دغه سازمان زیاته کړې؛ که دا وژنه د رسمي تګلارې برخه وي، نو دا د بشریت ضد جرم بلل کېدای شي.
دغه ۷۳ مخیز راپور«هغوی پر موږ د باران په څېر ډزې وکړې: د سعودي عربستان له خوا د یمن او سعودي پر پوله د ایتوپیایي مهاجرو ډله ییزه وژنه» تر سرلیک لاندې د دوشنبې په ورځ (د زمری ۳۰مه) خپور شو.
د دغه راپور له مخې دغه کسان د ۲۰۲۲ کال د مارچ او ۲۰۲۳ کال د جون تر منځ هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل یې د یمن له پولو تېر شي او سعودي عربستان ته ننوځي.
یو شمېر عیني شاهدانو دغه سازمان ته ویلي، چې دوی لږ تر لږه ۹۰ جسدونه د مهاجرینو له ډلې څخه شمېرلي دي. یو شمېر نورو مرکه کوونکو بیا ویلي، چې له ۱۲۷۸ کسانو څخه چې ۱۱ ځله یې له پولې څخه د تېرېدو هڅه کړې، شاوخوا ۶۵۵ کسان وژل شوي.
په نورو ۹ قضیو کې له ۱۶۳۰ کسانو څخه چې له پولې څخه د تېرېدو هڅه یې کوله، یوازې ۲۸۱ کسان ژغورل شوي. په دوی کې له ۱۵۰ کسانو څخه چې په یوه ورځ کې یې له پولې د اوښتو هڅه کوله، یوازې اووه کسان ژغورل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې د وژل شویو پناه غوښتونکو د جسدونو پاتې شوني په هر ځای کې پراته وو.
یوه عیني شاهد چې د یوې ګاونډۍ نجلۍ د پاتې شونو د راټولولو لپاره تللی ویلي، چې د هغې جسد د نورو ۲۰کسانو له جسدونو سره اېښودل شوی و.
دغه کس وویل: “د هغوی شمېرل ناشوني دي. دا د تصور وړ نه ده."
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې د سعودي عربستان سرحدي ساتونکو د دغو کډوالو د وژلو لپاره "چاودېدونکې وسلې" کارولي او ډېری یې له "نږدې واټن" څخه په نښه کړي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې؛ په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د راپور لیکوالانو دا ډله ییزه وژنه د "پراخ او سیستماتیکو بریدونو یوه بیلګه" ګڼلې ده.
راپور زیاتوي: "په ځینو مواردو کې د سعودي عربستان سرحدي ساتونکو له پناه غوښتونکو غوښتي، چې د دوی د بدن کومه برخه په ډزو وولي او بیا یې له نږدې واټن څخه پرې ډزې کړي. د سعودي عربستان سرحدي ساتونکو هم پر هغو کډوالو چې یمن ته د تېښتې هڅه کوله، چاودېدونکي ګولۍ ورولي."
د بشري حقونو د څار څېړونکې نادیه هارډمن ویلي: "د سعودي عربستان مامورینو په دې لېرې پرتې سرحدي او د نړۍ له سترګو پناه سیمه کې په سلګونو کډوال وژلي."
د دې راپور د چمتو کولو لپاره، د بشري حقونو د څار سازمان له 42 کسانو سره مرکې کړې؛ له دې ډلې 38 ایتوپیایي مهاجرین وو، چې د یمن او سعودي له پولې څخه یې د تېرېدو هڅه کوله.
د راپور لیکوالانو دا هم زیاته کړې، چې د دغه راپور د چمتو کولو پر مهال یې تر ۳۵۰ډېرې ویډیوګانې او عکسونه هم لیدلي، چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي او یا هم دوی ته ورکړل شوي دي.
شاوخوا ۷۵۰۰۰۰ ایتوپیايي اتباع په سعودي عربستان کې ژوند او کار کوي. ډېری یې د اقتصادي دلایلو او همدارنګه د دوی د بشري حقونو څخه د سرغړونې او په شمالي ایتوپیا کې د جګړو له امله مهاجر شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن او سعودي عربستان پر پولو کې د ایتوپیا د کډوالو وژل مستند کړي دي. د دې سازمان په وینا؛ داسې ښکاري چې د دوی وژنه "قصدي او هدفي" ده.