طالب چارواکی: د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو لپاره لاملونه لرو، خو له خلکو سره یې نه شریکوو

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وایي، لاهم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو لپاره «شرعي شرایط» نه دي برابر شوي. هغه وایي، طالبان په دې اړه له ځانه سره ځینې لاملونه لري؛ خو لازم یې نه ګڼي چې له خلکو او رسنیو سره یې شریک کړي.