د اوهایو پولیسو پر یوې تورپوستې مېندواره مېرمنې د وژونکو ډزو ويدیو خپره کړه

د اوهایو پولیسو داسې انځورونه خپاره کړي، چې ښيي یو افسر پر یوې تورپوستې مېندواره مېرمنې ‌‌‌‌‌‌ډزې کوي. ۲۱ کلنه تاکیا یانګ د اګست په ۲۴مه د خوراکي توکو د پلورنځي په پارکېنګ کې له هغې وروسته ووژل شوه، چې د پولیسو غوښتنه یې په پام کې نه‌وه نیولې.