.۱ میلیون نجونې له منځنۍ زده کړو او له ۱۰۰ زرو ډېرې له لوړو زده کړو بې برخې دي.

دوی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د ښځو د ګمارنې کچه د ۲۰۲۱ کال د دویمې ربع په پرتله ۲۵ سلنه کمه شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د څو فرمانونو پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر مخ د زده کړو او کار دروازې تړلي او یاد بندیزونه په نړۍواله توګه له غبرګون سره مخ شوي دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنۍ سقوط شوي، نېږدې ۵۲ سلنه نارینه خبریالانو او ۸۴ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

دغه سازمان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره هم خپروي او وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پیله د ۲۰۲۳ کال د می تر میاشتې ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۹۷ نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې طالبانو نه یوازې دا چې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي؛ بلکې لا یې تاوتریخوالی زیات کړی او له بشري حقونو څخه یې ګڼې سرغړونې کړي دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د ساتنې کلیدي بنسټونه ړنګ کړي، د بیان ازادي یې له منځه وړې، زرګونه افغانان یې په خپلسر نیولي، زندانیان کړي، شکنجه کړي، ورک کړي او حتا وژلي یې دي.

دوی دا هم وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړي، خبریالان، هنرمندان، مذهبي او قومي اقلیتونه له ګواښ سره مخ دي.

د یاد راپور په اړه مو د طالبانو د رسنیو له مسوولینو سره اړیکه وکړه، خو د راپور تر خپراوي یې د نظر پر اخیستو ونه توانېدو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یوناما راپور ته د مجاهد غبرګون؛ د پخوانۍ ادارې د سرتېرو په اړه د یوناما راپور حقیقت نه‌لري

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د نوي خپور شوي راپور په غبرګون ویلي:« په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ وروستی راپور چې ګني د اسلامي امارت ځواکونو له‌ خوا د پخوانۍ ادارې ۸۰۰ کسان وژل شوي او ځورول شوي حقیقت نه‌لري.»

ذبیح الله مجاهد په خپلې ټوېټرپاڼه لیکلي:« د اسلامي امارت له لوري عمومي عفو په ټولیزه توګه عملي ده. متأسفانه د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وویني، تل د منفي ټکو په لټه کې دي.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه تازه راپور کې چې نن (د زمري ۳۱مه) خپور شو، راغلي، واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو د تېر جمهوري حکومت پر غړو ۸۰۰ پېښې تر سره کړې دي.

دغه راپور د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ مې پورې د طالبانو له لوري هغه ترسره شوې کړنې را اخلي، چې د تېر ړنګ شوي حکومت له امنيتي غړو سره شوې لکه: له محاکمې پرته وژنې، خپلسري نیونې، زنداني کول، ربړونې، سپکول او له هېواده شړل په کې راغلي.

د یوناما راپور کاږي، سره له دې چې په سر کې د طالب واکمنو له لوري د پخواني حکومت چارواکو او د افغان امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو ته د "عمومي بخښنې" اعلان شوی و؛ خو لاهم له بشري حقونو څخه سرغړونه روانه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره عالي کمیشنر والکرترک وایي:« د یوناما راپور واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د غړو او امنیتي ځواکونو سره د طالبانو د چلند یو زړه بوږنوونکی انځور وړاندې کوي. پر دې سربېره، دوی ته ډاډ ورکړل شوی و، چې دوی به نه په نښه کېږي، دا د خلکو له باور سره خیانت دی.»

هغه زیاته کړې:« له واکمنو چارواکو غواړم چې د دې راپور موندنې په دقت سره په پام کې ونیسي او د نورو سرغړونو د مخنیوي او له سرغړوونکو سره دې د نړۍوال بشري حقونو له قانون سره سم چلند وکړي او خپل مکلفیتونه دې ترسره کړي.»

