خالصتان غورځنګ له هند بېل خپلواک سیک هېواد غواړي او دا نظریه پر ۱۹۴۷ کال د هند او پاکستان د خپلواکۍ له وخت راهیسې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پنجاب سیمه بېلېدله روانه ده.
سیک مذهب په ۱۵ زیږېزه پېړۍ کې جوړ شوی او دا مهال نږدې ۲۵ میلیونه پیروان لری. سیکان که د هند د پنجاب اکثریت جوړوي، خو د د دغه هېواد لږکي دي او د ۱.۴ میلیارده وګړو دوه سلنه برخه یې جوړوي.
د چین دفاع وزیر لي شانګفو له نږدې دریو اونیو راهیسې نه لیدل کېږي او راپورونه وايي، چې په څو جلسو کې هم نه وو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ هم نږدې درې میاشتې مخکې یوه اونۍ نه و او ور سره له دندې ګوښه شو.
د لي کوان یو سیاسي ښوونځي غړي درو ټامپسن هم ګارډین ته ویلي: «پر چین ګانګ او لي چې څه راغلي هغه د تیاره سیستم او اندېښمنوونکو شرایطو یوه بېلګه ده.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مهم پخوانی چارواکی ښاغلی ټامپسن په دې باور دی چې په دریو میاشتو کې د چین د بهرنیو او دفاع وزیرانو ورکېدل بوږنوونکي دی.
د هغه په خبره:«بهرنیو خبرو اترو کې دا مهم کسان دي، خو چین په دې تړاو نړیوالې ټولنې ته وضاحت نه ور کوي چې ولې او څنګه دا کسان ورک شول. دا پېښې =ښيي چې بېجینګ دا مهال په خپل کورني سیاست کې ښکېل دی. »
جنرالي لي شانګفو تېر مارچ کې دفاع وزیر شو. نوموړی تر هغه مخکې د وسلوالو ځواکونو د څار مرکزي نظامي کمېسون مهم غړی و.
د لي له ورکېدو سره بیا هم د هغه ژوند لیک او د جنرالۍ رتبه د چین وېبپاڼو کې شته، خو له بهرنیو چارو وزارت د چین ګانګ لرې کېدو سره ژر د هغه رسمي نوم هم له وېبپاڼو لرې شو، وروسته بیا ځینې وېبپاڼو دا نوم بیا ولیکه.
لیک: ازاد خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی
د پیښور ښار له ګڼې ګوڼې ورو ورو په کوهات روډ د ادم خېل درې د غرونو لمنو ته داخلیږو. شاوخوا غرونه سره را نزدې کیږې او د ټوپکو د ډزو غږونه اوریدل کیږې چي مشتریان یې له خرید وړاندې ازمایي چې د کوم یوه مرمۍ خو به نه غله کیږي.
د ښکلو غرونو په منځ کې په لیکه پروت د ادم خېل درې د بازار دواړو طرفونو ته له وسلو ډکو دوکانونونو او کوچنیو کارخانو زماد سفر ملګری وډاراوه. په ادم خېل دره کې کې وستکاري یا د وسلو جوړولو کار نږدې ۱۳۰ کاله وړاندې د انګریزنو په دور کې پیل او د پخواني شوروي په مقابل کې د افغان جهاد په ۸۰ او ۹۰ لسیزو کې یې خورا رونق پیدا کړ . د امریکایي وسلو په لټون پسې یوه دوکان ته ورغلو. دوکان کې مخامخ دوه ډوله امریکايي ټوپک اېم څلور او اېم یوویشت را ځوړند وو. دوکاندار وايي، «د یوه امریکایي توپک قیمت څلور لکه کلدارې او د بل ۷۵۰ زره یا اوه نیم لکه کلدارې دی، البته چې د پاکستان کوم ځای ته یې غواړې مونږ یې په زیمواري در رسوو»
بل دوکاندار هم چې نوم اخیستل نه غواړي وایي: «امریکایي وسلې او مهمات لکه مرمۍ ، د شپی دوربینونه او ان لباسونه راوړل کیږي، د پخواني حکومت عسکرو او د طالبانو غړو چې دغه وسلې نیولې یا پټې کړې اوس یي پلوري، دا یو ځنځیري تجارت دی له اخیستو وروسته په سختو قاچاقی لارو پاکستان ته راوړل کیږي او دلته ښه ګرم بازار لري.»
