• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لومړنۍ لوبه وبایلله

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ لوبه کې له بنګله دېش ماتې وخوړه. افغان لوبډلې په اته دېرشم اور کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره د ۱۵۷ منډو هدف ټاکلی و، خو سیالې لوبډلې دا هدف د ۳۴.۴ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

افغان لوبډله راتلونکې چارشنبه خپله دویمه لوبه له هند سره لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام درې ورځې مخکې د هند په حیدر اباد کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

دې جام کې پرون د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ ته په ۸۱ منډو ماتې ور کړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام درې ورځې مخکې په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.


ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

افغان کرېکټ لوبډلې د هانګژو اسیايي جام کې د سپینو زرو مډال وګاټه

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۰ GMT+۱
افغان کرېکټ لوبډلې د هانګژو اسیايي جام کې د سپینو زرو مډال وګاټه
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد الف لوبډلې د شنبې په ورځ په چین کې د اسیایي جام پایلوبه کې د سپینو زرو مډال وګاټه. د افغانستان د توپوهنې پر مهال په ۱۸.۲ اور کې د باران له امله لوبه بنده شوه او د سیالۍ مسوولانو د سرو زرو مډال هند ته ور کړل.

افغان کرېکټ لوبډلې پرون پاکستان ته په ماتې ور کولو سره د چین په هانګژو لوبو کې پاینل ته وتلې وه او نن یې له هندۍ لوبډلې سره سیالي درلوده.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د باران او بدې هوا له امله لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده، خو د ډلبندۍ او پخوانیو امتیازونو له مخې د سرو زرو مډال هند او د سپینو زرو افغانستان ته ور کړل شو.

په دې لوبو کې ۱۴ لوبډلو ګډون درلود او افغان لوبډلې پکې دویم مقام خپل کړ.

د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې دا دریم ځل دی چې افغان لوبډله په اسیايي لوبو کې د سپینو زرو مډال ګټي.

افغان لوبډلې تر دې مخکې پر ۲۰۱۰ او بیا ۲۰۱۸ کال کې دا مډال ګټلی و.

د کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان خپله لړمړنۍ لوبه د بنګله دېش پر وړاندې پیل کړه

۱۵ تله ۱۴۰۲ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۸ GMT+۱
د کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان خپله لړمړنۍ لوبه د بنګله دېش پر وړاندې پیل کړه
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام په یو ورځنۍ سیالیو کې نن شنبه د (تلې ۱۵مه) د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ او د دغه جام درېیمه لوبه د هند په درمشالا لوبغالي کې پیل کړه.

د لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.


د نړۍوال جام سیالۍ وړمه ورځ په هندوستان کې پیل شوې، چې پرانیست لوبه د انګلنډ او نیوزیلنډ تر منځ ترسره شوه او نیوزیلنډ د ۹ ویکټو په توپیر لوبه وګټله.

د دغو سیالیو دویمه لوبه پرون د پاکستان او نیدرلنډ ترمنځ وشوه او لوبه د پاکستان په بریا پای ته ورسېده.


په دغو سیالیو کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلستان، هندوستان، هالنډ، نیوزیلنډ، پاکستان، سویلي افریقا او سریلانکا لوبډلې سره لوبېږي.


په دغو سیالیو کې هره لوبډله به په لومړي پړاو کې نهه لوبې کوي.

پاکستان د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ مات کړ

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۰ GMT+۱
پاکستان د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ مات کړ
100%

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په هند کې د کرېکټ نړیوال جام خپله لومړنۍ سیالۍ کې هالنډ ته په ۸۱ منډو ماتې ور کړه. پاکستان د پچې ګټلو سره توپ وهل پیل کړل او ۴۹ اورونو کې یې ۲۸۶ منډې جوړې کړې.

خو د هالنډ ملي لوبډله په ۴۱ اور کې د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره وسوځېده او لوبه د پاکستان په ګټه تمامه شوه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په دې جام کې سبا له بنګله دېش سره سیالي لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوره یا یو ورځنیو لوبو ۱۳ نړیوال جام دی، چې هر څلور کاله وروسته کېږي.

د هند په حیدر اباد کې دا جام پرن پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي، چې ټولې پکې ۴۵ سیالۍ کېږي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

افغان کرېکټ الف لوبډله د پاکستان په ماتولو سره د اسیايي جام پایلوبې ته ووتله

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۱
افغان کرېکټ الف لوبډله د پاکستان په ماتولو سره د اسیايي جام پایلوبې ته ووتله
100%

د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د جمعې په ورځ په چین کې د اسیایي لوبو په لړ کې پاکستان ته په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته لار وکړه. د پاکستان الف لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې جوړې کړې وې او افغانستان ته یې ۱۱۶ منډې هدف ټاکلی و.

افغان ابدالیان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په بایللو سره دا هدف په ۱۶ اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

افغان لوبډلې تر دې مخکې په دغو سیالیو کې سریلانکا هم ماته کړې وه.

د افغان ابدالیان په نوم د افغان کرېکټ الف لوبډله سبا د هند له الف لوبډلې سره پایلوبه لري.

د چین د هانګژو ښار په کوربه‌توب د اسیا د ۱۹ م پړاو سیالۍ له څه مودې راهیسې د افغان لوبغاړو په ګدون د ۴۵ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.

په هند کې د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۸ GMT+۱
په هند کې د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام پیل شو
100%

د کرېکټ نړیوالې شورا د نارینه وو د ۲۰۲۳ میلادي کال نړیوال جام نن د هند په احمد اباد ښار کې د انګلنډ او نوي زیلنډ د لوبډلو ترمنځ پیل شو. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اکتوبر پر ۷ له بنګله دېش سره لوبه لري او پاکستان هم سبا له هالنډ سره لوبېږي.

دا د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوره یا یو ورځنیو لوبو ۱۳ نړیوال جام دی، چې هر څلور کاله وروسته کېږي.

دا جام به د نومبر تر ۱۹ روان وي او ټولې پکې ۴۵ سیالۍ کېږي.

انګلنډ پر ۲۰۱۹ کال نوي زیلنډ ته په ماتې ور کولو سره دا جام ګټلی و.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، نیدرلنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

.