د بریتانیا پولیسو درې کسان د یوې لس کلنې نجلۍ د وژنې په تور نیولي

د بريتانيا پوليسو د جمعې په ورځ (د وږي ٢٤مه) د يوې لس کلنې نجلۍ سارا شريف د وژلو په تور درې تنه نيولي دي. د سارا پلار عرفان شریف هم په دې قضیه کې له تورنو کسانو څخه دی.

د بريتانيا پوليسو د جمعې په ورځ (د وږي ٢٤مه) د يوې لس کلنې نجلۍ سارا شريف د وژلو په تور درې تنه نيولي دي. د سارا پلار عرفان شریف هم په دې قضیه کې له تورنو کسانو څخه دی.
د سارا مړی یوه میاشت وړاندې د لندن سویل لویدیځ ته په ووکینګ ښار کې په خپل کور کې وموندل شو.
د سارا پلار ۴۱ کلن عرفان شریف، د هغې میره ۲۹ کلنه بیناش بتول او تره یې ۲۸ کلن فیصل ملک له پېښې یوه ورځ مخکې پاکستان ته تللي وو.
دغه کسان د چهارشنبې په ورځ بریتانیا ته راستانه شوي او د دوبۍ له هوايي ډګر څخه د لندن ګاتویک هوايي ډګر ته له رسیدو وروسته ونیول شول.
د ساري پولیس وايي، دغه درې کسان د یوه ماشوم د وژلو او یا د وژلو د زمینې د برابرولو په تور نیول شوي دي.
تمه کیږي چې دوی به د جمعې په ورځ د ګیلډفورډ محکمې ته حاضر شي.
د پولیسو په بیان کې ویل شوي: «د سارا مور ته د نویو پرمختګونو په اړه خبر ورکړل شوی دی».


د هند مالیې وزیره نرمالا سیتارامن هیله منه ده چې سږ مالي کال به دغه هېواد ۱۰.۵ سلنه اقتصادي وده وکړي. نوموړې د جمعې په ورځ له بزنس سټنډر ورځپانې سره مرکه کې ویلي: «زه باوری یم چې دې هدف ته به ورسېږو.»
د هند مالي کال د اپرېل پر اوله پیلېږي. د دغه هېواد ناخالص کورنی تولید په تېرو دوه نیمو کلونو کې بې ساری لوېدلی دی.
دې هندۍ چارواکېد جشني غوښتنې پوره کولو لپاره د سوداګرو لخوا د سپرلۍ ګاډو ذخیره کول د "اقتصاد لپاره ښه خوځښت اوفعالیت" وباله.
هند کې جشني یا فیسټیوالي موسم د سپټمبر په وروستیو کې پیلېږي.
د دې اونۍ په لومړیو کې د هند د ټرانسپورټ وزیر ویلي و چې پر ډېزلي ګاډو د اضافي لس سلنې مالیې وړاندیز کوي، خو وروسته له دې خبرې شا ته شو.
کله چې په دې تړاو سیتارامن وپوښتل شوه، نو ویې ویل چې اقتصادي وده د ډېزلي ګاډو تر مالیې لومړیتوب لري او زیاته یې کړه: «زه داسې اقتصاد څارمچې باید وده وکړي.»
نوموړې په یوه بله مرکه کې دا هم ویلي چې نږدې ۲۲ هېوادونه له هند سره پر روپۍ راکړه ور کړه ارزوي.
د هند مالیې وزیره په داسې حال ۱۰.۵ سلنه اقتصادي ودې ته هیله منه ده چې سږ کال دغه هېواد د چټکې اقتصادي ودې لومړۍ درجه سعودي ته پرېښوده او په دې برخه کې دویم مقام ته وغورځېد.
هند تېر کال ۷ سلنه اقتصادي وده درلوده، خو وړم کال دا وده ۸.۷ سلنه وه.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې نړۍوال د خپل غوښتنو لپاره د نجونو زده کړې د یوې بهانې په توګه بیانوي. نوموړي د چارو له کارپوهانو او استادانو غوښتي چې په دې اړه دې چوپ پاتې شي او د دوی امر دې ومني.
نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې نړۍوال غواړي چې د افغانستان ښځې هم د نورې نړۍ د ښځو په څېر کړي.
هغه زیاته کړه: “موږ د نړۍ غوښتنې نه منو، دوی غواړي د افغانستان ښځې هم د نورو غوندې کړي او دا د افغانستان تمدن او مذهب نه مني”.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له دیني عالمانو، استادانو او کارپوهانو هم وغوښتل چې د ښځو او نجونو د تعلیم د حق په اړه چوپه خوله پاتې شي او د طالبانو امر دې ومني.
د طالبانو د کابینې دغه غړي له ښځو او نجونو غوښتي، چې د زده کړو د حق د خوندي کولو لپاره بېړه ونه کړي.
ندیم زیاته کړه:"د افغانستان مسلمانان له موږ سره پردۍ غوښتنې نه مني، موږ ښځو ته هغه حقونه ورکوو، څه چې الله تعالی ورکړې وي هغه موږ هم ورکوي، خو دوی دې بېړه نه کوي."
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی د ښځو د زده کړو په اړه دا ډول دریځ بیانوي، بلکې له دې وړاندې هم د طالبانو د کابینې ګڼو غړو د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو او نجونو د زده کړو په اړه بېلابېل سخت دریځونه بیان کړي دي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ٢٣مه) اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د ترکيې له سفير او له حامد کرزي سره وکتل. ښاغلی عبدالله چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې هند ته تللی و؛ بېرته کابل ته راستون شوی دی.
عبدالله عبدالله یو له هغو څو سیاسي څېرو څخه دی، چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی دی.
که څه هم د ۱۴۰۰ لمریز کال په حوت میاشت کې پر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر بندیز لګېدلی وه، خو له څه مودې وروسته دغه سفري بندیز یو څه کم شوی دی.
ښاغلی عبدالله د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې څو ځلې له افغانستانه وتلی او بېرته راستون شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ د ښاغلي عبدالله کورنۍ په هند کې ده او د کورنۍ د لیدو لپاره وخت په وخت ورځي.
په دې وروستیو کې د ښاغلي عبدالله د اوږدې مودې نه شتون او د هغه راستنېدل په داسې حال کې ترسره کیږي، چې طالبانو د حامد کرزي په ګډون د سیاسي شخصیتونو په سفرونو او لیدنو محدودیتونه ډېر کړي.
څه موده وړاندې طالبانو د «امنیت د تامین» په پلمه له بهرنیو چارواکو سره د ښاغلي کرزي پر ملاقاتونو بندیز ولګاوه.
بل خوا د افغانستان پخواني ولسمشر ته نېږدې سرچینو تایید کړې، چې طالبانو په تېرو اوونیو کې ایران، جرمني او چین ته د حامد کرزي د درېیو سفرونو مخه نیولې ده.
ښاغلي عبدالله کابل ته له راستنېدو وروسته پر اېکس ټولنیزې شبکې (ټوېټر) کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره یې د خدای پامانۍ ملاقات کړی دی.
عبدالله عبدالله د ترکیې د سفیر د ډېپلوماتیکو فعالیتونو ستاینه کړې ده.

