قرغزستان کې د افراطي افکارو د ترویج په تور ۳۲ جوماتونه او مدرسې وتړل شوې

د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د دغه هېواد په جنوبي باتکین سیمه کې افراطیت ته د ودې په تور ۳۲ جوماتونه او مدرسې وتړلې.

د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټې د دغه هېواد په جنوبي باتکین سیمه کې افراطیت ته د ودې په تور ۳۲ جوماتونه او مدرسې وتړلې.
یو شمېر قرغزستاني رسنیو د قرزستان د دولتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ملي امنیت دولتي کمېټې په مشرۍ یو ګډ دولتي کمېسیون د مدرسو او جوماتونو د څېړلو په موخه جوړ کړی.
په راپور کې راغلي، چې دغه کمېسیون په جنوبي باتکین کې د ۵۵ جوماتونو او ۷ مدرسو فعالیت او تدریسي بهیر څېړلی، چې له جملې یې ۳۲ جوماتونه او مدرسې د دغه کمېسیون له لوري تړل شوې دي.
دا لومړی ځل دی، چې په قرغزستان کې د افراطیت ته د ودې په تور مدرسې او جوماتونه څېړل کېږي او یو شمېر مدرسې او جوماتونه تړل کیږي.
په ورته وخت کې په دغه هېواد کې یو شمېر مسلمانانو دغه پرېکړه غیرعادلانه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د قرزستان حکومت باید ټولو دیني مدرسو او جوماتونو ته په درنه سترګه وګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د ازبکستان په ترمذ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیلیدو اعلان وکړ. ضیاء احمد تکل پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا وزارت په بهر کې قونسلي خدماتو ته د افغانانو او بهرنیو اتباعو د لاسرسۍ اسانتیاوې برابروي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې دا کار د ازبکستان په همکارۍ شوی دی.
د ترمذ په سرحدي ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د طالبانو تر واک لاندې کار کوي.
هغه انځورونه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند له خپل یادښت سره خپاره کړي، طالب چارواکي پکې په ترمذ کې تر سترګو کیږي.
طالبانو تر دې وړاندې په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو د وېش اعلان هم کړی و.
که څه هم تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونو چې تر ډېره له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري، د افغانستان په څانګو کې یې د دې ډلې ډېپلوماټان منلي.

اروپايي ټولنې د هرات د زنده جان ولسوالۍ د زلزله ځپلې سیمې د لیدنې لپاره د خپلو چارواکو د سفر د خبر تر څنګ د زلزلې له قربانیانو سره د ۳،۵ میلیونه یورو د بشري مرستو بسته تصویب کړه.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د مرستو دغه بسته د هغو ۸۹ میلیونو یورو سربېره ده، چې دغې ټولنې د روان کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ځانګړې کړې وې.
د اروپايي اتحادیې د بحرانونو د مدیریت کمېشنر یانش لینارچیچ ویلي، چې په هرات کې وروستۍ زلزلې د خلکو کړاوونه لا زیات کړي او دوی یې له یوه بد بشري وضعیت سره مخ کړي دي.
نوموړي ویلي، چې افغانان له دې وړاندې هم له بشري کړکېچ سره مخ وو او دوی به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټيفان دوجاریک هم ویلي، چې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو په پار د ملګرو ملتونو د همکارو ادارو روغتیايي او ارزونکې ډلې په سیمه کې ځای پر ځای شوي او په خپلو کارونو یې پیل کړی.
نوموړي په یوې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ځای پر ځای شویو ډلو د سیمې له زلزله ځپلو سره خپلې نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې پیل کړې دي.
سټيفان دوجاریک زیاتوي، چې دا مهال یې اړمنو خلکو ته سرپناه، کمپلې، ګرمې جامې، خواړه، روغتیايي بکسې او نور اړین لومړني توکي ورکړي دي.
د بهرنیو مرستو سربېره د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې د مرستو صندقونه اېښودل شوي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې میلیونونه افغانۍ مرستې راټولې شوې دي.
