• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوګانډا په کانګو کې د ۵۶۷ «داعش پلوه» وسلوالو د وژلو ادعا کوي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د یوګانډا ولسمشر وايي، د ۲۰۲۱ کال له ډیسمبر راهیسې یې له «داعش یا اسلامي دولت سره د تړلې ډلې» ۵۶۷ وسلوال وژلي دي. یووري موسویني د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې ډلې ۵۰ وسلوال یې نیولي او وسلې یې هم ضبط کړې دي.

د نوموړي په خبره، دا وسلوال له منځه تلونکي دي... دوی له تسلیمېدو پرته بله لار نه لري.

د یوموټی ډیموکراټیک ځواکونو په نوم دا ډله چې یوګانډا یې داعش پلوه بولي، په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې فعاله ده او د کانګو او یوګانډا پرضد بریدونه کوي.

د کانګو له اجازې وروسته یوګانډا د دې ډلې پرضد عملیات پیل کړل چې مرکزونه یې وران اووسلوال یې ووژني او یا یې هم ونیسي.

د یوګانډا ولسمشر د ګاډو د اډو، هوټلونو او مارکېټونو له مسوولانو وغوښتل چې خپل ګراکان یا مشتریان راجسټر کړي او دې سره د دې وسلوالې ډلې د بریدونو مخه ونیسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

کیوبا د اوکراین ضد د روسیې جنګ ته د ځوانانو د قاچاق په تور ۱۷ کسان ونیول

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د کیوبا چارواکي وايي، د اوکراین پرضد د روسیې پوځ ته د دغه هېواد د ځوانانو د جذبولو په تور یې ۱۷ کسان ونیول. کیوبا د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل، د دغې شبکې د موندلو او له منځه وړلو هڅه کوي چې په دغه هېواد او روسیه کې فعاله ده.

د کیوبا د کورنیو چارو وزارت ډګروال سیسر رودریګاز د پنجشنبې په ورځ وویل، د پلټنو په نتیجه کې د دې قاچاق ۱۷ داخلي پلانوونکي نیول شوي دي.

څارنوال خوزه لویس رایس وايي، دې قاچاق کې ښکېل کسان تر ۳۰ کاله بند، عمري بند او مرګ سزا سره مخ کېدلی شي.

د نوموړي په خبره، دا سزا هم د دې جرم اړوند رول پورې تړلې چې انساني قاچاق او د بل هېواد پرضد جګړه او دوښمني پکې راځي.

تېر کال د روسیې ولسمشر داسې قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې بهرنیان د روسیې د وګړتوب ترلاسولو په بدل کې د دغه هېواد په پوځ کې خدمت کولی شي.

کیوبا وايي، د اوکراین د جګړې برخه نه ده او د وسلوالو په توګه د دوی د وګړو کارول غندي.

د پیسو نړۍوال صندوق: په سعودي عربستان کې د بې کارۍ کچه تر ۵ سلنې ټیټه شوې ده

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۲۸ GMT+۱

د پیسو نړۍوال صندوق په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په سعودي عربستان کې د اقتصادي ودې د کمېدو له وړاندوېنې سره - سره په دغه هېواد کې د بېکارۍ کچه له ۹ څخه ۴،۸ سلنې ته راټیټه شوې ده.

دې ادارې ویلي، چې د عربستان د ورو اقتصادي ودې علت د تېلو د تولید د کمښت له مله دی.

په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې سعودي عربستان تېر کال د شلو پراختیایي هېوادونو په ډله کې تر ټولو چټکه اقتصادي وده درلوده.

د دغه راپور له مخې؛ سعودي عربستان تېر کال د تېلو د بیو د ناڅاپي لوړېدو له امله ۸،۷ سلنه اقتصادي وده درلوده، چې دا لومړی ځل و چې دغه هېواد د دولتي بودجې منفي کسر ولید.

سږکال اټکل کیږي، چې دا شمېره به ۱،۹ سلنې ته راښکته شي. د پیسو نړۍوال صندوق ویلي، چې اقتصادي کمښت د تولیداتو د کمښت سربېره د تیلو د بیو د راټیټېدو سره هم تړاو لري، چې د کوویډ-۱۹ د بندیزونو له لرې کېدو او د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته په بې ساري ډول لوړ شو.

سعودي عربستان او روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د روان کال تر پایه به د تولید کمولو ته دوام ورکړي. سعودي عربستان ویلي دي، چې دا اقدام د بیو د ثبات او د تېلو د بازار د ثبات لپاره اړین دی.

د تېلو په برخه کې لکه سیاحت او سپورت کې د سعودي پانګونه ګټوره ده. د پیسو نړۍوال صندوق وړاندوینه کړې، چې سږکال به په سعودي عربستان کې د غیر نفتي خدمات او صنایع نېږدې 5 سلنه وده وکړي.

رویټرز لیکي، چې په حکومتولۍ کې اصلاحاتو او په نویو سکټورونو کې د خصوصي پانګونې ودې د تېلو د دغه بډایه هېواد د غیر نفتي عاید زیات کړی دی.

دا وده د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د «د ۲۰۳۰ میلادي کال لرلید» پروګرام یوه برخه ده چې ژمنه یې کړې وه، چې د میلیاردونو ډالرو په پانګونې سره به د سعودي اقتصاد بدل او متنوع کړي.