د یوناما په دغه راپور کې راغلي، هغه مرکې چې له ربړول شويو کسانو سره د یوناما له لوري ترسره شوې راغلي:«هغو اشخاصو د شکنجې او ناوړه چلند مثالونه راکړي، چې د حاکمو امنیتي ځواکونو د غړو له خوا پر پایپونو او کېبلونو پر وهلو سربېره لفظي ګواښونه او ناوړه چلند ورسره شوی.»

یوناما د ځینو کورنیو له غړیو هم اورېدلي، چې خپلوان یې نیول شوي یا تري تم شوي او مړي یې څو ورځې یا حتا میاشتې وروسته موندل شوي دي.

يوناما په دغه راپور کې وړاندې ويلي، چې په ځینو برخو کې لا داسې کسان شته چې په وينا یې مړی ژوندی يې لا ورک دي. "د هرات د ښځو د محبس پخوانۍ مشره، عالیه عزیزي د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۲ مه له کاره بیا هیڅکله کور ته راستنه نه شوه. د ۲۰۲۳ کال د اګست تر ۲۲ پورې، د هغې د ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي تر لاسه شوي. "
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا ویلي:«په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو لخوا د عمومي بخښنې اعلان یو ښه ګام و؛ خو په دوامداره توګه دغه بخښنه په بشپړه توګه نه پلې کېږي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو د سرغړونو معافیت هم شته.»

نوموړې زیاته کړې:«حاکم چارواکي باید عمومي بخښنې ته رېښتیني ژمنتیا وښیي. دا په افغانستان کې د عدالت، پخلاینې او تلپاتې سولې له پاره رېښتینی او مهم ګام دی.»

د سویلي وزیرستان په تېرزا سیمه کې برید لسو پوځیانو ته مرګژوبله اړولې

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۸ GMT+۱

د پاکستان امنیتي سرچېنو منلې، چې د دوی شپږ تنه سرتیري نن سهار په سویلي وزیرستان کې وژل شوي او څلور نور بیا ټپيان شوي دي. دغې سرچېنې رسنیو ته ویلي، چې دغه برید نن سهار د سویلي وزیرستان په تیرزا سیمه کې شوی دی.

که څه هم ځایي سرچېنې د مرګ ژوبلې شمېره زیاته ښيي، خو امنیتي چارواکو یوازې د خپلو شپږو تنو د وژل کېدو او څلورو نورو د ژوبلېدو پخلی کړی.


د دغه برید پړه د پاکساني طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډلې ټي ټي پي منلې ده.

له تېرو څو مېاشتو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې برېدونو زور اخیستی، چې پاکستاني پوځيانو ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

تېره ورځ هم په وزیرستان کې په موټر بمي چاودنه وشوه، چې له لسو زیاتو مزدورانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه، دغه موټر د پوځي تاسیساتو جوړولو لپاره مزدوران لېږدول.


پاکستاني چارواکو د دغو بریدونو پړه په افغان طالبانو اچولې؛ خو د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډلې تل دغه ادعاوې ردې کړي او ویلي یې دي، چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، لویدیځ هېوادونو د رسمیت پېژندلو لپاره کوم ځانګړي شرایط نه دي وړاندې کړي؛ خو هغوی د رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سه شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل:« د ټولګډونه حکومت رامنځته کول، بشري حقونه او امنیتي مسایل د نړۍوالو له لوري یوه پلمه ده.»


متقي د خپلو خبرو په دوام وايي: «د افغانستان سفارتونه په نوورو هېوادونو کې فعالیتونه کوي او د نورو هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې هم خلاص دي، دا خپله د رسمیت پېژندلو په معنا ده او هغه هېوادونه چې سفارتونه يې په افغانستان کې خلاص دي افغانستان یی په رسمیت پېژندلی دی.»

متقي پر داسي مهال د رسمیت پېژندلو ادعا کوي، چې تر دې مهاله هېڅ یوه هېواد په ښکاره ډول طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

همدرانګه متقي د خپلو خبرو پر دوام وویل:« د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مو ښې اړیکې جوړې کړې دي.» نوموړی امریکا ته په شاره وايي، له امریکایي لوري سره وخت پر وخت ناستې شوې او د یو بل د اندېښنو د له منځه وړلو په موخه بحثونه او خبرې اترې شوې دي.

