• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازاد شوی زنداني:د طالبانو استخباراتو له نیولو وروسته ۵۳ ساعته روحي او جسمي شکنجه کړم

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۷ GMT+۱

افغان مدني فعال عظیم عظیمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د خپل زندان د لومړیو ورځو کېسه کوي او وايي، چې د طالبانو په زندان کې یې دومره سختې ورځې او شپې تجربه کړې، چې ده یې تمه نه لرله.

هغه وویل: "طالبانو زه د استخباراتو ۹۰ ریاست ته انتقال کړم، چېرته چې سخت وحشت و، وهل وو، ځړل وو، د برق شاکونه وو، ساه بندول وو، تر څو په زور هغه کار چې ما نه دی ترسره کړی راباندې قبول کړي".

مدني فعال عظیم عظیمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل د ۲۰۲۲ کال د جنوري په ۱۸ مه نېټه یې افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د پلان شوي سفر پر خلاف لاریون لپاره چمتوالی نیولی و.

له دغه لاریون څخه یې موخه د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان مداخله، د طالبانو له خوا د تېر نظام د نظامیانو وژل او زنداني کول او د نجونو د تعلیم او کار بندیز پر ضد غږ پورته کول وو.

عظیمي وايي، د پاکستاني پلاوي د راتګ پر ورځ يې د کابل په ګډون یو شمیر ولایاتو کې لاریون لپاره چمتوالی نیولی و.

دی زیاتوي، په لاریون کې د ګډون لپاره د کابل په شمول له څو نورو ولایاتو څخه ځوانان رارسیدلي وو.

عظیمي وايي، د لاریون د پیل کېدو څخه مخکې طالب وسلوالو ونیوه او یو نامعلوم ځای ته یې بوتلو.

عظیمي د طالبانو په زندان کې بېلابیلو سزا ګانو یادونه کوي او وايي چې طالبانو به د زندانیانو په خولې کې د اوبو پایپ کېښود او د هغه خېټه به یې له اوبو به زور ډکوله، چې په جرم اعتراف وکړي.

عظیمي په خپلو څرګندونو کې وايي، له ۱۴ سختو ورځو وروسته چې په هرو ۲۴ ساعتو کې به د شپې او ورځې ۸ ساعته له ده څخه تحقیق کېده، د تحقیق په جریان کې به طالبانو پرې تشدد کاوه، هغه به یې واهه او هغې وروسته یې د نورو تحقیقاتو او په بند کې د ساتلو لپاره د استخباراتو ۴۰م ریاست ته انتقال کړ.

هغه وویل: "هلته هم راحت نه و، بندیانو ته به یې په څلرویشتو ساعتونو کې درې ځلې د پنځو دقیقو لپاره به یې تشناب دروازه راخلاصوله نوره به دروازه بنده وه".

عظیمي وايي د طالبانو په استخبار بندخونو کې زندانیانو د دې حق نه درلود، چې د ځان لپاره مدافع وکیل ونیسی تر څو د بندي له دوسې څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه، بندي تر میاشتو - میاشتو حق نه درلود، چې د کورنۍ له غړو سره ملاقات وکړي، که د میاشتو وروسته به ملاقات وشو، هغه به هم د شیشې تر شا د پنځو دقیقو لپاره و.

عظیمي وايي، طالبانو په خپلو تحقیقاتو کې هڅه کوله، چې پر ده ومني چې د یوه بهرني هېواد په ملاتړ یې دغه لاریون جوړ کړی و.

هغه زیاته کړه: "دوی کوښښ کاوه چې زه دا ومنم چې د پاکستان پرضد لاریون د هندوستان په لارښونه پلان شوی، هغه څه چې طالبانو تر پایه داسې کوم ثبوت پیدا نه کړ او نه هم دا لاریون د چا لخوا رهبري کېدو، بلکې دا د هغه ځوانانو لخوا ترسره کېدو چې پر وطن یې زړه درد کاوه او له خپل خاورې سره یې د زړه له تله مېنه درلوده".

عظیمي وايي:"د تحقیقاتو پرمهال طالبانو زما موبایلونه او ټولنېزې رسنۍ څارلې، چې ددې له مخې زما ملګري وپېژني او د بند پر وخت یې زما ځیني شخصي مېسجونه هم خپاره کړل، خو داسې څه په کې نه وو، چې ما له بهر څخه کوم دوستور اخېست بلکې دا زما وطنۍ مېنه وه،رچې د پاکستان پلاوي پر ضد لاریون ترتیب کړم".

