له دوه کالو واکمنۍ وروسته؛ طالبان غواړي، د اساسي قانون پر جوړولو کار پیل کړي

د روانې اونۍ په لومړیو ورځو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې د دغې ډلې د سترې محکمې په حواله لیکلي و، چې د اساسي قانون د مسودې په اړه کار روان دی.

د روانې اونۍ په لومړیو ورځو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې د دغې ډلې د سترې محکمې په حواله لیکلي و، چې د اساسي قانون د مسودې په اړه کار روان دی.
دغه خبري اژانس په خپلې اېکس پاڼه لیکلي و: «د سترې محکمې د مشې او د هیواد د ستر قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د اساسي قانون پر تدوین کار روان دی.»
که څه هم د څرنګوالي په تړاو یې څه نه و ویل شوي؛ خو ځینې حقوق پوهان او د بشري حقونو فعالان د یوه سخت دریځه قانون د جوړېدو په تړاو اندېښمن دي.
سیاسي فعال او حقوق پوه میاګل وثیق د افغانستان انټرنشنل خبریالې ولولې کوچۍ ته په خپلې مرکې کې ویلي:« په هرې ټولنه کې اساسي قانون ته اړتیا شته او پرته له اساسي قانونه ټولنه د ځنګل په څېر وي.»
هغه زیاتوي:«اساسي قانون د نورو قوانینو مور ده او نور قوانین له اساسي قانونه سرچینه اخلي؛ خو اکثرأ طالبان له اساسي قانونه د شریعت تعبیر کوي او له دغه تعبیر سره نوره اسلامي او بشري ټولنه مخالفت لري او دوی هغه څه غواړي، چې د ننۍ نړۍ سره په ټکر کې دي.»
ښاغلی وثیق وایي:« سمه ده، پر دین د خلکو باور دی؛ خو دا په دې معنا نه ده چې ته په ټول ژوندانه کې د شریعت په نوم خپلې خوښې په خلکو وتپې.»
ښاغلی وثیق د اساسي قانون د جوړېدو کمېټې د جوړښت په اړه وایي:« زما په اند دغه قانون به د خلکو په درد ونه لګېږي. ایا د دغې کمیټې په ترکیب کې به قانون پوه خلک وي او که ټول به د دوی ملایان وي؟ او که ملایان وي؛ نو دوی په دغه کار خلک تېر باسي او زما په اند دوی داسې څه نه جوړوي، چې د خلکو په درد ولګېږي او که په کار پوه خلک کمیسیون کې وي او د نړۍ د غوښتنو سره سم قانون جوړ کړي بیا ورته څه نا څه هیله شته.»