طالبانو بیا د دغو مرستو د انسجام لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړی او له خلکو یې غوښتي، چې ټولې مرستې د دغه کمېسیون له لارې وکړي.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټيفان دوجاریک وايي، چې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو په پار د ملګرو ملتونو د همکارو ادارو روغتیايي او ارزونکې ډلې په سیمه کې ځای پر ځای شوي او په خپلو کارونو یې پیل کړی.
نوموړي په یوې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی ځای پر ځای شویو ډلو د سیمې له زلزله ځپلو سره خپلې نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې پیل کړې دي.
سټيفان دوجاریک زیاتوي، چې دا مهال یې اړمنو خلکو ته سرپناه، کمپلې، ګرمې جامې، خواړه، روغتیايي بکسې او نور اړین لومړني توکي ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۲۹۴ تنو ته رسېدلی او ۱۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ ۴۸۵ نور کسان لادرکه دي او په دې ولسوالۍ کې ټول کورونه ویجاړ شوي دي.
خو مرستندويه ادارې وايي، چې د لټون په دوام سره به د مړو شمېره لوړه شي.
دسرچينو تر مخه د ملگرو ملتونو سره تړلي مرستندویه ادارو په گډون د زلزله ځپلو خلکو ژوند ژغورلو لپاره بېړنۍ مرستې رسولې دي.
طالبانو ویلي، چې یو شمېر خیریه موسسو، سوداګرو او "یو شمېر محدودو پاکستاني شخصیتونو" د هرات له زلزله ځپلو سره ۳۲،۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
چین، جاپان، ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتیا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدي، خوراکي او طبي مرستو ژمنه کړې ده.
د مرسته کوونکو هېوادونو له جملې څخه جرمني د هرات له زلزله ځپلو سره د پنځه ميليونه يورو په اندازه تر ټولو زياته مرسته ځانګړې کړې ده.
په ورته وخت کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هرات زلزله ځپلې سیمې ته ورغلی او ویلي یې دي، چې دوی په پلان کې لري، چې ویجاړ شوي کورونه له سره په اساسي او پاخه ډول جوړ کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اسراییل له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو او خوړو قطع کول او د ماشومانو او ښځو په شمول د ملکي خلکو وژل د بشریت ضد جرم بللی او له نړۍوالې ټولنې، سازمانونو او اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې د دې ناورین مخه دې ونیسي.
بلخي پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «د وحشي اسراییلي ځواکونو له خوا د غزې پر تړانګه د اوبو، خوړو، درملو او بریښنا قطع کول، او ۱۴۳ ماشومانو او ۱۰۵ښځو په شمول د ۷۰۴ ملکیانو شهیدانول، تر ۲۰۰۰ زیات ټپیانول او په قصدي توګه د ملکیانو کورونه، مسجدونه، روغتونونه او امبولانسونه په نښه کول جنګي او د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د اسراییل پوځ ویلي، د دغه هېواد په سویلي پولو باندې یې د کنټرول له تر لاسه کولو وروسته د حماس څه باندې ۱۵۰۰ جنګیالیو مړي یې موندلي دي.
بلخي د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو، ملګروملتونو او مسلمانو هېوادونو څخه غوښتي، چې په عاجله توګه دې د "صهیونیسټي" رژیم له خوا د دې نسل وژنې مخه ونیسي، چې د متحده ایالاتو په شمول یو شمېر اروپایي هېوادونه یې ملاتړي دي.
تر دې مخکې د کابل لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د اسراییل په اړه خبرداری ورکړی و، چې دغه هېواد به ډېر ژر د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي.
هغه ویلي وو، چې اسراييل به د فلسطینیانو په لاس له منځه یوړل شي او «اقصی جومات او بیت المقدس» به فتح شي. فلسطین په ټوله اسلامي نړۍ پورې اړه لري او مساله "د الاقصی جومات او بیت المقدس فتحه" ده.
د شنبې ورځې په سهار وختي د حماس جنګيالي د ځمکې او هوا له لارې د اسراييل سویلي سيمو ته ننوتل او په تېرو ۵۰ کلونو کې يې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی بريد وکړ.
