• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه محمود قریشي وايي په بند کې «هر جبر» په مېړانه زغمي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۲ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د پاکستان پخوانی بهرنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي وايي، په بند کې «هر جبر» په مېړانه زغمي شاه محمود قریشي د چارشنبې په ورځ محکمې ته د تلو پر مهال خبریالانو ته ویلي چې «بې ګنا او سیاسي» بندي دی.

د نوموړي د همدې خبرو ویډیو خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې وايي، له خدای غواړي چې هر جبر وزغمي.

نوموړی قاضي ته په خطاب کې وايي، چې ممکن انصاف وځنډول شي، خو پټېدلی نه شي.

د هغه په خبره، په اډیاله بند کې یوازې ساتل کېږي او د نورو بندیانو په څېر چکر ته هم نه پرېښودل کېږي.

شاه محمود قریشي دا هم وايي، چې خپل هېواد پرې ګران دی او کله یې هم ور سره خیانت نه دی کړی او که یې کومه غداري کړې وي، نو پانسي ته تیار دی.

شاه محمود قریشی د تېرې اګسټ میاشتې پر ۱۹ په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا په خبل کور کې ونیول شو.

تر دې مخکې هم شاه محمود قریشي نیول شوی، خو له څو ورځو بند تېرولو وروسته خوشی شوی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان بند دوه اونۍ نور هم اوږد شو

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وکیل وايي، د حکومتي رازونو په تړاو د ښاغلي خان د بند موده دوه اونۍ نوره هم اوږده شوه. د عمران خان وکیل نعیم پنجوته د چارشنبې په ورځ په اېکس یا پخواني ټوېټر کې لیکلي، ښاغلی خان به د سپټمر تر ۲۶ بندي وي.

د تېر اګسټ پر پنځمه عمران خان د حکومتي ډالیو یا توشه خانې قضیه کې د دریو کلونو لپاره اټک جېل ته ولېږل شو، خو وروسته د پاکستان یوې سترې محکمې د ښاغلي خان دا سزا وځنډوله او ویې ویل نوموړی په ضمانت خوشی کېدلی شي.

خو نوموړی بیا هم د دولتي رازونو د رسوا کولو اړوند قضیه کې د ۱۴ ورځو لپاره بندي شو او اوس یې بیا دا بند ۱۴ ورځې نور زیات شوی دی.

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې ښاغلی خان تورن کړی دی چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر لیک له عوامو سره شریک کړی دی.

په کراچۍ ښار کې د یوې دیني مدرسې مشر، ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو وژلی

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې بېګاه شپه د (سېپټمبر په ۱۲مه) د جامعه اسلاميه ابوبکر په نوم د یوې دیني مدرسې مشر مولانا ضیاء الرحمن نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژلی دی.

د سیمې د پولیسو مشر عرفان بهادر وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې.

د نوموړي په وینا، د مولانا ضیاالرحمان په وژلو کې دوه ښکېل کسان په موټرسایکل سپاره وو.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دغې وژنې پړه نه ده منلې.

په دې وروستیو کې د پاکستان په ‌‌‌‌‌‌ډېریو ښارونو کې د ناامنیو د ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو تر څنګ هدفي وژنو هم زور اخیستی دی.

پاکستانۍ سرچينې وايي: دا ځل مو د طالبانو حکومت ته وروستی چانس ورکړی

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۵ GMT+۱

پاکستانۍ پټې سرچينې وايي، لا هم د افغانستان خاوره د دوحې تړون خلاف د پاکستان پر ضد کارول کيږي. سرچينې وايي، «په ځلونو مو طالبانو سره د دواړو هيوادونو د ستونزو حل لپاره له ډيپلوماتیکو لارو هڅې کړې خو تر اوسه يې کومه مثبته پایله نه ده لرلې.»

هغه سرچينې چې نه غواړي هويت يې څرګند شي وايي، نور دوی په دې باور دي چې ډيپلوماتيکې هڅې پای ته رسیدلې او دوی به دا ځل نيغ په نیغه د خپلو مخو ترلاسته کلو لپاره «په افغانستان کې د ننه ځينې هدفونه په نښه کړي.»

سرچينې زیاتوي، دوی څو ځلې په کابل کې له طالبانو غوښتي چې په خپله خاوره کې دې پاکستاني طالبانو ته ځای نه ورکوي او هغوی دې له خپلې خاورې وشړي خو وای «تر اوسه پورې دا کار نه دی شوی.»

دغه پټې سرچينې وايي «اوس هم ټي ټي پي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.»

د سرچينو په خبره که په کابل کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په له منځه وړلو کې ګام وانخلي نو دوی به خپله لاس په کار شي او «هغلته به بریدونه وکړي چیرته چې د ټي ټي پي مرکزونه او پناځایونه دي.»