نوموړی خبرداری ورکوي او وايي: «اجازه نه ورکوو، چې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د منفي رقابتونو په مرکز بدل شي او هڅه کوو چې افغانستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اتصال په مرکز بدل کړو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي توانیدلي، چې په ډېری هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او استازولۍ د اقتصادي دریځ او افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې په غوره مرکزونو بدلې کړي.

دوی وايي، د تېرو کلونو خلاف د ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو په پایله کې د افغانستان د صادراتو په ځانګړي ډول د تازه میوو او کرنیزو محصولاتو په وړاندې خنډ نه دی رامنځته شوی او دغه توکي پر خپل وخت نړۍ والو مارکیټونو ته رسیدلي دي.

د دغه وزارت چارواکو ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې د معلوماتو وړاندې کولو په دوام ویلي، پر داسې یوې تګلارې کار کوي چې له مخې به یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د سیمې هېوادونو سره د یوې ګډې کمیټې په چوکاټ کې ګډ کار وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو رییس شعیب بریالی وايي، د پرله پسې هڅو په پایله کې ۳۵۰۰ افغان بندیان له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته رالېږدول شوي دي.

دوی وايي، د نړۍ د هېوادونو سره د ښو اړیکو په پایله کې یې له بېلابېلو هېوادونو ۸۰۰ تحصیلي بورسیې تر لاسه کړې او د لوړو زده کړو وزارت په واک کې یې ورکړې دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزیر نن سبا د څه په لټه کې دی؟

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست په اروزګان کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې افغانستان د پرمختګ په لور روان دی. حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نړیوالې ادارې په افغانستان کې ۷۰ سلنه وګړي د بېوزلۍ او وزګارۍ تر کرښې لاندې بولي.

په اېکس خواله رسنۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پاڼه لیکل شوي، چې سراج الدين حقاني سویلي ولايت اروزګان ته رسیدلی او هلته يې له ځايي طالبانو او ولسي خلکو سره لیدلي دي.

حقاني تر دې وړاندې نورو ولايتونو ته هم سفرونه کړي، د هغه وروستی سفر ننګرهار ولايت ته و.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس ويلي، چې سراج الدين حقاني په اروزګان کې له ځايي خلکو سره ژمنې کړې چې د دغه ولايت د بیارغاونې په برخه کې به هڅې کوي؛ خو دا يې نه دي ويلي چې دا مرستې به د کوم پروګرام له لارې او کله کېږي.

د طالبانو د کورنیو چار وزارت سرپرست سراج الدين حقاني تر ننګرهار وړاندې پکتیا او تر هغه وړاندې د افغانستان شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، د طالبانو ترلاس لاندې باختر اژانس د نوموړي داسې سفرونه یوه لړۍ بللې.

شننوکي وايي، د سراج الدين حقاني دغه سفرونه او لېدنې د کورنیو چارو د يوه وزیر له کاري مسوولیتونو لوړې دي او معمولآ داسې وزیران يوازې په ولايتونو کې له امنيه قوماندانانو او پولیسو څخه لېدنې کوي او په دې برخه کې د دوی په پیاوړتيا کار کوي؛ خو وايي حقاني له دې ور هاخوا د ولسي ملاتړ په لټه کې دی.

د سیاسي چارو شننوکی سید خالد سادات وايي، د سراج الدین حقاني اوسني سفرونه څرګندوي چې دی له نورو طالب مشرانو سره په یوه سیالۍ بوخت دی.

هغه وايي: «سراج حقاني غواړي په ولایتونو کې د لويې او وړې کچې طالبانو تر منځ ځان مشر معرفي کړي، دا ځکه چې که په راتلوونکې کې د دوی د مشر د ټاکلو خبره کېږي او یا د سیاسي واک د لېږد موضوع را مخته کېږي، نو حقاني به له وړاندې په ولایتونو کې خپلې ریښې غځولې وي.»

