• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سولې او دوستۍ جام؛ افغان کراټه کوونکو له ایران او پاکستانه د دغه جام اتلولي خپله کړه

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۱۲ GMT+۱

د سولې او دوستۍ د جام په نامه د کراټې د لومړي پړاو سیالۍ د افغانستان، ایران او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ په ایران کې ترسره شوې. په دغو سیالیو کې افغانستان درې د سرو زرو او دوه د برونزو مډالونو په ګټلو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

ایران بیا دوه د سرو زرو، درې د سپينو زرو او د درېیو برونز مډالونو په ګټلو دویم مقام او پاکستان دوه د سپينو زرو او درې د برونزو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړی دی.


دغه لوبې د ایران د بلوچستان په سیستان کې ترسره شوې او د افغانستان سید ابوالفضل حسیني د ۶۰ کېلو ګرامه وزن په لرلو، نجیب الله جعفري د منفي ۷۵ مېلو ګرامه او محمد احسان امین فضلي د مثبت ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

سدیس احمدي د ٥٥ کیلوګرامه او خیرالله وادي د منفي ٧٠ کیلو ګرامه وزن کې د برونزو مډالونه ګټلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اسیا والیبال اتلولۍ سیالۍ؛ افغانستان بنګه دېش ته ماتې ورکړه

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۱ GMT+۱

د اسیا د نارینه و والیبال د اتلولۍ په لوبو کې افغانستان لوبډلې د بنګله دېش لوب‌‌‌‌‌‌ډلې ته درې د یو په مقابل کې ماتې ورکړه. ده ننۍ لوبه کې افغانستان لوبډله به د قزاقستان سره سیالي کوي او په ګټلو سره به یې دیارلسم ځای ځایګی خپل کړي.

د دغو سیالیو په پنځمه ورځ د قطر او چین لوبډلې د چین تایپه او سویلي کوریا سره له لوبو وروسته د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

ده پرونیو سیالیو کې اندونیزیا، قزاقستان، قطر، ټایلند، افغانستان او چین خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.
افغانستان چې په ‌‌‌‌‌‌ډله ییزو سیالیو کې یې هند او قطر ته لوبه بایللې وه، له منګولیا او بنګله دېش څخه د سیالیو په ګټلو سره و توانېد رښتیني امتیازات ترلاسه کړي.

د دغو سیالیو د شپږمې ورځې سیالۍ په دې ‌‌‌‌‌‌ډول دي:

بنگله دېش له هانګ کانګ سره (د پنځلسمې مقام لپاره)
پاکستان له اندونیزیا سره (د اووم مقام لپاره)
افغانستان له قزاقستان سره (د دیارلسم مقام لپاره)
بحرین له ټایلند سره (له اوومه تر لسم مقامه)
هند او عراق (د یوولسم مقام لپاره)
قطر له جاپان سره (له لومړي تر څلورم مقامه)
چین‌تایپه له سویلي کوریا سره (د پنځم مقام لپاره)
ایران له چین سره (د لومړي تر څلور مقامه)

له دې وړاندې منګولیایي لوبډلې چې په لوبو کې یې برخه وا نه خیسته، په وروستي یعنې اتلسم او ازبېکستان لوبډلې بیا اوه لسم مقام وګاټه.

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ۵۰ اوریزه دویمه لوبه پاکستان وګټله

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د سوپر کولا جام د یوې ورځینۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې یو ځل بیا افغانستان ماته وخوړه.

یاده یوه ورځینۍ لوبه چې نن پنجشنبه په سرېلنکا کې د افغانستان په توپ وهنې پیل شوه، د پاکستان لپاره یې د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په پیل کې د پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز له خوا ۲۲۷ منډې وشوې.

خو پاکستان په ډېر کم توپیر سره د لوبې په وروستي اور د افغانستان له خوا ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپلې ګټې تمامه کړه.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کیږي.

دواړه هېوادونه له دې لوبو د راتلونکي اسیا جام لپاره، چې د روانې میاشتې په پای کې په سرېلنکا کې کیږي د چمتووالي په موخه کار اخلي.

د یادونې وړ ده، چې د پنځوس اوریزو لوبو په دغې لړۍ کې لومړۍ لوبه هم پاکستان له افغانستان څخه په ډېر لوړ توپیر ګټلې وه.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړه

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د سوپر کولا جام د یو ورځینۍ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ماته وخوړه.

