• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند: هغه څه چې اسراییل په غزې کې ترسره کوي د بشریت ضد جرم دی

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسراییل له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو او خوړو قطع کول او د ماشومانو او ښځو په شمول د ملکي خلکو وژل د بشریت ضد جرم بللی او له نړۍوالې ټولنې، سازمانونو او اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې د دې ناورین مخه دې ونیسي.

بلخي پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «د وحشي اسراییلي ځواکونو له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو، خوړو، درملو او بریښنا قطع کول، او ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ښځو په شمول د ۷۰۴ ملکیانو شهیدانول، تر ۲۰۰۰ زیات ټپیانول او په قصدي توګه د ملکیانو کورونه، مسجدونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي او د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د اسراییل پوځ ویلي، د دغه هېواد په سویلي پولو باندې یې د کنټرول له تر لاسه کولو وروسته د حماس څه باندې ۱۵۰۰ جنګیالیو مړي یې موندلي دي.

بلخي د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو، ملګروملتونو او مسلمانو هېوادونو څخه غوښتي، چې په عاجله توګه دې د "صهیونیسټي" رژیم له خوا د دې نسل وژنې مخه ونیسي، چې د متحده ایالاتو په شمول یو شمېر اروپایي هېوادونه یې ملاتړي دي.

تر دې مخکې د کابل لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د اسراییل په اړه خبرداری ورکړی و، چې دغه هېواد به ډېر ژر د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي.

هغه ویلي وو، چې اسراييل به د فلسطینیانو په لاس له منځه یوړل شي او «اقصی جومات او بیت المقدس» به فتح شي. فلسطین په ټوله اسلامي نړۍ پورې اړه لري او مساله "د الاقصی جومات او بیت المقدس فتحه" ده.

د شنبې ورځې په سهار وختي د حماس جنګيالي د ځمکې او هوا له لارې د اسراييل سویلي سيمو ته ننوتل او په تېرو ۵۰ کلونو کې يې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی بريد وکړ.

اسراییل اعلان کړی، چې د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۰۰ ملکي او پوځي کسان وژل شوي او پر غزې او لویدیځې غاړې د اسراییل د هوایي بریدونو د تلفاتو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېدلی دی

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د فلسطین سفیر افغانستان انټرنشنل ته: له اسراییل سره جګړه د بقا لپاره ده او موږ مقاومت کوو

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۱
 د فلسطین سفیر افغانستان انټرنشنل ته: له اسراییل سره جګړه د بقا لپاره ده او موږ مقاومت کوو
100%

په ډنمارک کې د فلسطین سفیر مانویل هساسیان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له اسراییل سره روانه جګړه "د بقا لپاره ده او باید مقاومت وکړو". هغه وویل، چې نړۍواله ټولنه د اوکراین د اشغال د مخنیوي لپاره هر څه کوي؛ خو د فلسطین په مساله کې بې غوره ده.

مانویل هساسیان زیاته کړه، چې له تېرو ۵۶ کلونو راهیسې فلسطینیان تر اشغال لاندې دي او هره ورځ فلسطیني ښځې او ماشومان وژل کېږي.

په ډنمارک کې د فلسطین سفیر په نړۍواله ټولنه نیوکه وکړه او ویې ویل: "هیچا دا پوښتنه نه ده کړې، چې فلسطینیان ولې تر اشغال لاندې دي او ولې ځوریږي؟".

د هغه په ​​وينا؛ اوس هم نړۍواله ټولنه يو طرفه نظر لري.

هغه څرګنده کړه: "نړۍواله ټولنه د اسراییل په اړه اندېښمنه ​​ده؛ خو د وژل شویو فلسطینیانو په اړه نه."

هغه اسراییل په فلسطین کې په «نسل وژنه» تورن کړ او ویې ویل، چې غزه له ۱۶ کلونو راهیسې تر محاصرې لاندې ده.

مانویل هساسیان اسراییل تورن کړ او ټینګار یې وکړ: "تاسو د غزې له خلکو او مقاومت څخه څه تمه لرئ؟ کله چې هغوی وژل کیږي او بمباریږي".

د حماس وسله والې ډلې د شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) په اسراییل کې د پوځي عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ او وویل چې پر اسراییل یې ۵۰۰۰ توغندي توغولي دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ په دې جګړه کې تر ۹۰۰ ډېر اسراییل او ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو د حماس له خوا د دې عملیاتو هرکلی کړی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټګر لمسي حسن خمیني پر اسراییل د حماس برید خورا لوی کار وباله او ویې ویل، د لومړي ځل لپاره د فلسطینیانو دفاعي جبر په جارحانه ظلم بدل شو.

هغه زیاته کړه: "دا د خوښۍ ځای دی چې یو مظلوم وګړی په خپلو پښو ودرېد".

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي اعلان وکړ، چې ایران پر اسراییل د حماس په حمله کې لاس لري.

په ډنمارک کې د فلسطین سفیر د افغانستان انټرنشنل د خبریال د سوال په غبرګون کې ویلي، چې نه پوهېږي، چې ایا حماس پر اسراییل په برید کې د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړ لري او که نه.

