• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارد بېنت: په طالبانو غږ کوم، چې سمدستي دې ژولیا پارسي او ندا پرواني خوشې کړي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ریجارد بېنت نن جمعه د (وږي ۷مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي،«د بشري حقونو د مدافعینو ژولیا پارسي او ندا پرواني او د هغوی د کورنۍ د غړیو په نیول کېدو او په خپل سري توقیف سخت اندېښمن یم.»

هغه زیاته کړې:« زه په بېړني ډول په طالبانو غږ کوم، چې د هغوی سمدستي او پرته له کوم شرطه خوشې کړي.»

په تېرو څو ورځو کې طالبانو د ښځو د حقونو دوه تنه فعالانې ژولیا پارسي او ندا پرواني په خپل سري ډول نیولي.

د سه شنبې په ورځ د (وږي ۲۸مه) طالبانو د کابل په خیرخانې سیمه کې ندا پرواني یې له خاوند او کوچني زوی سره ونیول.

له هغې وروسته د چهارشنبې په ورځ سرچینو وویل، چې طالبانو د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ژولیا پارسي هم د خپل زوی سره یې نیولي دي.

تر دې وړاندې د بخښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له‌خوا د ندا پرواني او د هغې د ماشوم او خاوند نیونه غندلې وه او ژر تر ژره یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

د مسکو په ناسته کې روسیه: په افغانستان کې د ټولو قومونو د شتون پرته سوله نه شي راتلای

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د مسکو فارمټ ناسته کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خولې ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو قومونو د ګډون پرته سوله نه شي راتلای.

ضمیر کابلوف د خپلې وینا په بلې برخه کې وویل، طالبان نه دي توانېدلي چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې مبارزه کې ښه عمل وکړي.

ښاغلي کابلوف د داعش پر وړاندې د طالبانو کړنې د سیمې لپاره اندېښنه وبلله.


د افغانستان په چارو کې د روسیې استازي ټینګار کړی، طالبان همدارنګه نه‌دي توانیدلي چې «پریمانه اقتصادي ستونزو» لپاره د حل لار ومومي.


ښاغلي کابلوف همدارنګه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په حواله ویلي، مسکو هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې او خبرو اترو زمینه برابره کړي.

ضمیر کابلوف ټینګار کړی، د سیمې هېوادونه مسوولیت لري چې د افغانستان راتلونکې لپاره یوه اساسي حل لاره ومومي.


د مسکو فارمټ ناسته نن حمعه د (تلې اومه) د روسیې په کازان ښار کې پیل شوه.

په ننګرهار کې په ګوزڼ ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې روان کال په ننګرهار ولایت کې په ګوزڼ ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر شپږو تنو ته رسېدلی.

دغه وزارت ویلي، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یوه نوې پېښه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ثبت شوې او پر دغې ناروغۍ اخته ماشوم ۱۲ کلن دی.


د طالبانو د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا نه دي توانیدلي د ګوزڼ ناروغۍ له منځه یوسي.

تر دې وړاندې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې پروګرام چارواکو خبرداری ورکړی و، چې دغه ناروغي په دغه هېواد کې په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې ده.


په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د لمنځه وړلو بېړني مرکز مشر نیک ولي شاه مومن ویلي، چې تېرکال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د واکسین د کمپاین دوولس پروګرامونه ترسره شول.

د واکسین د کمپاین وروستی پروګرام په ټول افغانستان کې د ۱۴۰۲ کال د (تلې په ۳مه) پیل شوي وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به له طالبانو سره ونه ګوري

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۱ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانکړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د طالبانو سره د لیدنې کتنې هوډ نه لري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو د فارمټ په ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی.

دغه ناسته نن (د تلې اومه) په کازان کې ترسره کېږي.

ښاغلي کابلوف د ارټي‌وي‌اې سره په مرکه کې چې متن یې د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۶مه) خپور شو ویلي:« د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو په فارمټ ناسته کې د طالب پلاوي د ګډون بلنه نه وه ورکړې، ما رابللي دي.»
هغه څرګنده کړه: له همدې امله، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر "د هغو مېلمنو په وړاندې کوم مکلفیت نه‌لري، چې ما بللي دي."