نوموړی زیاتوي، چې د پنځه نیمو میاشتو له تحقیقاتو وروسته یې کوچنۍ ګوانتنامو ته یوړو، چېرې به چې پخواني حکومت د مخدره توکو قاچاقبران او نور جنایتکاران بندي کول.

عظیمي وايي، چې له ګڼو شکنجو، وهلو او ټکولو او اوو میاشتو زندان وروسته له زندان څخه ازاد شو.

یوناما هم څه موده وړاندې «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقی شاکونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما په دغه راپور ګې و ویلي دي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي ، دغه ربړونې او د ناانس‍اني چلند پېښې تر ډیره د بند پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له لوري تر سره شوې دي.

یوناما وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مدافع وکیلانو ته د لاسرسي نه درلودو تر څنګ د محکمې له ضمانتونو سرغړونه هم یو معمول ګرځېدلی دی.

د یوناما په وینا، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې له بندیانو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور ردوي او «پروپاګنډ» یې بولي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

۴

کمال ناصر اصولي: د نجات څلي ړنګول د سقاوي دورې د فکر ملاتړ کول دي

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچینه: د طالبانو له خوا له هېواد څخه د وتلو استادانو پسې د پلاوي لېږلو ادعا دروغ ده

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د لوړو زده کړو وزارت یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې تر اوسه هېڅ کوم پلاوی بهرنیو هېوادونو ته د پوهنتونونو د استادانو د بېرته راګرځولو په موخه نه دی تللی.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ادعاوې دروغ وبللې.

تېره ورځ د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست په بلخ کې یوې غونډې ته ویلي وو ، چې افغانستان ته د پوهنتونونو د استادانو د بیا راګرځولو لپاره یې بېلابېل پلاوي بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي، تر څو د پوهنتون استادان بېرته افغانستان ته راستانه کړي.

د لوړو زده کړو دغې سرچینې زیاته کړه، چې تر اوسه په دغه وزارت کې هېڅ داسې کوم بحث نه دی شوی، چې له مخې دې بهرنیو هېوادونو ته د تللو استادانو پسې کوم پلاوی ورشي.

سرچینه وايي: “د وزیر خبرې مطلق هوايي او دروغ دي، له دغې غونډې وروسته دلته په کابل کې د وزیر یوه مشاور د ملي تلویزون او باختر اژانس مشرانو ته زنګونه ووهل، چې د ندا محمد ندیم په بهر کې په استادانو پسې د تللي پلاوي خبرې خپرې نه کړي”.

د سرچینې په خبره، چې د وزیر د نېږدې ملګرو له بار – بار ټینګار سره هم د هغه خبرې خپرې شوې او تر اوسه د وزارت په کچه هېڅ داسې کوم تصمیم نه دی نیول شوی.

یادې باوري سرچینې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر خبرې په داسې مهال رد کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې له یو شمېر پوهنتونونو څخه ځینې استادان په زور منفک شوي او یا هم ګواښل شوي دي.

طالبانو هغه استادان چې د علمي کادر په حفظ سره یې په حکومتي ادارو کې د اړتیا له مخې دندې سرته رسولې، منفک کړي او بېرته د پوهنتون له استادۍ څخه یې منع کړي دي.

سرچینې زیاته کړه: “ په لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو پخوانیو استادانو او په ځانګړي ډول بهر ته تللو استادانو ته په ښه سترګه نه لیدل کیږي”.

دغه سرچینه وايي، چې دوه اونۍ وړاندې د لوړو زده کړو وزارت دوه رییسان پاکستان ته تللي؛ خو د سفر موخه یې له خپلو کورنیو سره لیدنه ده.

هڅه مو وکړه، چې د یادې سرچینې د ادعا په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت رسمي نظر هم را واخلو، خو له بار – بار هڅو سره ونه توانېدو.

د هانګژو په سیالیو کې لومړي افغان تکوندوکار محسن رضايي د برنزو مډال وګاټه

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د چین د هانګژو په روانو اسیايي لوبو کې د تکوندو افغان لوبغاړي محسن رضايي خپلو تاجکستاني او جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې وګاټه

رضايي په لومړۍ لوبه کې خپل تاجکستاني سيال ته دوه په صفر ماتې ورکړه او بيا په دویمه لوبه کې یې خپل جاپاني سيال په دوو پرله پسې پړاونو کې ماته ورکړه.

