• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا کانګرس کې د اصلاحاتو ځنډېدو افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۲ GMT+۱

فرزانه جمالزاده د طالبانو واکمنېدو پسې له دې وېرې کډواله شوه چې له امریکا سره کار به یې له خطر سره مخ کړي. امریکا ته په رسېدو یې نیویارک کې له خیریه ادارې سره دنده پیدا کړه چې د کور کرایه او نورې اړتیاوې پوره کړي، خو اوس د کار اجازه نه لري.

د اګسټ په پای ته رسېدو سره د مېرمن جمالزاده او د هغې د مېړه فرهاد د کار اجازه ختمه شوې او د دایمې مېشتېدو لپاره د کډوالو ادارې سره مرکې ته په انتظار به د اونیو یا ډېر وخت لپاره له نامعلوم برخلیک سره مخ وي.

نوموړې وايي: «بچت پیسې هم را سره ډېرې نشته، که بېمه یا مالي مرسته بایلو، نو څه به کوو؟ روغتیايي بېمه هم ډېره ګرانه ده ډېره.»

څه باندې اویا زره هغه افغانان د کډوالۍ اسنادو سره لاس ګرېوان دي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې امریکا ته د ملګرو هرکلي پروګرام په چوکاټ کې تللي دي.

د مېرمن جمالزاده او د هغې د مېړه په ګډون ډېری افغانانو داسې بشرپال اجازه لیک ترلاسه کړی چې له مخې یې دوی تر دوو کلونو په امریکا کې پاتېدلی او کار کولی شي.

په جون کې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت دا سند د دوو نورو کلونو لپاره وغځاوه، خو لا هم لنډمهالی دی.

د متحده ایالاتو د قانون جوړونکو، پخوانیو سرتیرو او مدافع وکیلانو دوه اړخیز ایتلاف په کانګرس فشار راوړي چې د افغانستان د سمون لایحې په نوم د قانون له مخې افغانانو ته د دایمي استوګنې او تابعیت ور کولو ته لار پیدا کړي.

خو د جمهوريپالو په مشرۍ ولسي جرګه کې دې قانون ته پام نه کېږياو په سنا یا مشرانو جرګه کې هم پاتې دی، چې ډیموکراټان پکې لږکي دي.

د کډوالو ملاتړې ډلې سره تړاو لرونکی ډانیلو زاک وايي، د بشپرپال اجازه لیک له لارې امریکا ته راغلي افغانان ښايي د دایمي استوګنې ترلاسولو کې له ننګونو سره مخ شي.

د نوموړي په خبره، ډېر افغانان د کډوالۍ ملاتړ نشي ترلاسولی.

خو د ډېرو نورو افغانانو برعکس جمالزاده او مېړه یې د دایمي استوګنې چانس لري.

له امریکا سره کاري مخینه یې مرسته ور سره کوي چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنه وکړي.

دا ویزه د ژباړنو او نورو هغو کسانو لپاره ده چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره د دوو لسیزو بهیر کې همکاري کړې ده.

د دایمي استوګنې د ترلاسولو لپاره جمالزاده او مېړه یې باید د سپټمبر پر ۱۲ حکومتي مرکې ته حاضر شي.

جمالزاده هیله لري چې کانګرس به دې ستونزې ته یوه لار برابره کړي چې په امریکا کې نور افغانان ځانونه لا ډېر خوندي وبولي.

د اګسټ پر ۳۱ د امریکا ولسمشر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د دویمې کلیزې مناسبت غونډه کې هم له کانګرس وغوښتل چې افغانانو ته د دایمي استوګنې ورکولو لپاره قانون تصویب کړي.

ولسمشر بایډن دا هم وویل، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې تر یو لک اویا زره ډېرو افغانانو ته پنا ور کړې ده.

هغه دا هم وویل، چې له افغانانو سره د امریکا ملاتړ به روان وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په ترافيکي پېښه کې د افغانستان بانک لپاره د طالبانو رييس ټپي او موټروان يې وژل شوى

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۴ GMT+۱

د هرات-کندهار پر لار په ترافیکي پېښه کې د جمعې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مشر هدایت الله بدري ټپي او موټر چلوونکی یې وژل شوی دی. دغه کسان په چورلکه کې کندهار ته وړل شوي. د افغانستان بانک ویاند حسیب الله وايي، د ښاغلي بدري موټر «چپه» شوی دی.

د نوموړي په خبره، ښاغلی بدري «جوړ دی او روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.»

هدایت الله بدري د طالبانو له جګپوړو چارواکو څخه دی او ددې ډلې بنسټګر ملا عمر ته نژدې کس او مالي برخې مسوول وو.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره نوموړی د دې ډلې د مالیې وزیر و.

 انځور د هدایت الله بدري د موټروان دی چې په نننۍ پېښه کې ووژل شو
100%
انځور د هدایت الله بدري د موټروان دی چې په نننۍ پېښه کې ووژل شو

طالب چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو له علماوو سره لیدلي

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي.

امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له استازیو او د اسلامي هېوادونو د عالمانو پلاوي سره د یوې غونډې پرمهال زیاته کړه، چې افغانستان د سیمې هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.


دغه غونډه چې د کورنیو او بهرنیو خبریالانو له حضور پرته د تړلو دروازو تر شا شوې، په اړه یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي نړۍ له قوله داسې څه نه دي خپاره کړي، چې د طالبانو د واکمنۍ خلاف څرګندونې په کې شوې وي.
تر دې وړاندې د ګڼو اسلامي هېوادونو عالمانو او مفتیانو له طالبانو په وار، وار غوښتي، چې د نجونو پر تعلیم او مېرمنو پر کار لګېدلي بندیزونه د اسلامي احکامو خلاف کړنه ده او باید صادر شوي فرمانونه لغوه کړي.