د دغو سرچېنو اشاره افغانستان ته وه خو دا يې نه دي ويلي چې د افغانستان په کومه سیمه کې؟

سرچينې وړاندې وايي دوی به «په افغانستان کې ټي ټي پي په نښه کړي او هم به د هغوی په ملاتړو ته ګوزارونه وکړي.»

طالبانو تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وياندې څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي چې «پاکستان په خپل هيواد کې امن نه شي راوستلی او پړه يې په افغانستان اچوي.»

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال هم ويلي چې دوی د «خپل امن ساتلو مسوليت لري او د بل امن د هغوی خپل کار دی.»

له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو او پاکستاني حکومت تر منځ د سرحدي او داخلي مسلو پر سر ناندرۍ روانې دي خو دا ځل داسې ښکاري چې د پاکستان لنډمهالي حکومت چارواکي په دغه ګام کې جدي دي.

په کورمه کې د سني او شعیه مذهبو کرکېچ؛ یو شمېر قومي مشرانو ۳۰۰ ښوونځي تړلي دي

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د شعیه ښوونکو د غیرحاضرۍ له امله د پاکستان د خېبر پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې قومي مشرانو نېږدې ۳۰۰ دولتي ښوونځي د یوه اعتراض په دود تر نامعلومې نېټې پورې تړلي دي.

په کورمه کې د شعیه مذهبو ښوونکو د غیر حاضرۍ مساله د روان کال د می په میاشت کې د څلورو شعیه استادانو له وژلو وروسته راپورته شوه.

له دې پېښې وروسته نېږدې ۲۰۰ شعیه استادانو سني مېشتو ښوونځیو ته له ورتګه انکار وکړ، چې په ګڼو ښوونځیو کې یې تعلیمي بهیر ټکنی کړ.

د کورمې قومي مشرانو د ښوونځیو له تړلو وروسته ویلي، که چېرې څوک په خپل سر دغه تړلي ښوونځي پرانیزي نو د قومي تړو او جرګو پر بنسټ به ورسره چلند کیږي.

دوی له صوبايي حکومته غواړي، چې د دوی ښوونځیو ته دې پام وکړي او رامنځته شوې کشاله دې حل کړي.

قومي مشر حاجي زمان کورمه وال افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د کوزې او منځنۍ کورمې ښوونځیو تش په نوم فعالیت کاوه.

هغه زیاته کړه: “ریاست په زوره زموږ سکولونه(ښوونځي) کمزوري کوي، د شعیه استادانو د نه راتګ میاشتې وشوې، خو حکومت ورته هېڅ پام ورته نه کوي، زموږ اولادونه دوی په زور له تعلیمه بې برخې کوي نو ځکه مو ښوونځي وتړل”.

د نوموړي په خبره، چې په منځنۍ او کوزه کورمه کې داسې ښوونځي هم وو، چې ښوونکي یې په میاشتو – میاشتو خپلې دندې ته نه حاضریږي.

بل خوا پاکستاني رسنیو د منځنۍ کورمې د یوه چارواکي احسان الله احسان په حواله ویلي، چې دوی هڅه کوي دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

ښاغلي احسان زیاته کړې، چې دوی به د قومي مشرانو سره ګډې ناستې ولري او یاده ستونزه به د دخیلو غاړو په تفاهم سره حل کړي.

د یادونې وړ ده، چې د خېبر پښتونخوا په کورمه کې سني او شعیه مذهبي اوسي، چې وخت ناوخت یې تر منځ د مذهبي اختلافاتو له امله نښتې رامنځته کیږي.

د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز: په افغانستان او پاکستان کې القاعده له زوره لوېدلې

۲۱ وږی ۱۴۰۲ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښو ۲۲ کاله پوره کیږي، د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز ویلي، چې د القاعده شبکه له زوره لوېدلې او نور د لویو بریدونو وس نه لري.

د دغه مرکز مشر کریسټي ابیزید پرون دوشنبه (وږي ۲۰) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې القاعده په خپل تاریخي مرکز”افغانستان او پاکستان” کې ځای لري خو د بیا راپورته کېدو احتمال یې نه شته.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په متحده ایالاتو کې د القاعده د یوې خونړۍ پېښې ۲۲ کاله پوره شوي او دا پېښه په ټوله نړۍ کې یوه هېښوونکې پېښه بلل شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د القاعده شبکې موخو ته لاسرسی، مشرتابه، ګروپي فعالیت، او سیمه ییز مناسب چاپیریال له لاسه ورکړی دی.

خو بل خوا ملګرو ملتونو ته د امنیت شورا په راپور کې چې د جون په میاشت کې خپور شو؛ خبرداری ورکړل شوی، چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې لپاره په مناسبه سیمه بدل شوی.

په راپور کې ویل شوي، چې القاعدې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه تر لاسه کړي او د سرتېرو کمیت یې زیات شوی دی.