محسن رضايي چې ۵۸ کیلوګرامه وزن لري، له خپلو دوو سیالانو څخه سیالي وګټله او درېیمه لوبه یې له خپل کوریايي سیال څخه وبایلله .

دا د چين د هانګژو په اسيايي لوبو کې د افغانستان د ٨٥ کسيز ورزشي ډلۍ لومړى د برنزو مډال دى.

تېره ورځ د چین په روانو اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو مخکښ لوبغاړي محمدخالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه.

خالد هوتک چې د افغانستان په نماینده ګۍ لوبیږي، اویا کیلو ګرامه وزن لري، پرون یې په خپل وزن کې له قزاقستاني سیال سره سیالي وکړه او لومړني دواړه پړاونه یې وګټل.

هغه د دغې لوبې په ګټلو سره د سیالیو منځني پړاو ته ور داخل شو او بله سیالي به یې له هندي سیال سره وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د طالبانو بشپړه انزوا د روان وضعیت د حل لار نه ده

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۵ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو د تعامل نه موجودیت ګټور نه برېښي او د دوی بشپړه انزوا به درستې پایلې ونه لري.

الجزیرې تلویزون د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد محمد انصاري په حواله ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې نه تعامل ګټور نه دی.

قطر له پاکستانه وروسته د طالبانو له مهمو ملاتړو هېوادونو ګڼل کیږي، چې په دوحه کې یې د طالبانو او امریکا د خبرو منځګړیتوب هم کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوحه د افغانستان او نړۍ ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ په بشپړه توګه پوهيږو، چې د افغانستان په اوسني حالت کې د نړۍوالې ټولنې لپاره له اوسني حکومت سره اړيکې اسانه نه دي، خو بشپړه انزوا د دې وضعيت د حل لاره نه ده."

د انصاري په خبره، چې هېواد یې هڅه کوي، د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ فاصلې کمې کړي.

ماجد محمد انصاري زياته کړه: “ افغانستان د قطر لپاره ډېره مهمه مساله ده او موږ هڅه کوو چې د افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې منځګړیتوب وکړو”.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له خوا د موقت حکومت له جوړېدو راهیسې، د دوی اصلي اندېښنه دا ده، چې نړۍوالې ټولنې ته وښيي چې طالبان منزوي شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې د طالبانو منزوي کېدل به ښې پایلې ونه لري.

له دې وړاندې د قطر لومړي وزیر ویلي وو، چې کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یې طالب مشرانو ته وویل: «که تاسو غواړئ د نړۍوالې ټولنې برخه شئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ.»

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني زیاته کړه، له طالبانو سره یې پر ځینو مسایلو لکه د ښځو د کار بیرته پیلولو په ضرورت موافقه کړې وه.

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د سي اېن اېن له مشهور خبریال کریسټین امانپور سره په مرکه کې درې نیمې میاشتې وړاندې کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل: «په کندهار کې مې خبرې ډېرې روښانه وې. که تاسو غواړئ د نړۍوالې ټولنې برخه واوسئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ ترڅو ستاسو هېواد د قطر په څیر په یوه عصري اسلامي هېواد بدل شي.»

عبدالرحمن ال ثاني قطر د یوه عصري اسلامي هېواد په توګه یاد کړ، چې ښځه پکې ازاده او د ټولنې فعاله برخه ده.

د برېتانیا خیریه کمېسیون افغانستان ته د مسلمانو دیني عالمانو د سفر په اړه څېړنه کوي

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د برېتانيا د خيريه چارو د څار اداره افغانستان ته د يوې خيريه موسسې د چارواکو د سفر او له طالب چارواکو سره د هغوى د ليدنې په اړه څېړنه کوي. د جولای په میاشت کې یو شمېر برېتانوي مسلمان عالمان کابل ته ولاړل او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل.

جي بي ان نیوز د دوشنبې په ورځ (د تلې درېیمه) خبر ورکړ؛ سلیمان غني چې د جنوبي لندن د سینټ جورج پوهنتون په یوه څانګه کې د مسلمان دیني عالم په توګه کار کوي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د دې رسنۍ د راپور له مخې؛ ښاغلي غني کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره له لیدو وروسته "ډېر متاثره شوی" دی.

