• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په دوابه کې په جومات کې ځانمرګی شوی

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په دوابه کې د جمعې لمانځه پر مهال د پولیسو په جومات کې ځانمرګی برید شوی دی. د پولیسو په وینا په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ ټبیان دي. لا هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یوه ځانمرګي د پولیسو د تاڼې په دروازه کې چاودنه کړې او بل جومات ته ځان رسولی دی.

د دې سرچینې په خبره، دې پېښه کې تراوسه د درې کسانو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو خبره کېږي.

خواله رسنیو کې داسې ویډیو هم خپره شوې چې پکې خپړه لګیا ده او کنډوالې پورته کوي.

ویډیو کې خلک وايي، چې د جومات په غورځېدو سره ډېر خلک تر کنډوالو لاندې شول.

ځايي چارواکو تراوسه د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

نن د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې هم د میلادالنبي په مراسمو کې د چاودنې له امله تر ۵۲ کسان ووژل او همدومره ټپیان شول.

د پاکستاني طالبانو ویاند عمر خراساني د مستونګ برید کې لاس لرل رد کړي دي او بلې ډلې هم په غاړه نه دی اخیستی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان په مستونګ کې د ځانمرګي برید له امله ۵۷ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۱ GMT+۱

د پاکستان روغتیايي چارواکي وايي، نن جمعه د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې یوه جومات ته څېرمه د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۵۲ کسان مړه او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول. له چاودنې وروسته د کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

له دې سره د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني ویلي، چې ټي‌ټي‌پي په دې چاودنه کې لاس نه لري.

چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د الفلاح سړک مدينې جومات ته څېرمه خلک د ميلاد النبي مراسمو کې راټول شوي وو.

د پاکستان د پولیسو د سر پلټونکي مرستیال منیر احمد رویټرز ته ویلي، ځانمرګي د پولیسو د مرستیال له موټر سره نږدې برید کی دی.
د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی وايي، د پېښې سخت ټپیان کوټې ته وړل کېږي او د دغه ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.هغه زیاتوي چې ژغورونکې ډلې مستونګ ته روانې شوې دي.


تر اوسه د دغې چاودنې څرنګوالی روښانه نه دی.

د پي ټي ای مشر عمران اسماعيل دغه چاودنه په کلکه غندلې او ويلي يې دي، هغه کسان چې بې ګناه خلک وژني ظالمان او ترهګر دي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د قانون پلې کوونکې ادارې به ډېر ژر مجرمين ونيسي.

تر دې مخکې هم په همدې ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام د مشر حافظ حمدالله په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.

د روان کال په مۍ میاشت کې د مستونګ په سور کارېز سیمه کې هم ناپېژاندو وسله‌والو د پولیو ضد واکسین پر ټیم برید وکړ، چې په پایله کې یې یو ساتونکی ووژل شو.

د تېر کال په اکټوبر میاشت کې هم د مستونګ په قبایلي سیمه کې پر دوو موټرو د بمي چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان له خلکو سره مو له نیمايي زیاتې مرستې کمې شوې

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې څه باندې شپږ میلیونه کسانو له دغه سازمان څخه خوراکي او مالي مرستې ترلاسه کړې دي. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې اوس به د بودیجې د سخت کمښت له امله یوازې له 3 میلیونو خلکو سره مرسته وکړي.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ؛ په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د مرستې ترلاسه کوونکو نیمایي برخه ښځې دي.

اوږدمهاله شخړې، د اقلیم بدلون، د بیکارۍ سره سخت اقتصادي زوال، د نغدو پیسو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی، چې افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري بحران سره مخ شي.
دغه سازمان وايي؛ د روان کال د می او اکتوبر تر منځ شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه کسانو د خوړو سخته ناانډولي تجربه کړې، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان د سختې لوږې له امله په دوامداره توګه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام په پام کې لري، چې تر ۲۰۱۳میلادي کال پورې د ۲۱ میلیون خلکو ملاتړ وکړي.

