• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریکس په سمبولیک بانک نوټ کې درې رنګه افغان ملي بیرغ او د «افغانستان اسلامي امارت» نوم

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۲ GMT+۱

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر د متحده عربي اماراتو سفیر ته د بریکس سمبولیک بانک نوټ ډالۍ کړی، چې پکې د بريکس د ۵ غړو بيرغونه او تر شا يې د افغانستان د درې رنګه بيرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بيرغونه او د «د افغانستان اسلامي امارت» نوم لیکل شوی.

دغه سلګون نوټ په سویلي افریقا کې د روسیې په سفارت کې د بریکس په ډله کې د متحده عربي اماراتو د غړیتوب په مناسبت مېلمستیا کې ډالۍ شو.

د دغه بانک نوټ په مرکزي برخه کې د دغې ډلې د پنځو غړو هېوادونو -برازيل، چين، هند، روسيې او سویلي افريقا- بيرغونه په دایروي شکل درج شوي دي.

د دغه ډالۍ شوي بانک نوټ شاته د افغانستان د درې رنګه بیرغ په ګډون د ۱۴ هېوادونو بیرغونه هم درج شوي دي.

د دې بانک نوټ په مرکزي برخه کې چې د هر هېواد نوم په خپلو ملي ژبو لیکل شوی، د افغانستان نوم هم په پښتو ژبه «د افغانستان اسلامي امارت» لیکل شوی دی.

طالب چارواکي خپل حکومت «د افغانستان اسلامي امارت» بولي.

په سویلي افریقا کې د روسیې سفیر ایلیا روګاچف ویلي، چې دا بانکنوټ د روسیې له خوا جوړ شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

عراق کې د بشري حقونو ځینې فعالان د یزید پر ضد د "امام حسین" د وژلو رسمي شکایت ثبتول غواړي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۱ GMT+۱

یوه عراقي خبریال «ای نیوز» شبکې ته ویلي، عراق کې ځینې وکیلان او د بشري حقونو فعالان د یزید بن معاویه پرضد د «حسین بن علي، د هغه د کورنۍ او ملګرو د قصدي وژلو» په تور رسمي شکایت ثبتول غواړي. دوی ویلي، دا شکایت د وخت په تیریدو سره نه دی منل شوی.

حسام البهادلي دغه تلویزیون ته وویل، د بشري حقونو د دغو فعالانو له نظره «دا دعوا رښتینې ده او د وخت په تېرېدو پورې اړه نه لري».

دغه عراقي خبریال په تلویزیوني خپرونه کې وویل، د عراق د بشري حقونو فعالان په پام کې لري چې د عراق په یو شمېر محکمو کې د یزید پرضد شکایت وکړي او د هغه یو شمېر ستر جرمونه چې د هغو له جملې د امام حسین، د هغه د کورنۍ او ملګرو وژل په محکمو کې تعقیب کړي.

حسین بن علي د شیعه ګانو دریم امام دی چې د اسلامي روایتونو له مخې په ۶۱ هجري کال کې د یزید بن معاویه له لښکر سره په مقابله کې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره په کربلا کې ووژل شو.

ښاغلي البهادلي ای نیوز شبکې ته ویلي، چې د یزید پر ضد د قصدي قتل، تخریب او غلا په ګډون تورونه د عامه او شخصي قانون په برخه کې د څېړلو وړ دي.

د عاشورا د ورځې په مناسبت هر کال په نړۍ او په ځانګړې توګه په عراق، ایران، افغانستان، پاکستان او ګڼو اسلامي هېوادونو کې په میلیونونو ماتمچیان ماتم کوي.

پاکستان په چترال کې د پاکستاني طالبانو د برید له امله د افغان طالبانو سفیر احضار کړ

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۸ GMT+۱

پاکستان په اسلام اباد د طالبانو سفیر ته اعتراض کړی، چې پر چترال د برید پرمهال پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې ده. پاکستاني طالبانو ویلي، د چترال برید کې یې نهه پاکستاني پوځیان وژلي او د پوځ دوه پوستې یې نیولي دي. د پاکستان پوځ بیا وسلوالو پرضد په سیمه کې عملیات وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د طالبانو سفیر احضار کړی چې پر دغه برید او دغه راز د تورخم پر پوله د جګړې په اړه د پاکستان "سخت اعتراض" ورته څرګند کړي.

د خيبر پښتونخوا ايالت په چترال سيمه کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو "پراخ" بريد د دغې ډلې يو له سختو بريدونو بلل شوى دى.

ویل شوي چې په دې عملیاتو کې د دغې ډلې سلګونو وسلوالو برخه اخیستې وه.

طالبانو ویلي چې په دغه برید کې یې نهه پاکستاني پوځیان وژلي او د پوځ دوه پوستې یې نیولې دي.