د ايټاليا د لامپدوسا ټاپو ښاروال د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۲۳مه) وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې شاوخوا ۷ زره کډوال له شمالي افريقا په کښتيو کې دغه ټاپو ته رسېدلي دي.
فیلیپو د دې کډوالو د ښه راغلاست پر مهال ویلي، په دې ټاپو کې وضعیت «بحراني» شوی دی.
د ایټالیا په لامپدوسا ټاپو کې چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې له شپږ زرو زیاتو کډوالو له راتګ سره دغه ټاپو له «بحران» سره مخ شوی دی.
دغه چارواکي له اروپا او د ايټاليا له حکومته هم غوښتي، چې د دغو کسانو د مرستې او ملاټړ لپاره ژر تر ژره لاس په کار او د انتقال برخه کې یې اقدام وکړي.
په مدیترانې سمندرګي کې لامپدوسا ټاپو د تونس، مالټا او همدارنګه د ایټالیا د سسلي لوی ټاپو تر منخ موقعیت لري. دا بندر دهغو ډېرو پناه غوښتونکو لومړنی ځای دی، چې اروپایی اتحادیې ته د رسېدو په لټه کې دی.

برېتانيا، فرانسې، جرمني او امريکا په يوې ګډه اعلاميه کې د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ته ويلي، که ايران خپلې ژمنې پوره نه کړي او د اټومي انرژۍ اړوند مسايل روښانه نه کړي؛ نو د ايران په اړه لا زياتو اقداماتو ته اړتيا ده.
دغو څلورو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوې بیانیې کې ایران ته په خطاب کې لیکلي: «ایران باید له ځنډ پرته، د تورقوز اباد او ورامین په تړاو د اوسنیو اټومي مرکزونو او تجهیزاتو په اړه د باور وړ تخنیکي معلومات ورکړي».
ایسنا خبري اژانس په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکلي، چې ایراني چارواکو دې ادارې ته ویلي چې په تورقوز اباد او ورامین کې دوو ځایونو ته د لاسرسي لپاره چمتو دي.
د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې په وار-وار د تهران د یورانیمو د غني کولو د کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې د دوی په وینا ۶۰ سلنې ته رسېدلې ده.
په دې وروستیو کې دې ادارې اعلان وکړ، چې تهران د ۱۱۴ کیلوګرامه غني شوي یورانیمو په ذخیره کولو سره لږ تر لږه د دوو اټومي وسلو لپاره د سونګ موادو د برابرولو وړتیا لري.
د دې میاشتې په پیل کې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ، چې ایران د اټومي وسلو لپاره د بډایه شوي یورانیمو په راټولولو کې د پام وړ کموالی راوستی دی، خو د اسلامي جمهوریت مرستیال او د دغه هېواد د اټومي انرژۍ د سازمان مشر دې ته په ځواب کې وویل، چې د یورانیمو غني کول د دې هېواد د پارلمان د مصوبو په اساس دوام لري.