دی وايي د امریکایي وسلو خاص مارکېټ دی، هر څوک دغه وسلی اخیستلی نه شي ځکه قیمت یې لوړ دی خو بیا هم ډیر تعداد کې پلورل کیږې .”
هغه زیاته کړه «دا وسلې چي امریکا اول افغانستان ته راوړې او اوس یی پریښولې یوازی پاکستان ته نه راځي نورو هیوادونو ته هم ځي ، مثلا د قاچاق په واسطه د ایران له لارې تر عراق، سوریې او ترکیې او د مرکزي اسیا هیوادونو ته هم روانې دي.» دوکان ته دوه تنه د ټیت قد خام تور رنګه ځوانان له اپریدي ترجمان سره را ننوتل او سملاسي یې عربي ژبه شروع کړه. «مونږ د مسقط نه راغلي یو وسلې مو په کار دي.» اصلي امریکایي ټوپک یې وکوت خو پر روسۍ لنډۍ پپه شه یې پام ورغلو او ملګري ته یې وویل: «هذا جید جید» یانې دا غوره وسله ده . دوکاندار مشال خان مونږ ته په یو ساه څلور پنځه امریکایي ټوپکې راښکته کړې یوه نیمه یې استعمال شوې وه په ځینو برخو یې د استعمالوونکو یادګارونه او نومونه لیکل شوي وو. یو دوکاندار زړور اپریدي نه مې و پوښتل تاسو دا په چا خرڅوئ، ټي ټي پي والو باندې یې هم پلورئ؟
دوکاندار په خپلو غټو بریتو لاس راښکلو ویې ویل: «د امریکا له تیښتې وروسته په زرګونه میله وسله دلته راغلې، مونږ یې دا نه ګورو چې اخییستونکي یې څوک دي. د دې مارکیټ اصول دا دي وسله پلوره د اخیستونکي شناخت پاڼه مه ګوره.» مارکېټ د امریکایي وسلو له کاپي شویو وسلو هم ډک و او داسې ښکاریدل چې اوس روسی کلاشنکوف د خلکو هیر شوی او امریکايي اېم یوویشت او اېم څلور فیشن ګرځېدلی دی. وسله پلورنکی خوشال خان وایي “ دلته د جوړ شوي امریکايي اېم څلور قیمت یو نیم لک او د اصلي له ۴ نه تر ۵ لکو کلدارو پورې دی. پاکستان له ډیره وخته شکایت کوي چې امریکا د بیلیونونو ډالرو وسله په افغانستان کې پریښودله او اوس ټي ټي پي پر دغه وسله او د شپې دوربیونو په واسطه د دوی عسکر وژني.
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ هم بار بار ویلي، له امریکا د بایدن په مشرۍ له افغانستانه د وتلو د ناسمو پریکړو له امله پوځي وسایط او وسله په افغانستان کې پاتې شول . د دره ادم خیلو بازار کې د بې خرته امریکایي وسلو بازار دا پخلی کوي چې دغه سیمه کې د وسلو امبار د سیمې لپاره خطرناک ثابتیدی شي. خو ایا پاکستان واقعا له امریکایي وسلو خطر احساسوي که پر امریکا هسې پړه اچوي چی ستا وسلې په ما استعمالیږې او دا ستا مسوولیت دی چې را سره مرسته وکړې، خو د وسلو دا مارکېټ دا هم ښیي چې پاکستان یې پرضد پخپله کوم ګام نه پورته کوي.
داسې ښکاري چې امریکا هم دا ځل په دې ګیلو مانو په اسانه دې سیمې ته سر نه راښکار کوي او نه هم د پاکستان په شکایتونو غوږ ګروي.
