هغه وویل: "طالبانو زه د استخباراتو ۹۰ ریاست ته انتقال کړم، چېرته چې سخت وحشت و، وهل وو، ځړل وو، د برق شاکونه وو، ساه بندول وو، تر څو په زور هغه کار چې ما نه دی ترسره کړی راباندې قبول کړي".
مدني فعال عظیم عظیمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل د ۲۰۲۲ کال د جنوري په ۱۸ مه نېټه یې افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د پلان شوي سفر پر خلاف لاریون لپاره چمتوالی نیولی و.
له دغه لاریون څخه یې موخه د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان مداخله، د طالبانو له خوا د تېر نظام د نظامیانو وژل او زنداني کول او د نجونو د تعلیم او کار بندیز پر ضد غږ پورته کول وو.
عظیمي وايي، د پاکستاني پلاوي د راتګ پر ورځ يې د کابل په ګډون یو شمیر ولایاتو کې لاریون لپاره چمتوالی نیولی و.
دی زیاتوي، په لاریون کې د ګډون لپاره د کابل په شمول له څو نورو ولایاتو څخه ځوانان رارسیدلي وو.
عظیمي وايي، د لاریون د پیل کېدو څخه مخکې طالب وسلوالو ونیوه او یو نامعلوم ځای ته یې بوتلو.
عظیمي د طالبانو په زندان کې بېلابیلو سزا ګانو یادونه کوي او وايي چې طالبانو به د زندانیانو په خولې کې د اوبو پایپ کېښود او د هغه خېټه به یې له اوبو به زور ډکوله، چې په جرم اعتراف وکړي.
عظیمي په خپلو څرګندونو کې وايي، له ۱۴ سختو ورځو وروسته چې په هرو ۲۴ ساعتو کې به د شپې او ورځې ۸ ساعته له ده څخه تحقیق کېده، د تحقیق په جریان کې به طالبانو پرې تشدد کاوه، هغه به یې واهه او هغې وروسته یې د نورو تحقیقاتو او په بند کې د ساتلو لپاره د استخباراتو ۴۰م ریاست ته انتقال کړ.
هغه وویل: "هلته هم راحت نه و، بندیانو ته به یې په څلرویشتو ساعتونو کې درې ځلې د پنځو دقیقو لپاره به یې تشناب دروازه راخلاصوله نوره به دروازه بنده وه".
عظیمي وايي د طالبانو په استخبار بندخونو کې زندانیانو د دې حق نه درلود، چې د ځان لپاره مدافع وکیل ونیسی تر څو د بندي له دوسې څخه دفاع وکړي.
هغه زیاته کړه، بندي تر میاشتو - میاشتو حق نه درلود، چې د کورنۍ له غړو سره ملاقات وکړي، که د میاشتو وروسته به ملاقات وشو، هغه به هم د شیشې تر شا د پنځو دقیقو لپاره و.
عظیمي وايي، طالبانو په خپلو تحقیقاتو کې هڅه کوله، چې پر ده ومني چې د یوه بهرني هېواد په ملاتړ یې دغه لاریون جوړ کړی و.
هغه زیاته کړه: "دوی کوښښ کاوه چې زه دا ومنم چې د پاکستان پرضد لاریون د هندوستان په لارښونه پلان شوی، هغه څه چې طالبانو تر پایه داسې کوم ثبوت پیدا نه کړ او نه هم دا لاریون د چا لخوا رهبري کېدو، بلکې دا د هغه ځوانانو لخوا ترسره کېدو چې پر وطن یې زړه درد کاوه او له خپل خاورې سره یې د زړه له تله مېنه درلوده".
عظیمي وايي:"د تحقیقاتو پرمهال طالبانو زما موبایلونه او ټولنېزې رسنۍ څارلې، چې ددې له مخې زما ملګري وپېژني او د بند پر وخت یې زما ځیني شخصي مېسجونه هم خپاره کړل، خو داسې څه په کې نه وو، چې ما له بهر څخه کوم دوستور اخېست بلکې دا زما وطنۍ مېنه وه،رچې د پاکستان پلاوي پر ضد لاریون ترتیب کړم".
نوموړی زیاتوي، چې د پنځه نیمو میاشتو له تحقیقاتو وروسته یې کوچنۍ ګوانتنامو ته یوړو، چېرې به چې پخواني حکومت د مخدره توکو قاچاقبران او نور جنایتکاران بندي کول.
عظیمي وايي، چې له ګڼو شکنجو، وهلو او ټکولو او اوو میاشتو زندان وروسته له زندان څخه ازاد شو.
یوناما هم څه موده وړاندې «په افغانستان کې له بندیانو سره د چلند» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې یوناما وايي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقی شاکونو، سا بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.
یوناما په دغه راپور ګې و ویلي دي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای تر ۳۱ په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سر غړونو پېښې ثبت شوې دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې سرغړونو کې نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا ظالمانه، ناانساني او یا هم د سپکاوي ډکې سزا ګانې شاملې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي ، دغه ربړونې او د ناانساني چلند پېښې تر ډیره د بند پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو له لوري تر سره شوې دي.
یوناما وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مدافع وکیلانو ته د لاسرسي نه درلودو تر څنګ د محکمې له ضمانتونو سرغړونه هم یو معمول ګرځېدلی دی.
د یوناما په وینا، سره له دې چې د طالبانو مشرتابه د بندیانو او د بشري حقونو د ښه ساتلو او د امنیتي پرسونل د چلند په اړه لارښوونې کوي، خو دا سرغړونې مستندې شوې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې له بندیانو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله د یوناما راپور ردوي او «پروپاګنډ» یې بولي.