د ترکیې د ۱۰۰۰ مترو په یو ژور غار کې د بند سړي پسې عملیات پیل شول

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۹ GMT+۱

د پنجشنبې په ورځ تر ۱۵۰ زیاتو ژغورونکو د ترکیې په جنوب کې په یوه غار کې بند پاتې امریکايي څېړونکي پسې د ژغورنې عملیات پیل کړل.

ترکي چارواکي وايي، مارک ډیکي د توروس غرونو ته څېرمه د مرکا په غار کې د اکتشافي ماموریت پر مهال له خونریزۍ سره مخ شوی دی.

مارک ډیکي په خپلې لومړۍ ویډیو کې چې اسوشیتیډ پریس خپره کړې له ترکي چارواکو څخه مننه کړې، چې د هغه د ژوند د ژغورلو په هڅه کې دي.

ډیکي د ناروغۍ له امله د دې اونۍ له شنبې راهیسې په دې غار کې بند پاتې دی.

یوه ترکي چارواکي بولنت ګینک رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه ۴۰ کلن سړي په ژغورلو کې د کروشیا او ایټالیا د ژغورونکو په ګډون څو نړۍوالې ژغورونکې ډلې شاملې دي.

هغه زیاته کړه، چې د ژغورنې عملیات به ښايي لس ورځې وخت ونیسي؛ خو د دغه امریکايي وګړي د روغتیايي وضعیت خرابوالی یا ښه والی کولای شي د ژغورنې عملیات چټک یا ورو کړي.

بولینټ ګنګ وویل،چې د مارک ډیکي حالت ښه شوی او هغه اوس کولی شي په خپلو پښو ودریږي.

په دې غار کې د ټیلیفون یوه کرښه چې د ۱۰۴۰ مترو په ژوروالي کې کار کوي، نصب شوې او په دغه ځای کې د ارتباطاتو نور سیستمونه هم نصب شوي دي.

د ترکيې او نړۍوالو ژغورونکو ډلو انځورونه چې د دې غار په شاوخوا کې يې کمپونه جوړ کړي دي خپاره شوي دي. دا په ترکیه کې درېیم لوی غار دی چې شاوخوا 2140 متره ژور دی.

د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه به شپږ زره افغان کډوال له پاکستان څخه کاناډا ته واستول شي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) خبر ورکړ، چې په پاکستان کې مېشت شپږ زره افغان کډوال به د روان کال تر پایه کاناډا ته واستول شي. کاناډا د افغان کډوالو د لېږد ټول لګښتونه ورکوي.

ویل شوي، چې د هر کس د وتلو د پروسس فیس ۳۰ ډالره دی، چې کاناډا یې ورکوي.

سربیره پر دې؛ هر هغه افغان چې د ویزې موده خلاصه شوی وي او پرې جریمه راغلې وي دا جریمه هم د کاناډا دولت لخوا ورکول کیږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د هر کس جریمه ۸۰۰ ډالره ده.

د پاکستاني رسنیو په وینا؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د انتقال په اړه د کاناډا د حکومت له غوښتنې سره موافقه کړې ده.

ویل کیږي هغه کسان چې کاناډا ته لېږدول کیږي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ځورونې له ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو تر واکمندیو وروسته د کاناډا حکومت اعلان وکړ، چې ۴۰ زره افغان کډوال به ومني. د راپورونو له مخې تر اوسه شاوخوا ۳۵ زره کسان کاناډا ته لېږدول شوي دي.

جاپان سپوږمۍ ته پلټونکی توغندی وتوغاوه

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۶ GMT+۱

جاپان د پنجشنبې په ورځ د «سپوږمۍ نښه ویشتونکی» په نوم پلټونکی توغندی سپوږمۍ ته وتوغاوه. که دا توغندی په بریالیتوب سره خپل هدف ته ورسېږي، جاپان به د نړۍ پنځم هېواد شي چې تر سپوږمۍ ځان رسوي.

د جاپان د هوا تشیال موندنو ادارې ویلي، دا توغندی د پلان له مخې د دغه هېواد په سوېل کې له تانګاشیما تشیالي یا فضايي مرکز په بریالیتوب وتوغول شو.

پر دې توغندي لپاره نږدې سل میلیون ډالر لګول شوي او تمه ده چې د راتلونکي میلادي کال په فبروري کې پر سپوږمۍ کېني.

د جاپان د هوافضا موندنو مشر هیروشي یاماکاوا ویلي، د دې تشیالبېړۍ د توغولو لویه موخه «په خورا ځیرتیا او د خوښې ځای کې کېناستل دي، نه په هغه ځای کې چې کېناستلی شو.»

د جاپان دا تشیالبېړۍ دوه اونۍ له هغه وروسته ده چې د هند جاندریان-۳ پلټونکی په بریالیتوب پر سپوږمۍ کېناست.

د دې توغندي د توغولو لپاره سږ کال دا د جاپان څلورمه هڅه ده.

پخوانۍ هڅې د بدې هوا او د تخنیکي ستونزو له امله بې نتیجې شوې.

جاپان تېر کال دوه ځلې هڅه وکړه چې توغندی یې پر سپوږمۍ کېني، خو بریالی نه شو.

که د جاپان دا هڅه بریالۍ شي، نو له امریکا، روسیې، چین او هند وروسته به پنځم هېواد وي چې تر سپوږمۍ ځان رسوي.