د پاکستان پوځ د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی، خو وايي، د پاکستاني پوځ په ځوابي برید کې لږ تر لږه ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې چې تېره چهارشنبه سهار خپره شوه، ویل شوي چې دغو وسلوالو د افغانستان د نورستان او کونړ ولایتونو له سیمو په دې عملیاتو کې برخه اخیستې وه او په کابل کې یې له طالبانو سره پر دې موضوع خبرې وکړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دا ادعا بې ځایه بللې او وايي، د پاکستاني طالبانو وسله‌وال برید د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستو نه دی شوی.


المرصاد: په بدخشان کې د داعش دوولس کسیزه عملیاتي ډله ونیول شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۱

داعش ضد رسنۍ المرصاد ته د طالبانو امنیتي سرچینو ويلي، په بدخشان ولایت کې د دوی ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د «داعش ۱۲ کسیزه عملیاتي ډله ونیوله.» د طالبانو امنیتي سرچېنو ادعا کړې ده چې نیول شوو کسانو د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد نن جعمه- د سنبلې ۱۷ مه - د طالبانو د امنیتي سرچینو له قوله په خپل راپور کې زیاتوي چې له دې کسانو سره یې پر سپکو او درنو وسلو سربېره کمپیوټرونه او او نور تخنیکي وسایل هم نیولي دي.

که څه هم په دغه راپور کې د دې عملیاتو کره ځای او وخت ته اشاره نه ده شوې، خو وايي چې دغو عملیاتو څلور ورځې دوام درلود.

په دې راپور کې ادعا شوې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د داعش اړوند دغو وسلوالو د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود او په خپلو کړنو یې اعتراف کړی دی.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي، نیول شوي کسان د داعش-خراسان څانګې عملیاتي ډله وه، چې په بدخشان کې یې فعالیت درلود.

څو میاشتې وړاندې د بدخستان په مرکز فیض اباد کې داعش-خراسان څانګې د بدخشان لپاره د طالبانو والي نثار احمد احمدي په یو برید کې ځای پر ځای وواژه.

داعش-خراسان څانګې د نثار احمد احمدي د فاتحې مراسمو پرمهال په جومات کې ځانمرګی برید وکړ، چې د عامو کسانو ترڅنګ د طالبانو څو تنه مهم غړي پکې ووژل شول.

داعش ضد رسنۍ المرصاد د طالبانو بیا واکمنېدو سره فعاله شوې او د داعش اړوند راپورونه او د دغه ډلې پر ضد تبلغات کوي.

طالبانو د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د کرومایټ کان د استخراجولو خبر ورکړ

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د پکتیکا لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یې د کرومایټ کان پر اېستلو پیل وکړ. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وايي، په پام کې ده په پنځو کلونو کې له دغه کان ٩٠ زره ټنه کرومايټ استخراج شي.

طالب چارواکو باختر ته ویلي، په پنځو کلونو کې به د دې کرومایټ ډبرو او اوسپنې له پلور څخه شاوخوا یو میلیار او ۳۵۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي او څه باندې پنځوسو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

طالبانو واک ته رسیدلو سره زیاته پاملرنه د افغانستان کانونو اېستلو ته کړې ده او ادعا کوي چې له دې لارې غواړي افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کړي خو بیا ځیني سیاسي مخالفین د طالبانو په لاس د کانونو دا استخراج چور او تالان ګڼي.

ډیری په دې باور دي چې د کانونو استخراج د پخواني افغان حکومت او د هغوی له متحدینو سره د دغې ډلې د جګړې پر مهال د طالبانو د عوایدو یوه لویه برخه وه.

طالبانو په دې وروستیو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د افغانستان د اوو سترو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.

د مالي په شمال ختیځ کې د اسلامپالو په برید کې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړي وژل شول

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د مالي موقت حکومت وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې په یوه سیند کې د سپرلۍ پر کښتۍ د اسلامپالو وسلوالو په وروستي برید کې لږ تر لږه ۴۹ ملکیان وژل شوي. د راپورونو له مخې په دغه سیمه کې پر پوځي کمپ په برید کې هم ۱۵ پوځیان او ۵۰ وسلوال وژل شوي.

د مالي حکومت په دغه هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

د تیمبوکتو شمالي ښار د تیرې میاشتې له وروستیو راهیسې کلابند دی او په دې وروستیو کې څو ځله د سیمې پر ټرانسپورټي سیسټم هم بریدونه شوي دي.

وسلوالو په نایجیر سیند کې پر هغه کښتۍ برید وکړ چې له ګایو څخه موپټي ته روانه وه.

دا سیند د دې سیمې یو له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ګڼل کیږي. دا سیمه هیڅ پټلۍ نلري او یوازې یو څو سړکونه لري.

د پوځ په وینا، وسلوالو په ګایو سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید کړی دی.

له القاعدې سره تړلې ډلې جماعت نصرت الاسلام والمسلمین د پوځ پر کمپ د برید پړه پر غاړه اخیستې، خو پر بېړۍ د برید په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا ډله یو له څو اسلام پالو ډلو څخه ده چې د مالي په شمال او ګاونډیو هیوادونو کې فعالیت کوي.