د دې لپاره په ۲۰۲۳میلادي کال کې، له ۲.۲ ملیارد ډالرو څخه ډېرو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو اړمنو خلکو ته سمدستي خوراکي مرستې او د ژوند ژواک لومړنی کومک چمتو کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اوس د ۱.۰۸ ملیارده ډالرو کمښت سره مخ دی؛ ترڅو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

یو افغان د خپل نر ښځي ملګري په وژلو اعتراف وکړ

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۸ GMT+۱

پېژندل شوی نرښځی لایق خان چې په «ملاله» مشهور و، د خپل نېږدې ملګري له خوا په مرموز ډول وژل شوی او ملګري یې په جرم اعتراف هم کړی دی. تورن شخص د پولیسو له خوا نیول شوی او هغه د جرم لامل هغه ته د ملالې له خوا «خیانت» بللی.

تورن کس غوښتل چې له کوهاټ څخه وتښتي، خو د پولیسو له خوا ونیول شو. هغه اعتراف وکړ، چې د خپل ناوړه عمل د پټولو لپاره یې د مقتول جسد د اټک سیند ته غورځولی و.

د نوشیره ولسوالۍ د پولیسو افسر نصیر محمود په دې اړه وویل، چې د سپټمبر په ۲۰مه یې د خیراباد په سیمه کې د سیند پر غاړه یو جسد وموند، چې له پلټنو وروسته معلومه شوه، چې دا جسد د لایق مشهور په «ملاله» د پېښور د کوهاټ روډ د اوسېدونکي و.

100%

د قتل پېښه سمدستې د مقتول د ملګري، جواد د شکایت په اساس په اکوړه پولیس سټیشن کې ثبت شوې ده او تورن کس حامد نومېږي.

تورن کس د لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف کړی. هغه ویلي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې یې له مقتولې سره نامشروع اړیکې لرلې، کله چې یې هغه له بل چاسره په اړیکه لرلو ولیده نو د حسد احساس دې ته مجبوره کړ، چې وروسته له سختې شخړې هغه په حیات اباد کې په ډزو ووژني.

د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې؛ په وروستیو کلونو کې خېبرپښتونخوا د ۷۰ ټرانس جنډر د غمجنو وژنو شاهده ده، چې د دې جرمونو ۶۰ سلنه د شخصي اریکو له امله راپېښې شوې دي.

امنه محمد: په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

نوموړې په یوې خبري غونډې کې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو لپاره د کار، زده کړو او ټولنیزو حقونو د خوندیتابه غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان مېرمنې باید خپل حقونه تر لاسه کړي.

اغلې امنې زیاته کړه، چې په نېږدې وخت کې به «په اسلام کې د ښځو ونډه» په نامه یوه غونډه هم جوړه شي او په یاده غونډه کې به د افغان مېرمنو او نجونو اوسنی وضعیت وارزول شي.

هغې وویل: “تاسو پوهیږئ چې په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته یو پلاوی استولی و. موږ فکر کاوه چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د سیمې هېوادونه هم اړین دي. هغوی د نړۍوالې ټولنې برخه دي او باید فشار پرې راوړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د ښځو حقونه یو ځل بیا ورکول کیږي”.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د نړۍ ګڼو استازو په افغانستان د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو، چې مېرمنو او نجونو ته دې د هغوی حقونه ورکړي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې دغو څرګندونو ته په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو غونډې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډونوال د دې پر ځای چې د افغانستان پر بنسټيزو مسلو تم شي، د هغه په وینا ټولو فرعي موضوعاتو ته مخه کړې وه.

ښاغلي مجاهد ویلي وو:”په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.”

د هالنډ په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله څو تنه وژل شوي دي

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۳ GMT+۱

د هالنډ پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د روتردام په بندري ښار کې د طبي پوهنتون په یوه ټولګي کې د ډزو په پایله کې څو تنه وژل شوي دي.

پولیسو ویلي دي، چې برید کوونکي ۳۲ کاله عمر درلود او نیول شوی دی، خو د مړو شمېر به وروسته اعلان کړي.

روېټرز د ښار د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې ډزې د اراسموس پوهنتون د طبي څېړنو مرکز او دې مرکز ته نېږدې په یوه کور کې شوې دي.

ويل کيږي، چې یاد وسله وال پوځي يونيفورم اغوستى و؛ خو تر اوسه يې د دغه عمل د انګيزې په اړه معلومات نه شته.