اسراییل اعلان کړی، چې د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۰۰ ملکي او پوځي کسان وژل شوي او پر غزې او لویدیځې غاړې د اسراییل د هوایي بریدونو د تلفاتو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېدلی دی

په ډنمارک کې د فلسطین سفیر مانویل هساسیان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له اسراییل سره روانه جګړه "د بقا لپاره ده او باید مقاومت وکړو". هغه وویل، چې نړۍواله ټولنه د اوکراین د اشغال د مخنیوي لپاره هر څه کوي؛ خو د فلسطین په مساله کې بې غوره ده.
مانویل هساسیان زیاته کړه، چې له تېرو ۵۶ کلونو راهیسې فلسطینیان تر اشغال لاندې دي او هره ورځ فلسطیني ښځې او ماشومان وژل کېږي.
په ډنمارک کې د فلسطین سفیر په نړۍواله ټولنه نیوکه وکړه او ویې ویل: "هیچا دا پوښتنه نه ده کړې، چې فلسطینیان ولې تر اشغال لاندې دي او ولې ځوریږي؟".
د هغه په وينا؛ اوس هم نړۍواله ټولنه يو طرفه نظر لري.
هغه څرګنده کړه: "نړۍواله ټولنه د اسراییل په اړه اندېښمنه ده؛ خو د وژل شویو فلسطینیانو په اړه نه."
هغه اسراییل په فلسطین کې په «نسل وژنه» تورن کړ او ویې ویل، چې غزه له ۱۶ کلونو راهیسې تر محاصرې لاندې ده.
مانویل هساسیان اسراییل تورن کړ او ټینګار یې وکړ: "تاسو د غزې له خلکو او مقاومت څخه څه تمه لرئ؟ کله چې هغوی وژل کیږي او بمباریږي".
د حماس وسله والې ډلې د شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) په اسراییل کې د پوځي عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ او وویل چې پر اسراییل یې ۵۰۰۰ توغندي توغولي دي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ په دې جګړه کې تر ۹۰۰ ډېر اسراییل او ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو د حماس له خوا د دې عملیاتو هرکلی کړی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټګر لمسي حسن خمیني پر اسراییل د حماس برید خورا لوی کار وباله او ویې ویل، د لومړي ځل لپاره د فلسطینیانو دفاعي جبر په جارحانه ظلم بدل شو.
هغه زیاته کړه: "دا د خوښۍ ځای دی چې یو مظلوم وګړی په خپلو پښو ودرېد".
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي اعلان وکړ، چې ایران پر اسراییل د حماس په حمله کې لاس لري.
په ډنمارک کې د فلسطین سفیر د افغانستان انټرنشنل د خبریال د سوال په غبرګون کې ویلي، چې نه پوهېږي، چې ایا حماس پر اسراییل په برید کې د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړ لري او که نه.
هغه په همدې حال کې وویل: "زه پوهیږم چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین له خلکو او د مقاومت له غورځنګ څخه ملاتړ کړی دی".
د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت د دوشنبې په ورځ (د میزان په۱۷مه) د غزې تړانګې ته د «بشپړې محاصرې» امر وکړ، تر څو د «برېښنا، خوراکي موادو او سون موادو» د انتقال مخه ونیسي.
په ډنمارک کې د فلسطین سفیر وویل، چې اسراییل اراده د غزې "بشپړه تباهي" ده، دوی غواړي چې فلسطینیان مجبور کړي، چې د سینا صحرا ته لاړ شي او د فلسطین مساله له منځه یوسي.
مانویل هساسیان ټینګار وکړ: "موږ له نړۍوالې ټولنې څخه غواړو، چې د سرحدونو د خلاصولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او بیا غزې ته خوراکي توکي، درمل او نورې مرستې ورسوي.
هغه د اسراییلو کړنې د "ټولیزې سزا" سره پرتله کړې او ویلي یې دي، چې دا په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده، چې د اسراییل نظامي ټانکونه او د هغوی ځواکونه د اف -۱۶ په واسطه د جنګیالیو سره ملکي وګړي په نښه کړي.