په برېتانيا کې د جومات دغه ملا امام وويل، چې اوس په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شوی او دی يې شاهد دی، چې بېلابېل وزيران، ادارې او نوې تجربې يې وليدې او هغوی [طالبان] له خپلو تېرو تېروتنو زده کړې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې اوس په افغانستان کې هر څه په سمه لار روان دي.

د برېتانوي ديني عالمانو د پلاوي يو بل غړی، چې کابل ته تللى و له لويديځو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې خپل بنديزونه پای ته ورسوي.

یوه مسلمان دیني عالم هیثم الحداد له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو سره تماس ونیسي او پر دغې ډلې اقتصادي بندیزونه لېرې کړي.

له القاعدې سره په همکارۍ تورن

وروسته له هغې چې د جولای په میاشت کې د مسلمانو دیني عالمانو پلاوي کابل ته سفر وکړ، د بشري مرستو او ملاتړ سازمان اعلان وکړ، چې دوی د بشري موخو لپاره افغانستان ته تللي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د برېتانیې د خیریه موسسو د څارنې کمېسیون د «خیریه او بشري مرستو» د عملیاتو په اړه څېړنه کوي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۳ کال کې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې د «بشري مرستو او ملاتړ خیریه موسسې» له خوا یوه خیریه غونډه جوړه شوې وه، په اړه یې څېړنه وشوه، ځکه په راپورونو کې ویل شوي وو، چې په دې خیریه غونډه کې "سختې" او "متضادې" ویناوې شوې وې.

د دغه کمېسیون تر پلټنو وروسته د دغې خیریه موسسې له خوا د پیسو راټولولو قضیې وموندلې.

د 2019 په اګسټ کې د انګلستان خیریه کمېسیون له هېواد څخه بهر د پیسو لېږدولو لپاره د خیریه موسسو وړتیا محدوده کړه.

یوه میاشت وروسته دغه کمېسیون یو حکم صادر کړ، چې د هغه سازمان وړتیا محدودوي، چې د مسلمان دیني عالمانو ملکیت دی، د انګلستان د خیریه کمېسیون له اجازې پرته "ترکیې او سوریې ته پیسې لیږدوي".

د دغو مسلمانو دیني عالمانو خیریه موسسه په هغه وخت کې له یوې غیر انتفاعي موسسې سره په تماس کې وه چې په سوریه او ترکیه کې یې د کار زمینه برابره کړې وه.

د انګلستان د خیریه چارو کمېسیون د 2021 په اکټوبر کې څرګنده کړه، چې د برېتانیا پولیسو وموندله چې دا غیر انتفاعي سازمان په سوریه کې د القاعدې سره تړلو ډلو سره د مرستې لپاره کارول کېده.

جي بي ان نیوز لیکلي، چې د "بشري مرستې او ملاتړ خیریه موسسې" د هغو خلکو سره چې د "ترهګرو ډلو" سره په تماس کې وو، همکاري د 2017 په اګست کې پیل او د 2019 په فبروري کې پای ته ورسیده.

خیریه موسسې دغو کسانو ته له 246,000 پونډ څخه زیاتې پیسې لیږلي، مګر دا اسناد یې نه دي وړاندې کړي چې پیسې چیرته مصرف شوي.

د انګلستان د خیریه کمېسیون یوه ویاند جي بي ان نیوز ته وویل: "موږ د بشردوستانه مرستو او ملاتړ په اړه د راپورونو څخه خبر یو او د لا نورو ارزونو لپاره مو د اطاعت قضیه پرانستلې."

سبا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کیږي

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۳ GMT+۱

راپورونه وايي، چې ټاکل شوې ده؛ سبا سې شنبه (د تلې څلورمه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشري نصیر احمد فایق کوي.

همدا راز به د غونډې نور ګډونوال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یو فعال وي.

د یادې غونډې اجنډا تر دې دمه نه ده معلومه؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې په افغانستان کې د داعش له پیاوړتیا او د امریکا پاتې شویو وسلو ته د دغې وسلوالې ډلې لاسرسی د اندېښنې په ډول یاد شوی دی.

په راپور کې دا هم راغلي وو، چې دا مهال نېږدې ۴۰۰۰ داعش او د هغوی کورنۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشتې دي او د یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې د پخوا په پرتله غښتلې شوې دي.