هغه په ​​همدې حال کې وویل: "زه پوهیږم چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین له خلکو او د مقاومت له غورځنګ څخه ملاتړ کړی دی".

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت د دوشنبې په ورځ (د میزان په۱۷مه) د غزې تړانګې ته د «بشپړې محاصرې» امر وکړ، تر څو د «برېښنا، خوراکي موادو او سون موادو» د انتقال مخه ونیسي.

په ډنمارک کې د فلسطین سفیر وویل، چې اسراییل اراده د غزې "بشپړه تباهي" ده، دوی غواړي چې فلسطینیان مجبور کړي، چې د سینا صحرا ته لاړ شي او د فلسطین مساله له منځه یوسي.

مانویل هساسیان ټینګار وکړ: "موږ له نړۍوالې ټولنې څخه غواړو، چې د سرحدونو د خلاصولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او بیا غزې ته خوراکي توکي، درمل او نورې مرستې ورسوي.

هغه د اسراییلو کړنې د "ټولیزې سزا" سره پرتله کړې او ویلي یې دي، چې دا په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده، چې د اسراییل نظامي ټانکونه او د هغوی ځواکونه د اف -۱۶ په واسطه د جنګیالیو سره ملکي وګړي په نښه کړي.

امریکا ایران ته خبرداری ورکړی چې د حماس او اسراييل په جګړه کې دې مداخله نه کوي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۱
امریکا ایران ته خبرداری ورکړی چې د حماس او اسراييل په جګړه کې دې مداخله نه کوي
100%

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال چارلس کیو براون د ایران اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړ، چې د حماس او اسراييل ترمنځ په جګړه کې دې مداخله نه کوي. سپینې ماڼۍ پر اسرایيل د برید په تنظیمولو کې د حماس سره ایران په لاس لرلو تورن کړی؛ خو ایران دغه تورونه رد کړي دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل: «موږ غواړو یو ډېر قوي پیغام واستوو. موږ نه غواړو چې دا شخړه خپره شي او نظر دا دی، چې ایران باید دا پیغام په لوړ او روښانه توګه ترلاسه کړي".

د امریکا پوځ اسراییل ته د هوايي دفاع، مهماتو او نورو امنیتي مرستو نوي اکمالات زیاتوي، چې د حماس له خوا د بې ساري برید په ځواب کې له هغوی سره مرسته وکړي.

د امریکا متحده ایالات وايي؛ په اسراييل باندې د فلسطیني اسلامي ډلې حماس له خوا په بریدونو کې د ایران د مستقیم لاس لرلو په اړه هېڅ معلومات او شواهد نه لري.

په دې حال کې پر اسراییل د حزب الله د توغندیزو بریدونو ایران نور هم تر شک لاندې راوستی دی، چې واشنګټن پرې له حماس سره د همکارۍ تور پورې کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه ) ام‌اس‌ان‌بي سي شبکې ته وویل، چې که څه هم متحده ایالات په اسراییل باندې د حماس په بریدونو کې د ایران د مستقیمې ونډې په اړه هېڅ معلومات او ثبوت نه لري، "ایران شریک د جرم دی."

هغه زیاته کړه، چې ایران له ډېرې مودې راهیسې په ټوله سیمه کې د حماس او نورو ترهګرو شبکو ملاتړ کوي.

وال سټریټ ژورنال هم په لبنان کې د حماس او حزب الله د جګپوړو غړو په حواله راپور ورکړی، چې سپاه پاسداران په تېرو څو اونیو کې د حماس سره د ځمکې، هوا او سمندري برید په پلان کې مرسته کړې وه.

حماس تایید کړې، چې د دې ډلې پراخ برید د ایران په ملاتړ ترسره شوی دی.

یو افغان خیریه بنسټ د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰ کورونه جوړوي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۹ GMT+۱
 یو افغان خیریه بنسټ د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره ۱۰۰ کورونه جوړوي
100%

د خوافي خیریه بنسټ اعلان کړی، چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره به سل کورونه جوړ کړي. د دغه مکتوب له مخې؛ چې یوه کاپي یې افغانستان انټرننشل ته رسېدلې په کې راغلي، دغه استوګنځایونه به په دایمي توګه پر ۱۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ووېشل شي.

په هرات کې د طالبانو والي د سليمان خوافي خيريه بنسټ وړانديز د دې هستوګنځيو د جوړولو لپاره منلى دى.

د دغه بنسټ مشر بشیر احمد خوافي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دوی د خیریه بنسټ کاري ډله به د اداري طرزالعملونو له بشپړولو وروسته ډېر ژر د کورونو د جوړولو چارې پیل کړي.

د شنبې د ورځې په زلزله کې د هرات د زنده جان ولسوالۍ اته کلي سخت زیانمن شوي او زیاتره کورونه ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت اعلان کړى، چې په هرات کې د دغې زلزلې له امله څلور زره کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲۹۴ تنو ته رسېدلی او ۱۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ ۴۸۵ نور کسان لادرکه دي او په دې ولسوالۍ کې ټول کورونه ویجاړ شوي دي.