دا رنګه د اندونیزیا ګڼو دیني عالمانو د طالبانو پر کړو وړو نېوکې کړې وې او هغه یې د اسلامي نړۍ د بدنامولو لپاره پيل شوې هڅې بللې وې.

ایران: په افغانستان کې هېڅ یو حاکم نظام په ځانځانۍ نه‌دی توانېدلی، چې پاېښت او بقا ومومي

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۷ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفیر ویلي:« تجربو ښودلې، چې په افغانستان کې هېڅ یو حاکم نظام په ځانځانۍ نه‌دی توانېدلی چې پاېښت او بقا ومومي.» حسن کاظمي قمي ویلي، هغه حکومت چې د ټولنې له یوې برخې جوړ وي، نه‌شي کولای ټولې ستونزې او کړکېچونه له منځه یوسي.

هغه چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي، د العالم شبکې سره یې په مرکه کې وویل:«نن ورځ افغانستان د څو لسیزو پاتې شوې ویجاړیو سره مخامخ دی؛ نو داسې یو دولت چې یوازې د ټولنې له یوې برخې جوړ وي، نه شي کولای ټولې ویجاړۍ له منځه یوسي.»


حسن کاظمي قمي په دغه مرکه کې چې د وږي په اتمه خپره شوې ویلي:« په افغانستان کې سوله، امنیت او بیارغاونه پرته له تل پاتې سیاسي ټيکاوه ناشونې ده.»

ایران له طالبانو سره د څه ناڅه نږدې اړیکو سره، سره دغه ‌‌‌‌‌‌ډله په رسمیت نه‌ده پېژندلې او هر ځلې یې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو خبره کړې؛ خو طالبانو دغه غوښتنه په خپلو کورنیو چارو کې لاس‌وهنه بللې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۸ مه) په کابل کې د طالب پلوه عالمانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ایران ته په څنګزنه توګه اشاره وکړه او ویې ویل:«زموږ په زندانونو کې هومره بندیان نه شته، څومره چې تاسې یې اعداموئ.» امیرخان متقي د کنایې په ‌‌‌‌‌‌ډول وویل: «ایا ستاسې حکومت پراخ بنسټه دی؟»
حسن کاظمي قمي وایي: «موږ هغه هېواد یو، چې د افغانستان حالت پر موږ اغېز پرې باسي؛ خو کله چې د ایران اسلامي جمهوریت د خیر خبره کوي، هغه د افغانستان د خلکو او د هغه هېواد د سیاسي نظام د خیر لپاره کوي، دا د ټولې سیمې د امنیت لپاره دي او په ټوله کې دغسې څرګندونې لاس‌وهنه نه ده.»


په کابل کې د ایران سفیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د طالبانو په حکومت کې د شیعه مذهبو او نورو قومونو د استازیو د نشتوالي په اړه هم ځرګندونې کړې دي.

هغه وویل: «هغه څه چې ښکاره دي هغه دا دي، چې په حکومت کې لا هم د شیعه مذهبو او نورو قومونو نشتوالی ورته د منلو وړ نه‌دی.»
حسن کاظمي قمي هیله ښکاره کړه، چې په افغانستان کې به داسې دولت جوړ شي، چې ټول خلک به په کې خپل استازي ولري.

خوست ولايت کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د خوست ولایت د ځایي سرچینو په خبره، د دغه ولایت د مرکز په ګډون په علي شېرو، باک او صبريو ولسواليو کې اورښتونو او سېلابونو د سیمې خلکو ته سخت مالي زيانونه اړولي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د دغې طبيعي پېښې له امله سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونه د استوګنې کورونه او د ځايي خلکو يو شمېر کرنيز محصولات هم له منځه تللي دي.

په روان کال کې دا شپږم ځل دى، چې ږلۍ د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسوالیو کې کرونده‌ګر زيانمن کړي دي.
څو ورځې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره د هېواد په نهو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی و.


د دغو ورښتونو اټکل په بدخشان، نورستان، کونر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې شوی دی.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ګڼو ولسي خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د امریکا دفاع وزیر: موږ به د خپلو افغان متحدینو د بیا ځای پر ځای کولو هڅو ته دوام ورکړو

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په یوه بیانیې کې ویلي، چې امریکا د افغان متحدینو ملاتړ ته په کلکه ژمنه ده. لويډ اسټین وويل؛ امريکا به د خپلو افغان همکارانو په بيا مېشتولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په نهمه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو او د طالبانو له خوا د کابل تر کنټرول وروسته؛ ډېرو افغانانو د دغې ډلې له وېرې هېواد پرېښود.

د امریکا حکومت لسګونه زره کسان چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې امریکایي ځواکونو او حکومت سره همکاري کړې وه امریکا ته استولي.

د امریکا د دفاع د وزیر په بیانیې کې راغلي، چې د جګړې په وروستیو ورځو کې امریکا له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تر ۱۲۴ زره ډېر ملکي وګړي له افغانستانه ویستلي دي.

دغه امریکايي چارواکي په خپلې بیانیې کې ویلي؛ ویاړي چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې یې هېواد له ۱۱۵ زرو ډېرو افغانانو ته پناه ورکړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه: «موږ د خپلو هغو افغان متحدینو ملاتړ ته چې زموږ تر څنګ جنګېدلي او هغو افغانانو ته چې اوس له خپل کړکېچن هېواد بهر د نوي ژوند په جوړولو بوخت دي، ژمن یو».

د یادونې وړ ده، چې نن د امریکا ولسمشر هم په یوې بیانیې کې پر کانګرس غږ کړی، چې د افغانانو د بیا مېشتېدو طرحه دې تایید کړي.