ترکیې لسګونه افغان کډوال بندیان کړي دي

ترکي رسنیو د دغه هېواد په ادرین ولایت او همدارنګه د ایواکېک د سمندر په څنډو کې د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی. یو شمېر دغه ګدوال په ربړي کښتۍ کې سپاره وو، چې د ترکیې ساحلي ګارد وپېژندل او ویې نیول.

ترکي رسنیو د دغه هېواد په ادرین ولایت او همدارنګه د ایواکېک د سمندر په څنډو کې د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی. یو شمېر دغه ګدوال په ربړي کښتۍ کې سپاره وو، چې د ترکیې ساحلي ګارد وپېژندل او ویې نیول.
د ترکیې اناتولیا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) راپور ورکړ، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ تنه نور افغان کډوال چې د یوناني ځواکونو لهخوا د ترکیې اوبو ته استول شوي وو، وژغورل شول او د سمندر څنډو ته راوړل شول.
ويل کېږي، چې د دغو ناقانونه کډوالو په وړاندې قانوني چلند پيل شوى دى.
ترکیه معمولاً د دغه هېواد په اوبو کې د کډوالو له ژغورلو وروسته کډوال بېرته خپل هېواد ته استوي.
سربېره پر دې تېره ورځ د ترکیې امنیتي ځواکونو په ادرین ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۹ نور «ناقانونه» کډوال هم نیولي دي. په دغو کډوالو کې ځینې افغانان وو.
ترکیې اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي لپاره عملیات دوام لري.
د راپورونو له مخې، د روان کال له پیله د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې څه باندې څلور زره افغان کډوال نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.
تر دې مهاله په انقره کې د افغانستان سفارت او په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ په ترکیه کې د افغانانو د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واکمن شول، په زرګونو افغانانو له ایران او ترکیې څخه اروپا ته د کډوالۍ ستونزمنه لاره خپله کړه.
په دې لاره کې ډېر ځوانان د مرګ تر پولې هم واوښتل.