د جیمز ټاون په نوم امریکايي مرکز وايي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د پاکستان په تېره د پښتونخوا او بلوچستان امنیتي حالت بدتر شوی.
دا اداره په تېرو ۲ کلونو کې په پاکستان کی د وسلوالو د ۷۳ سلنې او د مرګژوبلې ۱۳۸ سلنې زیاتېدو خبره کوي.
د دې بنسټ په خبره، پر کابل د طالبانو واکمنېدو پسې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو پاڅون لا ډېر خطرناک شوی دی او ان بلوڅ مېرمنې په ځانمرګو بریدونو کې ښکېلې دي.
جیمز ټاون د ځانمرګو ښځو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
جیمز ټاون بنسټ امریکايي فکري مرکز یا اندیځ دی چې پر ۱۹۸۴ کال ویلیام ګیمر جوړ کړ او اوس له ۵۰ د ډېرو نړیوالو کارپوهانو لرلو سره د اسیا او اوراسیا او ترهګرۍ اړوند سیاست پلانولو او ستراتیژیکو اطلاعاتو په برخه کې د معلوماتو رسولو مهمه سرچینه بلل کېږي.
دغه بنسټ وايي، د بلوچستان مرکز کوټه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې پر مهال طالبانو، جنایتکارو، د نشه يي توکو او انسان قاچاقیانو ته ډېر چانسونه برابر کړي وو.
په مقاله کې د طالبانو په هکله د پاکستان د نظر بدلېدو ته هم اشاره وي او وايي، طالبان چې پر کابل واکمن شول، نو اسلام اباد ورته د خپل امنیتي چاپېریال لپاره په ښه پال کتل.
دوی کابل ته د پاکستان د ای اېس ای د مشر فیض حمید سفر ته په اشاره رسنیو ته د نوموړي یوه خبره هم را وړې چې ویلي یې وو: «اندېښنه مه کوئ، هرڅه سم روان دي.»
خو د دوو کلونو تېرېدو سره د پاکستاني چارواکو د تمې خلاف په دغه هېواد کې امنیتي حالت بدتر شوی دی او د مرګ، چاودنو، ځانمرګو، پر پولیسو، پوځ او حکومتي چارواکو د بریدونو نوې څپه پکې پیل شوې ده.
پښتونخوا او بلوچستان چې پر ډېورنډ کرښه پراته دي د وسلوالو له سختو بریدونو سره مخ دي، همدا وجه ده چې تېر کال د پاکستان لپاره یو خونړی کال بلل شوی او ویل شوي چې په دغه کال په پاکستان کې ۳۶۷ ترهګریز بریدونه شوي دي.
خو دا هم زیاته شوې چې وسلوالو سږ کال خپل بریدونه نور هم زیات کړي دي او یوازې سږني جون کې یې ۱۰۱ پاکستاني افسران وژلي دي.
دا بریدونه ښيي چې پر کابل د طالبانو واکمنېدو سره په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو بریدونه ۷۳ سلنه او تر اوښتې مرګ ژوبله ۱۳۸ سلنه ډېره شوې ده.
جیمز ټاون وايي، د سږ کال لومړۍ نیمايي کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۳۸۹ کسان وژل شوي او تر ۶۵۶ ټپیان دي.
په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو پسې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ هم ډېرې شوې او ان څه مهال مخکې د دغه هېواد پخواني دفاع وزیر خواجه اصف وویل، افغانستان نه پر خپل ګاونډیتوب درېږي او نه د دوحې پر تړون.
خو په ځواب کې یې ذبیح الله مجاهد وویل، طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کړی دی، نه له پاکستان سره.
خواجه اصف او د ای اېس ای مشر په پاکستان کې د بریدونو زیاتوالي پسې کابل ته لاړل او له طالبانو یې وغوښتل چې په افغان خاوره کې د وسلوالو پټنځي له منځه یوسي.