• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني ویلي طالبان «د لویې جرګې د جوړولو پر طرحه مشورې او خبرې کوي»

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره د ځینې کارپوهانو او فعالانو د کتنې یو ګډونوال جاوېد مومند وايي، ښاغلي حقاني ورته ويلي چې دا ډله د لویې جرګې د جوړولو پر طرحه خبرې او سلا مشورې کوي. ښاغلي مومند وویل، کارپوهانو هم سراج الدین حقاني ته وویل، چې د مشروعیت لپاره باید لویه جرګه وشي.

سیاسي شنونکي جاوېد مومند له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې زیاته کړه، چې سراج الدین حقاني دا هم وویل، چې د طالبانو حکومت باید خپل ځای روا یا مشروع حکومت ته ور کړي او د دې کار لپاره اساسي قانون ته اړتیا ده.

نوموړي په دغه ناسته کې دا هم ویلي چې:«د عصري او ديني علم په نامه د علومو تر منځ د واټن رامنځته کول، زموږ د اکثرو ستونزو لامل ګرځېدلی.»

هغه زیاته کړې:« د فکري اختلاف ستونزه به هم په مشوره او یووالي هواره شي؛ خو مهمه دا ده، چې شته فرصتونه ضایع نه شي»

سراج الدين حقاني ويلي، چې د متقابل زغم له لارې اکثره ستونزې ختمېدای او د بدبينۍ او نفاق روحیه له منځه تلای شي.
تر سراج الدین حقاني وړاندې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم د عصري علومو په پلوی او پر ښځینه او نارینه و د هغوی د فرض په اړه له بېلابېلو دریځونو څخه ورته څرګندونې کړې وې؛ خو تر اوسه د مدرسې او ښوونځيو ترمنځ شته واټن نه یوازې دا چې رالنډ شوی نه دی، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه واټن نور هم پسې اوږدېږي او ګڼ خلک دغه شان څرګندونې د طالبانو تش تور تبلیغات ګڼي.

هغوی وایي، د څه د پاسه دوو کلونو په اوږدو کې طالبان په دې نه دي توانیدلي چې د نجونو لپاره د دوی په وینا منظم او خوندي چاپېریال رامنځته او یا هم د هغوی لپاره نوی تعلیمي نصاب جوړ کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني چارواکي: افغان طالبانو د پاکستان تحریک طالبان غړي نیولي دي

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۴ GMT+۱

پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په افغانستان کې طالبانو اسلام اباد ته خبر ورکړی چې د پاکستان د تحریک طالبان ځینې غړي یې نیولي. د دغو چارواکو په وینا، د پاکستان حکومت لا په دې اړه شک لري.

طالب چارواکو ویلي، چې پاکستاني وسله‌والو له نیول کېدو وروسته، د څرخي پله او د جلال اباد ښار په زندانونو کې ساتل کېږي.


د (وږي په ۱۵مه) د خيبر پښتونخوا په چترال سيمه کې د دغه هېواد پر امنيتي ځواکونو د پاکستاني وسله‌والو له مرګوني بريد وروسته، د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ د پاکستان يو پلاوي کابل ته سفر وکړ.


د سرچینو په وینا، په دغې لیدنه کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان په خاوره کې به د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مخه نیسي.


همدارنګه هغوی د کرښې دواړو خواوو د امنیت او مدیریت پر بیاکتنې هوکړه وکړه.

لاتراوسه د نیول شویو وسله‌والو کره شمېرې په لاس کې نشته؛ خو ویل کېږي چې شمېر یې ۲۰۰ تنو ته رسېږي.

د رسمي تایید په صورت کې، افغان طالبانو د اسلام اباد هغې غوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره یو مهم ګام اخیستی، چې په ځلونو یې پر دغې ډلې د پاکستاني طالبانو د نه مهارولو له امله نیوکې کړې وې.
له دې سره، پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان حکومت اوس د پاکستاني وسله‌والو نیولو ته د شک په سترګه ګوري. ځکه چې کېدای شي د اسلام اباد سره د سیاسي ترېنګلتیاوو د کمولو لپاره دغه ادعا د طالبانو یو سیاسي حرکت وي.

