• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مراکش زلزله کې د مړو شمېر له ۱۰۰۰ پورته شو

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د مراکش کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه هېواد کې د بېګنۍ زلزلې له امله له ۱۰۳۷ کسان مړه او ۶۷۲ نور ټپیان شوي دي. په اطلس غرونو کې د ۷.۲ درجې زلزله په تېرو شپږو لسیزو کې د مراکش تر ټولو سخته زلزله بلل شوې ده.

د مراکش د رسنیو له مخې، زلزلې ډېره مرګ ژوبله یې غرنیو سیمو کې اړولې او ژغورنکي لا هم تر کنډوالو لاندې کسانو د اېستلو هڅه کوي.

د مراکش ښار سوېل ته په ۶۰ کیلومترۍ کې ژغورونکي په امیزمیز کلي کې خلک له کنډوالو باسي.

د کلي اوسېدونکي محمد ازاو رویټرز ته ویلي، کله چې زلزلې د ده کور وخوځاوه، نو له خبلو بچیانو سره په منډه بېرون ووت، خو ګاونډیانو یې کور چپه شو.

دی وايي، د ګاونډي په کورنۍ کې یې یو هم ژوندی نه دی پاتې: «د پلار او زوی مړي وموندل شول او د مور او لور د موندلو لپاره هڅې روانې دي.»

د مراکش د کورنیو چارو وزارت وايي، زلزله په الحوض، اورزازات، مراکش، ازیلال، چیچاوا او تارودانت ولایتونو کې شوې ده.

د مراکش ځمکپوهنې اداره وایي، اولنۍ زلزله ځايي وخت شپې یوولس بجې وه او وروسته یې هم ټکانونه وشول.

د دویمې زلزلې له وېرې د مراکش مختلفو سیمو کې خلکو شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړې ده.

تر دې مخکې په ۲۰۰۴ کال کې د زلزلې له امله په مراکش کې تر ۶۵۰ ډېر کسان مړه شوي وو.

خو پر ۱۹۶۰ کال د مراکش زلزله کې تر ۱۲ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ور کړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکايي خبریال: کلېنټن د افغان مېرمنو د ژغورلو لپاره د اوکراین له ولسمشر مرسته غوښتې وه

۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۲ GMT+۱

امریکایي خبریال فرانکلین فوور، خپل نوي کتاب کې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې دوه کاله مخکې د اوکراین له ولسمشر غوښتي و، چې د افغان میرمنو په اېستلو کې مرسته وکړي، خو سپینې مانۍ هېلري کلېنټن د دې اړیکې له امله ملامته کړه.

د هیل ورځپاڼي د نوي خپاره شوي کتاب «وروستی سیاستوال؛ د متحده ایالاتو د راتلونکي لپاره مبارزه او جوبایډن په سپینه مانۍ کې» لیکلي؛ هېلري کلېنټن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د «وژلو» یو لست له ځان سره لرلو چې په هغه کې د یو شمېر افغان میرمنو نومونه لیکل شوي وو، چې ممکنه وه د طالبانو لخوا پرې برید وشي.

د کتاب په متن کې راغلي چې دغه ښځې یې «سپين ټیکرۍ» بللې، ځکه د کلېنټن ټیم ورته ویلي و سپین ټیکري پر سر کړي ترڅو وپیژندل شی.

کتاب «وروستی سیاستوال؛ د متحده ایالاتو د راتلونکي لپاره مبارزه او جوبایډن په سپینه مانۍ کې»، د فرانکلین فوور لخوا د سې شنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې په مناسبت خپور شو.

په دې کتاب کې، فرانکلین فوور د جو بایډن کاري پلانونه او د سپینې ماڼۍ پیښې د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست تر ۳۱ مې پورې لیکلې دي.

په دې ورځو کې د امريکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف ځواکونه له شلو کلونو وروسته له افغانستانه ووتل، د افغانستان اسلامي جمهوريت پوځ ړنګ شو او طالبان د دويم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل.

فوور په خپل کتاب کې لیکلي، چې مېرمن کلېنټن په هغه وخت کې د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي څخه وغوښتل چې په پوځي الوتکو کې کییف ته د افغان کډوالو په لېږدولو کې مرسته وکړي.

په کتاب کې راغلي، چې دا غوښتنه د سپینې مانۍ په ځانګړې توګه د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د خپګان لامل شوه.

د ملي امنیت سلاکار له هیلري کلېنټن څخه وپوښتل: «تاسو د اوکراین د دولت له نوم سره څه کوئ؟»

لیکوال ویلي، کلېنټن ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به خپلې کړنې له سپینې ماڼۍ سره همغږې کوي.

د بریکس په سمبولیک بانک نوټ کې درې رنګه افغان ملي بیرغ او د «افغانستان اسلامي امارت» نوم

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر د متحده عربي اماراتو سفیر ته د بریکس سمبولیک بانک نوټ ډالۍ کړی، چې پکې د بريکس د ۵ غړو بيرغونه او تر شا يې د افغانستان د درې رنګه بيرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بيرغونه او د «د افغانستان اسلامي امارت» نوم لیکل شوی.

دغه سلګون نوټ په سویلي افریقا کې د روسیې په سفارت کې د بریکس په ډله کې د متحده عربي اماراتو د غړیتوب په مناسبت مېلمستیا کې ډالۍ شو.

