سیمه‌ییزې سرچینې: د غزني په ناور کې طالب جنګیالیو د یوه سړي د بدن غوښه پرې کړې

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، طالبانو د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ اړوند د برجګي په سیمه کې د کور په کور تلاشۍ وروسته څو تنه سخت ربړولي دي. د دوی په وینا، طالبانو له دغو کسانو څخه د یوه کس د بدن غوښه پرې کړې او هغه په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی.