• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المرصاد: په بدخشان کې د داعش دوولس کسیزه عملیاتي ډله ونیول شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۵ GMT+۱

داعش ضد رسنۍ المرصاد ته د طالبانو امنیتي سرچینو ويلي، په بدخشان ولایت کې د دوی ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د «داعش ۱۲ کسیزه عملیاتي ډله ونیوله.» د طالبانو امنیتي سرچېنو ادعا کړې ده چې نیول شوو کسانو د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو ته نژدې رسنۍ المرصاد نن جعمه- د سنبلې ۱۷ مه - د طالبانو د امنیتي سرچینو له قوله په خپل راپور کې زیاتوي چې له دې کسانو سره یې پر سپکو او درنو وسلو سربېره کمپیوټرونه او او نور تخنیکي وسایل هم نیولي دي.

که څه هم په دغه راپور کې د دې عملیاتو کره ځای او وخت ته اشاره نه ده شوې، خو وايي چې دغو عملیاتو څلور ورځې دوام درلود.

په دې راپور کې ادعا شوې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د داعش اړوند دغو وسلوالو د بدخشان په بریدونو کې لاس درلود او په خپلو کړنو یې اعتراف کړی دی.

د دې راپور په یوه برخه کې راغلي، نیول شوي کسان د داعش-خراسان څانګې عملیاتي ډله وه، چې په بدخشان کې یې فعالیت درلود.

څو میاشتې وړاندې د بدخستان په مرکز فیض اباد کې داعش-خراسان څانګې د بدخشان لپاره د طالبانو والي نثار احمد احمدي په یو برید کې ځای پر ځای وواژه.

داعش-خراسان څانګې د نثار احمد احمدي د فاتحې مراسمو پرمهال په جومات کې ځانمرګی برید وکړ، چې د عامو کسانو ترڅنګ د طالبانو څو تنه مهم غړي پکې ووژل شول.

داعش ضد رسنۍ المرصاد د طالبانو بیا واکمنېدو سره فعاله شوې او د داعش اړوند راپورونه او د دغه ډلې پر ضد تبلغات کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د کرومایټ کان د استخراجولو خبر ورکړ

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د پکتیکا لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یې د کرومایټ کان پر اېستلو پیل وکړ. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وايي، په پام کې ده په پنځو کلونو کې له دغه کان ٩٠ زره ټنه کرومايټ استخراج شي.

طالب چارواکو باختر ته ویلي، په پنځو کلونو کې به د دې کرومایټ ډبرو او اوسپنې له پلور څخه شاوخوا یو میلیار او ۳۵۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي او څه باندې پنځوسو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

طالبانو واک ته رسیدلو سره زیاته پاملرنه د افغانستان کانونو اېستلو ته کړې ده او ادعا کوي چې له دې لارې غواړي افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کړي خو بیا ځیني سیاسي مخالفین د طالبانو په لاس د کانونو دا استخراج چور او تالان ګڼي.

ډیری په دې باور دي چې د کانونو استخراج د پخواني افغان حکومت او د هغوی له متحدینو سره د دغې ډلې د جګړې پر مهال د طالبانو د عوایدو یوه لویه برخه وه.

طالبانو په دې وروستیو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د افغانستان د اوو سترو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.

طالبان وایي له چین سره د واخان لارې پر پرانیستلو وغږېدل

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱

په چین کې د طالبانو سفارت وايي، د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره یې چارسمبالي سفیر د واخان لارې پر پرانیستو خبرې وکړې. دغه سفارت پر اېکس شبکه یا پخواني ټوېټر زیاته کړې چې دواړه لوري افغان سوداګرو ته د ویزو پر اسانولو اونورو کونسلي مسلو هم وغږېدل.

طالبان وايي، دې لیدنه کې د دوی د سفارت چارسمبالي سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو چارو له رییس وانګ ټینشیان او د کونسلي چارو د ریاست له معاون وو ډیمین سره جلا جلا ولیدل‌.

طالبان وايي له چینايي چارواکو سره یې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز پر پرانیستو سربېره له دې لارې افغانستان ته د نوري فایبر مزي په غځولو هم لومړنۍ خبرې وکړې.

چین د بدخشان په واخان کې له افغانستان سره نږدې ۹۰ کیلومتره ګډه پولي لري.

پر طالبانو سربېره په جمهوریت کې هم افغان چارواکو له چین تمه لرله چې له دې لارې له افغانستان سره سوداګري پیل کړي.

خو چین تراوسه د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان سره راکړه ور کړه لري.

دې وروستیو کې د چینايي مالونو یوه جوپه د پاکستان له لارې هم افغانستان ته ورسېده.

سهیل شاهین: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ خپلولو لپاره مو هڅې چټکې کړې

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د استازولۍ د برخلیک په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړې په درشل کې، طالبانو د دې څوکۍ د خپلولو لپاره هڅې چټکې کړې دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وايي، د دوی د مشر د حکم له مخې هڅه کوي چې د دې ډلې حکومت په رسمیت وپیژندل شي.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو د باورلیک کمېټه په نږدې راتلونکي کې په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د برخلیک په اړه غونډه وکړي.

دغې کمېټې تر دې مخکې طالبانو ته د دې څوکۍ له سپارلو ډډه کړې ده.

دا مهال د افغانستان د پخواني حکومت استازی نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

سهیل شاهین د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره یې لیدلي او طالبان هڅه کوي له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی، خو زیاته کړې یې ده، چې د ډېرو اروپايي، عربي او اسیايي هېوادونو له چارواکو سره یې کتلي دي.

هغه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو نوماند دی ویلي، چې د دې هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې پر « هغو مهمو مسلو خبرې کړې» چې دا ډله ور سره مخ ده.

سهل شاهین د دغو خبرو جزئیات ورنه کړل، خو نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او پر ښځو او نجونو بندیزونه لرې کړي.

تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي.

حقاني له محقق او خلیلي افغانستان ته د ستنېدو غوښتنه وکړه

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، په بامیان کې غونډې ته په وینا کې له محمد محقق او کریم خلیلي وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي. خو محمد محقق یې په ځواب کې وايي، چې د افغانستان بنسټیزې ستونزې حل نه شي په داسې ساده بلنو نه ستنېږي.

سراج الدین حقاني پرون مرکزي ولایت بامیان کې یوې غونډې ته وویل: «د استاد محقق صیب او کریم خلیلي صیب په څېر مشران چې په بهر کې دي موږ دا ورته وایو چې دا ښه کار نه دی، تاسو خپل قوم او ملت لرئ، راشئ د یوه مشر په څېر په خپل هېواد کې ژوند وکړئ.»

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې نور هزاره مشران له درنښت ډک ژوند لري او کریم خلیلي او محمد محقق به هم خپل هېواد ته په ستنېدو سره نور محترم شي.

حقاني زیاته کړه چې دا کسان به افغانسان ته د ستنېدو په صورت کې خپل قوم ته د سولې پیغام ور کړي او په افغانستان کې به یووالی ټینګ کړي.

خو د ښاغلي حقاني په ځواب کې د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، په دې ساده بلنو افغانستان ته نشي ستنېدلی.

نوموړی له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د سراج الدین حقاني بلنه کوم نوی وړاندیز ونه باله او زیاته یې کړه، چې دا بلنې د افغانستان ستونزې حلولی نه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په داسې حال له دې دوو سیاسي مشرانو افغانستان ته د ستنېدو هیله لري چې ویل کېږي دې ډلې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي له بهرنیو چارواکو یا خلکو سره د لیدنو په برخه کې نوي قیودات لګولي دی.

ځايي سرچینې: په تورخم کې وضعیت کړکېچن دی او د دواړو خواوو ځواکونه ګوته پر ماشه دي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د تورخم سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له څو ساعتونو تېرېدو وروسته لا هم د پولې دواړو غاړو ته وضعیت کړکېچن دی، طالبان او پاکستاني پوله ساتونکي یو بله ته په مورچو کې ناست دي.

د طالبانو د سرچینو په وینا؛ د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګریزو موټرو له کاروانونو پاکه شوې ده.

له هغه ځايه يوه عيني شاهد وويل، چې د مړو او ناروغانو په ګډون هيچا ته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان په یوه روغتون کې د مغزي تومور له امله د مړ شوي افغان ماشوم کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د دویمې ورځې لپاره هم په تورخم کې د خپل ماشوم له جسد سره ولاړ دي.

د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د تورخم پر پوله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د دې ډلې غړو د پاکستان د برید په وړاندې غبرګون ښودلی دی. خو پاکستاني چارواکو د ډزو د پيل پړه پر طالبانو اچولې ده.

ډزې د چهارشنبې په ماسپښین پیل شوې او شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړ. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ ډزې هغه مهال پیل شوې، چې وسله والو طالبانو د تورخم دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول پیل کړل او پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې طالبانو دغه پوسته د دغه هېواد له چارواکو سره له تفاهم پرته په داسې سیمه کې جوړه کړې ده، چې تفاهم نه و موجود.

سیمه ییزو سرچینو افغان انټرنشنل ته ویلي، چې په نښته کې لږ تر لږه دوه طالبان وژل شوي او یو پاکستانی سرتېری ټپي شوی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دواړو لورو استازو د جګړې له پیل مخکې له یو بل سره لیده کاته کړي دي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې د غونډې اجنډا څه وه او د کومې موضوع پر سر شخړه د دواړو لورو ترمنځ په ډزو بدله شوه.

د طالبانو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، دواړه لوري هڅه کوي، چې د جګړې پر لاملونو او انګيزو خبرې وکړي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو او مسافرو د تګ راتګ اصلي ترانزیت دی. د رسمي شمېرو له مخې له دې لارې هره ورځ لسګونه زره مسافر تګ راتګ کوي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د تورخم د بندېدو له امله د مېوو، سبزیجاتو او نورو توکو سلګونه بار وړونکي لارۍ پر سړک ولاړې دي.

د ښاغلي سرحدي په وینا له دې جګړې وروسته سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.