د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به راتلونکې اونۍ له خپل ترکي انډول رجب طیب اردوغان سره وګوري

الجزیرې د دغه خبر په خپرولو سره همداراز زیاته کړې، دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي چې انقره او ملګري ملتونه غواړي د اوکراین د غَلو دانو د صادراتو تړون بېرته راژوندی کړي، چې د نړۍوال خوراکي ناورین په کمولو کې مرسته کوي.