د طالبانو واکمني؛ افغانستان کې پر ښځو لګول شویو بندیزونو دوی کې رواني ناروغۍ ډېرې کړې دي

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۷ GMT+۱

افغانستان کې د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته د مېرمنو او پيغلو نجونو رواني ستونزې ‎له هغه مهاله چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال د اګست له میاشتې وروسته یو ځلې بیا طالبان واک ته رسېدلي د دغه هېواد د نیمايي برخې حقونه په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول تر پښو لاندې شوي.

له دې سره ګڼې مېرمنې او افغان پيغلې د بېلابېلو رواني ستونزو او ناروغیو سره غاړه غړۍ دي.
‎که پيغلې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نه شي کولای، هغه مېرمنې چې پخوا به یې په رسمي ادارو کې دندې لرلې هم له دندو محرومې شوې او په کور ناستې دي، چې دې کار په خپله ګڼو رواني ناروغیو ته لاره هواره کړې ده.
‎دا مهال یوازې په یو څو محدودو برخو کې ښځې کار کوي او له نورو برخو څخه شړل شوي او په کور ناستې دي.
‎په دغو کور ناستو مېرمنو کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې داسې مېرمنې هم شته چې د کورنیو ټول لګښت یې د خپلې میاشتینۍ تنخوا له لارې پوره کولو.

د کابل د ښار یوه اوسېدونکې زرمینه وایي، سره له دې چې د لېسانس تر کچې یې زده‌کړې کړې؛ خو اوس اړ شوې ده، چې د خلکو په کورونو کې کالي پریولي یا د هغوی لوښي ووینځي چې په لاسته راغلیو پيسو د خپلو ماشومانو تشې ګېډې ‌‌‌‌‌‌ډکې کړي:«ما په یوې ادارې کې کار کاوه او د میاشتې مې اووه لس زره افغانۍ تنخوا اخیسته، خاوند مې شهید شوی زما پر همدغې تنخواهچ د خپل کور ټول لګښت پوره کاوه؛ خو اوس هیڅ هم نه شته اداره مو ړنګه شوه او موږ په کور ناستې یو هیڅ هم نه لرو.»
‎د اغلې زرمینې په خبره چې دې کار دوی ته سختې رواني ستونزې زېږولي دي او وېره یې دا ده، که د ناروغۍ په بستر پرېوته نو ماشومان به یې له لوږې ومري.
‎خو ښايي دا یوازې زرمینه نه وي، چې له دغه حالته کړیږي په افغانستان کې په زرګونه او لکونو نورې مېرمنې هم د ورته برخلیک سره لاس او ګرېوان دي.
‎د دې تر څنګ د طالبانو له لوري پر ښځو نور لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه نور هغه څه دي، چې د مېرمنو په منځ کې یې رواني ناروغیو ته لاره هواره کړې.
‎هغوی د خپلې کورنیو سره پارکونو ته تګ نه شي کولای، ښارونو او بازارونو ته نه شي تللای حتی جېمونو او سپورټونو ته چې د هر چا مسلم حق دی نه پرېښودل کېږي.
‎د رواني ناروغیو ‌‌‌‌‌‌ډاکټران وایي، چې رواني ستونزې تر نورو ناروغیو زیاتې ګواښونکي دي او په انسانانو کې د نورو سختو او لا علاجه ناروغیو ته زمینې برابروي.
‎‌‌‌‌‌‌د پوهنتون استاد شرف الدین عظيمي وایي، چې رواني ناروغۍ تر نورو ناروغیو خطرناکې دي او دا ناروغۍ د یوې ټولنې د نابودۍ سبب هم کېدای شي:«رواني ناروغۍ هغه خطرناکې ناروغۍ دي، چې د ناروغ انسان تر څنګ د هغه کورنۍ، ټولنه او ان یو هېواد هم نابودولای شي. که چېرې دغه حالت دوام ومومي دې کې شک نه شته، چې موږ به په یو کاملن ناروغه ټولنه یا ناروغ هېواد بدل شو چې په هغه صورت کې به له خپل هېواده هغه تمه چې لرو هغه به د خاورو سره خاورې شي او هېواد به مو د نابودۍ کندې ته ورټېل وهو.»
‎که څه هم چې رواني ناروغۍ له پخوا نه هم په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وې؛ خو د طالبانو د بیا واکمنېدو سره د دغو ناروغیو کچه په تېره بیا په مېرمنو او ځوانو نجونو کې خورا لوړه شوې ده.