یاده یوه ورځینۍ لوبه چې نن سې شنبه( د زمري ۳۱مه) د سرېلنکا په سویلي همبانتوتا ښار کې د پاکستان په توپ وهنې پیل شوه، په لومړي پړاو کې یې د افغانستان لپاره د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

افغانستان له ټاکل شویو پنځوسو اورونو څخه یوازې شل اورونه ولوبول او د ۵۹ منډو په جوړولو ټوله لوبډله وسوځېده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کیږي.

دواړه هېوادونه له دې لوبو د راتلونکي اسیا جام لپاره چې د روانې میاشتې په پای کې په سرېلنکا کې کیږي د چمتووالي په موخه کار اخلي.

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن یوه ورځنۍ لوبې پیلیږي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ نن سه شنبه د یوه ورځنیو لوبو، لوب لړۍ پیلیږي. د یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکت بورډ وايي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبه نن سه شنبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین دوه بجې پیلیږي او لوبغالي ته په ورتګ له نندارچیانو فیس نه اخیستل کېږي.»


د افغانستان په کوربه توب د دغو درې یو ورځنیو سیالیو جام تېره ورځ د افغانستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شاهدي او د پاکستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر بابر اعظم له لوري نندارې ته وړاندې شو.

د افغانستان کرېکت بورډ وايي، یاد جام ډېر په زړه پورې دی او درې ډوله توکي په کې کارول شوي دي.

د جام تنه د هلمند ولایت له قیمتي روخام ډبرې څخه جوړه شوې، د جام له پاسه د کرېکټ توپ له افغاني لاجوردو او د جام لاندینۍ برخه د کونړ له مشهور لرګي څخه جوړه شوې ده.

ګڼ افغانان د افغانستان له قیمتي ډبرو جوړ شوي جام ستاینه کوي، له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوي چې تل په دغسې نړیوالو دریځونو کې د افغانستان طبیعي محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان او پاکستان د کرېکت لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د یو ورځنیو لوبو هیڅ لوب لړۍ نه ده شوې؛ خو یادې لوبډلې څلور ځله په یو ورځینیو لوبو کې سره مخامخ شوي، چې څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د یوه ورځنیو لوبو دغه سیالۍ پر داسې مهال ترسره کېږي، چې د روانې اګسټ میاشت پر ۳۰ مه نېټه د پاکستان په کوربه توب د اسیا جام لوبې هم پیلیږي.

ذبیح الله شهزاد د ټکوانډو نړۍوال فیسټیوال کې د سرو زرو مډال خپل کړ

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۱۳ GMT+۱

د سختو توکو یا پاور برېکېنګ په برخه کې د ټکوانډو نړۍوال فیسټیوال د سویلي کوریا په ګنګواڼ ښار کې ترسره شو. افغان لوبغاړي ذبیح الله شهزاد چې په دغې سیالۍ کې برخه اخیستې وه، وتوانید چې د ۱۲ کانکریټي تختو په ماتولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.

د منفي ۹۰ کیلو ګرامه او د سختو توکو د ماتولو په سیالیو کې د شهزاد اصلي سیال د کوریا د ملي لوبډلې هغه لوبغاړی و، چې د نړۍ څو ځلې اتلولي یې خپله کړې وه.

په دې برخه کې یوولسو لوبغاړو برخه اخیستې وه او شهزاد وتوانید چې دولس کانکریټي تختې ماتې کړي، په داسې حال کې چې کوریایي سیال یې یوولس تختې ماتې کړې.

د افغانستان ۳۲ کلن لوبغاړی او د ورزشي لوبو خبریال ذبیح الله شهزاد چې د کابل د ټکواندو په سیالیو کې د اتلولۍ او نایب اتلولۍ مخینه لري، د ملي لوبډلې غړی هم پاتې شوی دی.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:« په دې فیسټیوال کې سیالي کول زما لپاره یو خوب و، چې رېښتیا شو او زه خوښ یم، چې له غوره نړۍوال لوبغاړي سره مې خپل بخت وازمایه او مډال مې ترلاسه کړ.»

د ښاغلي شهزاد په وینا:« دا مډال له نوولسو کلونو وروسته افغانستان ته راوړل شوی او د افغانستان خلکو ته یې وړاندې کوم.»

تر ده وړاندې بکتاش راسخ په ۲۰۰۴ کال کې د ټکواندو په نړۍوال فیسټیوال کې د سختو توکو په ماتولو کې د افغانستان لپاره مډال ګټلی و.