خو مرستندويه ادارې وايي، چې د لټون په دوام سره به د مړو شمېره لوړه شي.

دسرچينو تر مخه د ملگرو ملتونو سره تړلي مرستندویه ادارو په گډون د زلزله ځپلو خلکو ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستې رسولې دي.

طالبانو ویلي، چې یو شمېر خیریه موسسو، سوداګرو او "یو شمېر محدودو پاکستاني شخصیتونو" د هرات له زلزله ځپلو سره ۳۲،۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

چین، جاپان، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتیا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدي، خوراکي او طبي مرستو ژمنه کړې ده.

د مرسته کوونکو هېوادونو له جملې څخه جرمني د هرات له زلزله ځپلو سره د پنځه ميليونه يورو په اندازه تر ټولو زياته مرسته ځانګړې کړې ده.

د حماس او اسراییل ترمنځ په روانه جګړه کې تر ۹۰۰ زیات اسراییل او ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۷ GMT+۱
د حماس او اسراییل ترمنځ په روانه جګړه کې تر ۹۰۰ زیات اسراییل او ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي
100%

د نښتو په څلورمه ورځ د اسراییل دفاعي ځواکونو پر خپلې اېکس پاڼې د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) اعلان وکړ چې د حماس په بریدونو کې تر 900 ډېر اسراییل وژل شوي دي. بل خوا د فلسطین د روغتیا وزارت هم ویلي، چې پر غزې د اسراييل په بریدونو کې ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراييل دفاعي ځواکونو هم ویلي، چې په دغو بریدونو کې د دغه هېواد ۲۷۴۱ اتباع ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ د اسراییل په ځوابي بریدونو کې ۳۹۰۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

اسراييل ویلي، چې حماس پر دغه هېواد تر ۴۵۰۰ ډېر راکټونه توغولي او ۱۳۵۲ هدفونه یې په نښه کړي دي.

ټایمز اف اسراییل راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ تېره شپه هم د غزې په تړانګه کې تر ۲۰۰ زیاتې نقطې په نښه کړې دي.

په هغه چارټ کې چې د اسراييل د دفاعي ځواکونو له خوا خپور شوی، پکې ویل شوي چې تر اوسه ۵۰ اسراييل کورنۍ خبرې شوي، چې د دوی غړي د حماس ځواکونو یرغمل کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراييل استازي ګيلاد اردان هم ويلي، چې اوسمهال د غزې په تړانګه کې له سلو څخه تر ١٥٠ پورې اسراييل اوسیدونکي د حماس د وسله والو له خوا بنديان دي.

د اسراييل د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ (میزان ۱۷مه) د غزې د بشپړې کلابندۍ امر وکړ او همداراز یې هلته د خوراکي توکو، برېښنا او سون توکو د انتقال د مخنیوي امر وکړ.

ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو په پایله کې ۷۹۰ کورونه ویجاړ شوي، ۵۳۰۰ ودانۍ زیانمنې شوي او ۴۰۰ زره خلکو د اوبو سرچینو ته لاسرسی پرې شوی دی.

په ورته وخت کې اسوشېټېډ پرېس د اسراییل چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې تر اوسه په اسراييل کې د حماس وسله والو تر ۱۵۰۰ ډېر مړي موندل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو والي: اسراییل به ډېر ژر د نړۍ له نقشې ورک شي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۵ GMT+۱
په کابل کې د طالبانو والي: اسراییل به ډېر ژر د نړۍ له نقشې ورک شي
100%

د کابل ولایت لپاره د طالبانو والي د اسراییل په اړه خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به ډېر ژر د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي. محمد قاسم خالد د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) وویل؛ اسراییل غوښتل چې فلسطین د نړۍ له نقشې څخه لېرې کړي، خو اوس خپله د نړۍ له نقشې څخه د لېرې کېدو په درشل کې دی.

دغه طالب چارواکي په کابل کې په یوه غونډه کې فلسطیني وسله والو ته وویل ستاسو دښمنان له منځه تللي دي.

محمد قاسم خالد زیاته کړه، چې اسراييل به د فلسطینیانو په لاس له منځه یوړل شي او "اقصی جومات او بیت المقدس به فتح شي".

هغه ټینګار وکړ، چې فلسطین په ټوله اسلامي نړۍ پورې اړه لري او مساله "د الاقصی جومات او بیت المقدس فتحه" ده.

قاسم خالد له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د فلسطین ملاتړ وکړي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې طالبان او د افغانستان خلک د فلسطین د خلکو او مجاهدینو د مظلمیت په فکر دي او له هغوی څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

په اسراييل باندې د فلسطیني ډلې حماس له حملې وروسته د طالبانو ډلې د دغې فلسطیني ډلې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ، چې فلسطینیان د خپل ځان د دفاع حق لري.

د حماس له خوا تر دغه برید وروسته اسراييلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر مرکزونو بمباري وکړه.

دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.