سادات وړاندې وايي، چې کېدای شي د دغو سفرونو يو بل هدف دا وي چې :« هغه خپل خواره واره جنګیالي سره راټول کړي او پر دوی خپل اغېز ډېر کړي، ځکه چې د طالبانو ترمنځ اختلافات په ډېرېدو دي او غواړي د راتلوونکې لوبې لپاره ځان اماده کړي.»

ویل کېږي، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې د دغې ډلې مشر او د اوسنۍ طالبي کابینې غړي د افغانستان په ګاوڼد کې اوسېدل، د جګړې او نورو برخو چارې يې له هغه ځایه څارلې، ملا هبئت الله له خپلې مشرۍ لاندې دوه مرستیالان سراج الدين حقاني او ملا يعقوب لرل، اوس تر ډېره بریده دا باور دی، چې سراج الدين حقاني غواړي د ملا هبئت الله ځای ناستۍ ته په ځان ګوتې ووهي.

اسراییلي روغتیایي مرکز د سترګو په سرطان د اخته افغان ماشومانو درملنه کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۶ GMT+۱

د اسرائیل ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ډاکټران د هغو افغان ماشومانو درملنه کې مرسته کوي چې د سترګو په سرطان اخته دي. ورځپاڼې لیکلي، دغه روغتیایي مرکز د دغو ماشومانو په درمنله او له افغانستانه بهر پاکستان ته په لېږدولو کې مرسته کوي.

د اسرائیلو ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ ( د زمري ۳۰مه ) لیکلي، چې د دغه هېواد ډاکټران د «ورېښمو لارې» په نوم په یوه پروژه کې د افغان ماشومانو ژوند ژغوري.

د شبای اسرائیل مېډیکل سنټر کې د سترګو د ناروغیو متخصص پروفیسور دیدي فابیان وايي، د «ورېښمو لارې» پروګرام له لارې د سرطان په ناروغۍ اخته ۱۰ افغان ماشومان د درمنلې لپاره د لاهور د ماشومانو روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په دې توکه به د ډېرو افغان ماشومانو درملنه وشي.

رتینوبلاسټوما د سترګو د سرطان یو ډول ناروغي ده، چې د اسرائیلو په شبای طبي مرکز کې یې درملنه کېږي.

د اسرائیل ټایمز د راپور له مخې، د ورېښمو لارې د پروژې مالي او لوژيستیکي ملاتړ د شبای د مرکز د نړۍوالې څانګې او د برېتانیا د یوې غیر انتفاعي موسسې له خوا کېږي او له دې سره، سره چې اسرائیل له افغانستان او پاکستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو د ماشومانو په درملنه کې هیڅ خنډ نه شته.

پروفیسور دیدي فابیان اسرائیل ټایمز ته وویل:« موږ په افغانستان کې د نور روغتون سره همکاري کوو، چې په افغانستان کې څلور مرکزونه لري، خو رتینوبلاسټوما د درمنلې توان نه لري.»

ویل کېږي، چې په کابل کې د نور طبي مرکز د سترګو د سرطان د درملنې توان نه لري، نو ځکه د دغو ماشومانو، مور او پلار ته د سفر زمینه برابروي چې د پاکستان له پولې واوړي او بیا د موټر چلوونکي له خوا د لاهور روغتون ته ولېږدول شي.

پروفیسور دیدي فابیان وايي، د کورنۍ غړي تر هغه وخته پورې په خوندي کورونو کې پاتې کېږي، چې په بریالیتوب سره د دوی د ماشوم درملنه کېږي.

پروفیسور دیدي فابیان وايي، د کورنۍ غړي تر هغه وخته پورې په خوندي کورونو کې پاتې کېږي، چې په بریالیتوب سره د دوی د ماشوم درملنه کېږي.