ضمیر کابلوف زیاته کړه:« غواړم ټینګار وکړم، چې طالبان ګډونوال نه دي؛ بلکې د مسکو د فارمټ ناستې مېلمانه دي.» هغه وویل:« د دغو دواړو ترمنځ یو اساسي توپیر دی.»


هغه یادونه وکړه، چې د مسکو په فارمټ ناستې کې د لسو هېوادونو استازي روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، له منځنۍ اسیا د افغانستان ګاونډیان او همدارنګه قزاقستان او قرغزستان په کې شامل دي، چې له افغانستان سره ګډه پوله نه لري.


د روسي استازي په وینا، د مسکو په فارمټ ناسته کې به د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، قطر او د ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه حضور ولري.


په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل له هغو موضوعګانو یوه ده، چې د نن ورځې په ناسته کې به پرې خبرې اترې وشي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان له خلکو سره مو له نیمايي زیاتې مرستې کمې شوې

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې څه باندې شپږ میلیونه کسانو له دغه سازمان څخه خوراکي او مالي مرستې ترلاسه کړې دي. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې اوس به د بودیجې د سخت کمښت له امله یوازې له 3 میلیونو خلکو سره مرسته وکړي.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ؛ په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د مرستې ترلاسه کوونکو نیمایي برخه ښځې دي.

اوږدمهاله شخړې، د اقلیم بدلون، د بیکارۍ سره سخت اقتصادي زوال، د نغدو پیسو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی، چې افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري بحران سره مخ شي.
دغه سازمان وايي؛ د روان کال د می او اکتوبر تر منځ شاوخوا ۱۵،۳ میلیونه کسانو د خوړو سخته ناانډولي تجربه کړې، چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان د سختې لوږې له امله په دوامداره توګه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام په پام کې لري، چې تر ۲۰۱۳میلادي کال پورې د ۲۱ میلیون خلکو ملاتړ وکړي.

د دې لپاره په ۲۰۲۳میلادي کال کې، له ۲.۲ ملیارد ډالرو څخه ډېرو مرستو ته اړتیا لري، ترڅو اړمنو خلکو ته سمدستي خوراکي مرستې او د ژوند ژواک لومړنی کومک چمتو کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام اوس د ۱.۰۸ ملیارده ډالرو کمښت سره مخ دی؛ ترڅو د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

یو افغان د خپل نر ښځي ملګري په وژلو اعتراف وکړ

۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۸ GMT+۱

پېژندل شوی نرښځی لایق خان چې په «ملاله» مشهور و، د خپل نېږدې ملګري له خوا په مرموز ډول وژل شوی او ملګري یې په جرم اعتراف هم کړی دی. تورن شخص د پولیسو له خوا نیول شوی او هغه د جرم لامل هغه ته د ملالې له خوا «خیانت» بللی.

تورن کس غوښتل چې له کوهاټ څخه وتښتي، خو د پولیسو له خوا ونیول شو. هغه اعتراف وکړ، چې د خپل ناوړه عمل د پټولو لپاره یې د مقتول جسد د اټک سیند ته غورځولی و.

د نوشیره ولسوالۍ د پولیسو افسر نصیر محمود په دې اړه وویل، چې د سپټمبر په ۲۰مه یې د خیراباد په سیمه کې د سیند پر غاړه یو جسد وموند، چې له پلټنو وروسته معلومه شوه، چې دا جسد د لایق مشهور په «ملاله» د پېښور د کوهاټ روډ د اوسېدونکي و.

100%

د قتل پېښه سمدستې د مقتول د ملګري، جواد د شکایت په اساس په اکوړه پولیس سټیشن کې ثبت شوې ده او تورن کس حامد نومېږي.

تورن کس د لومړنیو تحقیقاتو په ترڅ کې په خپل جرم اعتراف کړی. هغه ویلي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې یې له مقتولې سره نامشروع اړیکې لرلې، کله چې یې هغه له بل چاسره په اړیکه لرلو ولیده نو د حسد احساس دې ته مجبوره کړ، چې وروسته له سختې شخړې هغه په حیات اباد کې په ډزو ووژني.

د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې؛ په وروستیو کلونو کې خېبرپښتونخوا د ۷۰ ټرانس جنډر د غمجنو وژنو شاهده ده، چې د دې جرمونو ۶۰ سلنه د شخصي اریکو له امله راپېښې شوې دي.