د یو شمېر کارپوهانو په وینا، که وضعیت همداسې دوام ومومي نو لېرې نه ده چې افغانستان کې به د دغې ناروغۍ تر څنګ لسګونه نورې ناروغۍ هم خورې شي، چې په کابو کولو کې به یې نه یوازې افغان حکومت بلکې نړۍواله ټولنه هم پاتې راشي.

ایرانی بایسکل ځغلونکی د ایران او افغانستان ترمنځ د سولې او دوستۍ له پیغام سره کابل ته تللی

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۸ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی، چې ایراني بایسکل چلوونکی رحمت الله ازاد د ایران او افغانستان ترمنځ د سولې او دوستۍ له پیغام سره کابل ته راغلی دی.

دغه سفارت پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې دغه بایسکل ځغلونکي د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سولې پیغام شریکولو لپاره څو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

رسنیو د ایران د بایسکل ځغلونې د فدراسیون د یوه غړي رحمت الله آزاد له قوله لیکلي، چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د معلولینو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په ایران کې دننه او بهر بایسکل ځغلوي.

ښاغلي ازاد وويل، چې له افغانستان سربېره به څلورو نورو هېوادونو ته هم پر بايسکل سفر وکړي.

برېتانیا د افغان او اوکرایني ځوانانو د رواني روغتیا لپاره ۲.۵ میلیونه پونډه ځانګړي کړي دي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۸ GMT+۱

د برېتانیې د حکومت ویب پاڼې د افغان، اوکراین او هانګ کانګ د ۲۱ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو لپاره د ۲.۵ میلیونه پونډو په ارزښت د رواني روغتیا ملاتړ صندوق د جوړلو اعلان وکړ. دا بودیجه به له دې ځوانانو سره مرسته وکړي، چې په برېتانیا کې د رواني روغتیا له خدماتو برخمن شي.

د دې پروګرام له مخې؛ بریتانیا په پام کې لري، چې د ۲.۵ میلیونه پونډ په اختصاص کولو سره له زرګونو ځوانانو سره د روان درملنې او مشورې برخه کې مرسته وکړي.

دا بودیجه د هغو خلکو د ملاتړ لپاره ده، چې برېتانیا ته په بشردوستانه او بي ان(اُ) ویزو راځي.

د بي ان(اُ) ویزې لرونکي خلکو او د دوی د کورنۍ غړو ته اجازه ورکوي، چې په برېتانیا کې ژوند، کار او زده کړه وکړي؛ مګر دوی معمولاً عمومي بودیجې ته لاسرسی نه لري.

د برېتانيا د حکومت د شمېرو له مخې؛ د دغه صندوق له لارې د افغانستان، اوکراين او هانګ کانګ له سلو زرو ماشومانو او ځوانانو سره مرسته کېږي.

د انګلیسي ژبې کورسونه، د دندې پېدا کولو روزنه او د لوړو زده کړو ملاټړ هم د دې پروګرام یوه برخه ده، چې د ځوانانو سره د دوی په ځایي ټولنو کې د ښه ادغام په برخه کې مرسته کوي.

د برېتانیا حکومت وویل، چې دا مالي مرستې به له ځوانانو سره مرسته وکړي، چې په ښه توګه په خپلو نویو ټولنو کې ځای پرځای شي او په ورته وخت کې یې له خپل لومړني کلتور سره هم اړیکه وساتل شي.

توماس وېسټ او د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان په اړه خبرې کړي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ د ترکیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر احمد یلدیز سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړي.

توماس وېسټ نن چهار شنبه (د تلې ۵مه) پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې لیکلي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره یې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه هر اړخیز بحث کړی دی.

په یاده ناسته کې د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او وېسټ د افغانستان په زده کړو او اقتصادي ثبات کې د ترکیې د هڅو ستاینه کړې ده.

ښاغلي وېسټ د دغې لیدنې د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو نوموړي پر اېکس پاڼې د یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو د چارواکو سره د لیدنې خبر هم ورکړی دی.