• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان د یوه څېړنیز مرکز مشر: افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره د ودې پر مرکز بدل شوی دی

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۱

په ازبکستان کې د "مانو" څېړنیز مرکز مشر ویلي دي چې په افغانستان کې لسګونه ترهګرې ډلې د منځنۍ اسیا د سیکولر رژیمونو د نسکورولو لپاره تیاری نیسي. د بختیار ارګاشیف په وینا، افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو لپاره د ودې پر مرکز بدل شوی دی.

هغه د ازبکستان له پادروبنای خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه: «په افغانستان کې بېلابلې افراطي او ترهګریز سازمانونه د هوساینې احساس کوي، له القاعدې نیولې بیا تر مخ پر زیاتېدونکو وسله والو سازمانونو پورې لکه داعش ـ خراسان، تروریستي ډله کتیبه امام بخاري او کتیبه توحید او جهاد، چې په تدریجي ډول له سوریې او عراق څخه افغانستان ته ځي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې د کتیبه توحید او جهاد ډله له القاعده شبکې سره تړاو لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دغې ډلې د فعاليتونو په بيانولو کې ويلي دي چې کتیبه توحيد ډله د سوريې په ادلب سيمه کې له التحرير الشام ډلې سره ګډ فعاليت کوي او له نورو ترهګرو ډلو لکه کنیبه امام بخاري او اسلامي جهاد سره همکاري کوي.

په ازبکستان کې د مانو څېړنيز مرکز مشر وويل، په افغانستان کې د دغو ترهګرو ډلو هدف منځنۍ اسيا ته ننوتل دي.

نوموړي په دې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د میزان په لومړۍ نېټه) خپره شوه، وویل: "افغانستان هغه ځای دی چې د افراطیت جراثیم په احتمالي او خطرناکه توګه وده کوي او دا ټولو ته ښکاره ده."

ده همداراز زیاته کړه: «افغانستان په اوسنیو حالاتو کې په بېلابېلو مسایلو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د کړکېچ یو جدي لامل دی.»

د طالبانو ډلې سرچینو تراوسه د دغه ازبک محقق د نویو څرګندونو په اړه څه نه دی ویلی.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

شاعر او د بلخ پوهنتون پخواني استاد صادق عصیان له دې نړۍ سترګې پټې کړې

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۱

شاعر، لیکوال او د بلخ پوهنتون پخوانی استاد صادق عصیان د جرمني په شتوتګارت ښار کې د ژوند وروستۍ سلګۍ ووهلې او مړ شو. د ښاغلي عصیان کورنۍ د هغه د مرګ خبر د یکشنبې په ورځ د تلې په دویمه افغانستان انټرنشنل ته تایید کړ.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، صادق عصیان جرمني ته کډوال شو.

صادق اسيا په ١٣٥٢ کال کې په بلخ ولايت کې زېږېدلى او د دغه ولايت د پوهنتون د فارسي ژبې او ادبياتو په پوهنځي کې يې زده کړې کړې وې.

ښاغلي عصیانډېر کلونه د بلخ پوهنتون د فارسي ژبې او ادبیاتو په پوهنځي کې تدریس کړی او په دغه ولایت کې په فرهنګي او ادبي فعالیتونو هم بوخت و.

يو شمېر افغان شاعرانو او ليکوالانو د ارواښاد صادق عصیان مړينه د دغه هېواد د ادبياتو لپاره يوه غمجنه پېښه بللې ده.

شاعر او ژورنالیست مجیب مهرداد له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې صادق عصیان د غزل په برخه کې «یو له مشهورو او د نوي عصر،کلاسیکې شاعرۍ» له شاعرانو څخه بللی دی.

د ادبي څېړنو او شاعرۍ په برخه کې د ښاغلي عصیان پنځه اثار چاپ شوي دي.

طالبان په وردګو کې د څلور لکه ډالرو په ارزښت یو جومات جوړوي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر لاس لاندې باختر آژانس خبر ورکړی چې دغې ډلې په وردګو کې د څلور سوه زره ډالرو په لګښت د يوه جومات د جوړولو کار پيل کړى دى.

دغه خبري آژانس د یکشنبې په ورځ (د تلې په دویمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه دوه پوړیز جومات به په ۹ جریبه ځمکه کې په یو وخت د سلگونو لمونځ کوونکو د وړتیا په لرلو سره جوړ شي.

طالبانو ویلي، چې دغه جومات به د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په شنيز دره کې جوړ شي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو او جهادي مدرسو پر جوړولو ډېرې پیسې لګولې دي.

طالبان: په تېرو څلورو ورځو کې د افغان کډوالو ۹۰۰ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکوي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د افغان کډوالو ۹۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي. ويل کيږي د ورځې تر سلو زیاتې کډې له پاکستانه افغانستان ته راستنیږي.

په تورخم دروازه کې د لیږد مسول، آمر بخت جمال ګوهر وايي، «هره ورځ تر ۱۵۰ کورنۍ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستنیږي.»

نوموړی وايي، له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال، د کډوالو نړیوال سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو ته د مرستي لپاره ورپیژني.

نوموړی وايي: « ډیری کورنۍ په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي، دلته موږ د زده کړو، تذکرې جوړولو او د ژوندانه نورې اسانتیاوې هم ورته برابرو.»

پر ډیورنډ کرښه تورخم کې طالب چارواکي پر داسې مهال له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي، چې په دې ورستیو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې سخت دریځي زیاته کړي او ټنیګار کوي چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه باسي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید د ترهګرو ډلو خوندي پټنځی و نه اوسي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۷۸ مه عمومي غونډه کې وویل چې افغانستان باید د ترهګرو ډلو خوندي پټنځی و نه اوسي. هغه په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي په ساتلو ټينګار وکړ.

فیصل بن فرحان آل سعود همداراز له طالبانو وغوښتل چې د ښځو لپاره د کار او زده کړو حق په ګډون دې د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په غونډه کې د خپله وینا پر مهال د شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) په افغانستان کې د امنیت او ټیکاؤ پر راوستو ټینګار وکړ.

فیصل بن فرحان همداراز د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د بشري او اقتصادي مرستو غوښتنه وکړه.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ۷۸مه غونډه کې د نړۍ او سیمې هېوادونو د بشري حقونو وضعیت، د نشه یي توکو قاچاق او له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د نړۍ هېوادونو همدارنګه د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو، د ښځو د کار پر حق او د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان کړکېچ په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو ګواښ ډیروي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان کړکیچ په سیمه کې یو له «ژورو ناورینونو» څخه دی چې د ترهګرۍ د خپرېدو ګواښ ډیرولی شي. هغه وايي روانه بې ثباتي د دې پیغام ورکوي چې په سیمه کې دې امنیتي ګواښونه ډیر شي.

امیرعبداللهیان زیاتوي چې په ایران کې د څو میلیونو افغان کډوالو شتون د ایران او نورو ګاونډیانو لپاره د افغانستان د بې ثباتۍ پیغام ورکوي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د اسیايي ټولنې په هغه غونډه کې وکړې چې د امریکايي کارپوهانو، دیپلوماتانو او ګوښه شويو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د ترهګرۍ دوام او د هغې د خپریدو ګواښ د سیمې او نړۍ له اندېښنو او ګواښونو څخه وبلل او زیاته یې کړه: «د دې ډیری برخه په سیمه کې په بهرنیو سیاستونو او لاسوهنو پورې تړلې ده.»

که څه هم طالبانو له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه ادعاوي ردوي، خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هیوادونو تل په دې اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.