د دغه بانک نوټ په مرکزي برخه کې د دغې ډلې د پنځو غړو هېوادونو -برازيل، چين، هند، روسيې او سویلي افريقا- بيرغونه په دایروي شکل درج شوي دي.

د دغه ډالۍ شوي بانک نوټ شاته د افغانستان د درې رنګه بیرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بیرغونه هم درج شوي دي.

د دې بانک نوټ په مرکزي برخه کې چې د هر هېواد نوم په خپلو ملي ژبو لیکل شوی، د افغانستان نوم هم په پښتو ژبه «د افغانستان اسلامي امارت» لیکل شوی دی.

طالب چارواکي خپل حکومت «د افغانستان اسلامي امارت» بولي.

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر ایلیا روګاچف ویلي، چې دا بانکنوټ د روسیې له خوا جوړ شوی دی.

عراق کې د بشري حقونو ځینې فعالان د یزید پر ضد د "امام حسین" د وژلو رسمي شکایت ثبتول غواړي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۱ GMT+۱

یوه عراقي خبریال «ای نیوز» شبکې ته ویلي، عراق کې ځینې وکیلان او د بشري حقونو فعالان د یزید بن معاویه پرضد د «حسین بن علي، د هغه د کورنۍ او ملګرو د قصدي وژلو» په تور رسمي شکایت ثبتول غواړي. دوی ویلي، دا شکایت د وخت په تیریدو سره نه دی منل شوی.

حسام البهادلي دغه تلویزیون ته وویل، د بشري حقونو د دغو فعالانو له نظره «دا دعوا رښتینې ده او د وخت په تېرېدو پورې اړه نه لري».

دغه عراقي خبریال په تلویزیوني خپرونه کې وویل، د عراق د بشري حقونو فعالان په پام کې لري چې د عراق په یو شمېر محکمو کې د یزید پرضد شکایت وکړي او د هغه یو شمېر ستر جرمونه چې د هغو له جملې د امام حسین، د هغه د کورنۍ او ملګرو وژل په محکمو کې تعقیب کړي.

حسین بن علي د شیعه ګانو دریم امام دی چې د اسلامي روایتونو له مخې په ۶۱ هجري کال کې د یزید بن معاویه له لښکر سره په مقابله کې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره په کربلا کې ووژل شو.

ښاغلي البهادلي ای نیوز شبکې ته ویلي، چې د یزید پر ضد د قصدي قتل، تخریب او غلا په ګډون تورونه د عامه او شخصي قانون په برخه کې د څېړلو وړ دي.

د عاشورا د ورځې په مناسبت هر کال په نړۍ او په ځانګړې توګه په عراق، ایران، افغانستان، پاکستان او ګڼو اسلامي هېوادونو کې په میلیونونو ماتمچیان ماتم کوي.

د مالي په شمال ختیځ کې د اسلامپالو په برید کې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي وژل شول

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د مالي موقت حکومت وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې په یوه سیند کې د سپرلۍ پر کښتۍ د اسلامپالو وسلوالو په وروستي برید کې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان وژل شوي. د راپورونو له مخې په دغه سیمه کې پر پوځي کمپ په برید کې هم ۱۵ پوځیان او ۵۰ وسلوال وژل شوي.

د مالي حکومت په دغه هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

د تیمبوکتو شمالي ښار د تیرې میاشتې له وروستیو راهیسې کلابند دی او په دې وروستیو کې څو ځله د سیمې پر ټرانسپورټي سیسټم هم بریدونه شوي دي.

وسلوالو په نایجیر سیند کې پر هغه کښتۍ برید وکړ چې له ګایو څخه موپټي ته روانه وه.

دا سیند د دې سیمې یو له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ګڼل کیږي. دا سیمه هیڅ پټلۍ نلري او یوازې یو څو سړکونه لري.

د پوځ په وینا، وسلوالو په ګایو سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید کړی دی.

له القاعدې سره تړلې ډلې جماعت نصرت الاسلام والمسلمین د پوځ پر کمپ د برید پړه پر غاړه اخیستې، خو پر بېړۍ د برید په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا ډله یو له څو اسلام پالو ډلو څخه ده چې د مالي په شمال او ګاونډیو هیوادونو کې فعالیت کوي.

یوګانډا په کانګو کې د ۵۶۷ «داعش پلوه» وسلوالو د وژلو ادعا کوي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د یوګانډا ولسمشر وايي، د ۲۰۲۱ کال له ډیسمبر راهیسې یې له «داعش یا اسلامي دولت سره د تړلې ډلې» ۵۶۷ وسلوال وژلي دي. یووري موسویني د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې ډلې ۵۰ وسلوال یې نیولي او وسلې یې هم ضبط کړې دي.

د نوموړي په خبره، دا وسلوال له منځه تلونکي دي... دوی له تسلیمېدو پرته بله لار نه لري.

د یوموټی ډیموکراټیک ځواکونو په نوم دا ډله چې یوګانډا یې داعش پلوه بولي، په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې فعاله ده او د کانګو او یوګانډا پرضد بریدونه کوي.

د کانګو له اجازې وروسته یوګانډا د دې ډلې پرضد عملیات پیل کړل چې مرکزونه یې وران اووسلوال یې ووژني او یا یې هم ونیسي.

د یوګانډا ولسمشر د ګاډو د اډو، هوټلونو او مارکېټونو له مسوولانو وغوښتل چې خپل ګراکان یا مشتریان راجسټر کړي او دې سره د دې وسلوالې ډلې د بریدونو مخه ونیسي.